پاکستان کې زېږېدلو کډوالو ته پاسپورټ ورکول څومره مهمه مسله ده؟

د خپرېدو وخت

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان اعلان کړی، هغه افغان کډوال او د بنګلادېش وګړي چې په پاکستان کې زېږېدلي او هلته اوسي ورته به د پاکستان تابعیت ورکړي. هلته مېشت ډېری افغان کډوالو د لومړي وزیر د دغه اعلان هرکلی کړی.

دا چې د پاکستان د حکومت دغه اعلان څومره مهم دی او قانوني اړخونه یې څه دي، عنایت الحق یاسیني زموږ له بل همکار داود اعظمي سره مرکه کړې.