تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان په صنعتي تولیداتو کې کمی راغلی، اونیز نرخونه هم ۲۹ سلنه لوړ شوي
پاکستان کې د اقتصادي کړکېچ په دوام د ډېرو خوراکي توکو په اونیزه بیو کې ۲۹ سلنه زیاتولی راغلی.
د نویو رپوټو له مخې، پاکستان کې د اوړو، چایو، ورېجو، بورې او غوښې قیمتونه له پخوا ډېر لوړ شوي.
رسمي شمېرې ښيي، پاکستان کې د کلنۍ محاسبې له مخې دا اونۍ د قیمتۍ کچه ۲۸ اعشاریه ۹ سلنه ثبت شوې.
د پاکستان د محاسبې مرکزي ادارې په وینا د روانې اونۍ نرخونو ته په کتو د تېر کال جولای میاشتې خوراکي توکو له نرخو سره خورا ډېر توپیر ریکارډ شوی.
د دغې ادارې د رپوټ له مخې، په کلني ډول د اوړو په قیمت کې ۱۲۹ سلنه او د چایو په نرخ کې ۱۰۱ سلنه زیاتولی راغلی.
په همدې ډول د ورېجو نرخ ۷۰ سلنه، د بورې ۵۸ سلنه او د چرګو د غوښې نرخ ۵۶ سلنه زیات شوی دی.
پاکستان کې بیا د دالو په نرخ کې ډېر توپیر نه احساسیږي بلکې د تېر کال پرتله د مسور دال لا ۷ سلنه ارزانه شوی هم دی.
د پاکستان په صنعتي تولیداتو کې لس سلنه کمی
له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۳ کاله پورې په لومړیو ۱۱ میاشتو کې د پاکستان په سترو صنعتي تولیداتو کې لس سلنه کموالی ثبت شوی دی.
د پاکستان د احصایې مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې، په تېره مې میاشت کې دا کموالۍ نژدې ۱۵ سلنې ته رسېدلی و.
دغې ادارې په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې د هېواد په نژدې ټولو صنعتي فابریکو کې تولیدات مخ په ځوړ روان دي.
د شمېرو له مخې، په پاکستان کې د خوراکي توکو تولید ۷ اعشاریه پنځه سلنه کم شوی او د نفتي توکو صنعت هم ۱۲ فیصده لوېدلی دی.
تر ټولو ډېره ضربه د موټرو تولیداتي شرکتونو خوړلې او د رپوټ له مخې، پاکستان کې دا وخت د موټرو په تولید کې نېدې سم نیمايي ۴۸ سلنه کموالی راغلی دی.
پاکستان له څه مودې راهیسې د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او په ټوله کې سیاسي وضعیت او امنیتي پېښو هم خپل سیوری غوړولی دی.
په پاکستان کې اقتصادي حالت او صنعتي کارونه له هغې وروسته لا ټکني شول چې د پیسو له نړیوال وجهي صندوق سره د پور اخیستلو بهیر وځنډېد او په ښکاره ای اېم اېف خپل شرایط سخت کړي وو.
که څه هم دوه ورځې وړاندې (د جولای پر ۱۲مه) د پیسو نړیوال وجهي صندوق پاکستان ته د درې میلیارده ډالرو پور ورکولو هوکړه تائید کړه او سعودي عرب هم پاکستان ته د پېسو د ورکولو ویلي دي، خو لا معلومه نه ده چې له دې پرمختګ سره به د پاکستان اقتصاد څومره په پښو ودرېږي؟