هغه پنځه پاکستانیان نیول شوي، چې اسرائیل کې یې 'مزدوري' کوله

    • Author, شهزاد ملک
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف ای اې) هغه پنځه کسان نیولي چې په اسرائیل کې یې مزدوري کوله او د چارواکو په وینا په ''مشکوک'' انداز یې پیسې پاکستان ته استولې دي.

د یادونې ده، چې پاکستاني پاسپورټ لرونکي کسان نه شي کولای، اسرائیل ته سفر وکړي، ځکه پاکستان له اسرائیل سره دیپلوماتیک اړیکي نه لري.

د قضیې څېړونکې پلاوي یوه غړي محمد اقبال بي بي سي ته وویل، دوی ته ''له حکومتي سرچینې'' له لوري ویل شوي و، چې هېواد ته له اسرائیل پیسې استول شوي دي، او دوی باید په دې هکله معلومات وکړي.

نوموړی وايي، دا پیسې د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ استول شوې او دوی په دې هکله دوې میاشتې پوښتنې، ګروېږنې وکړې.

ایف ای اې چارواکي وايي، چپه دې لړ کې پنځه کسان نیولي او د دریو نورو کسانو نیولو هڅه کوي. چارواکو ویلي، نیول شوي کسان د هغو مذهبي تنظیمونو اړوند کسان دي، چې پاکستان حکومت پرې بندیزونه نه دي لګولي.

ویل کېږي، تر اوسه د سند ایالت اوسېدونکو کامران صدیقي، ستاره پروین، عبدالماجد صدیقي او محمد اسلم نومونه په قضیه کې ثبت شوي دي.

په قضیه کې لیکل شوي، چې دې کسانو د اسحاق متاط په نامه یوه اسرائیلي کس ته په هغه هېواد کې د دندې بدل کې له درې، تر اووه سوه زرو پاکستانیو روپیو پورې پیسې ورکړې دي.

ایف ای اې چارواکي وايي، نیول شویو کسانو په اسرائیل کې د ګاډو وینځلو مزدوري کوله. چارواکي وايي، نیول شویو کسانو (شینجن) ډوله ویزې درلودې، چې لرونکي کسان یې د اروپا ۲۷ هېوادونو ته سفر کولای شي.