تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پیسو نړیوال وجهي صندوق پاکستان ته د درې میلیارده ډالرو پور ورکولو هوکړه تائید کړه
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د پیسو نړیوال وجهي صندوق یا (ای ایم ایف) اجرايي پلاوي پاکستان ته د درې میلیارده ډالرو پور ورکولو 'سټېند بای ارینجمنټ ' هوکړه تائید کړې ده.
ای ایم ایف به د دې هوکړې له مخې پاکستان ته سملاسي یو اعشاریه دوه میلیارده ډالره ورکړي او پاتې نورې پیسې به له بیا کتنې وروسته د دوو راتلونکو درې میاشتنیو قسطونو په بڼه پاکستان ته وسپاري.
ای ایم ایف مسوولینو په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې ټول نهه میاشتني پروګرام هدف پاکستان کې د اقتصادي ثبات له رامنځته کولو سره مرسته کول دي.
ای ایم ایف مسوولین دغه راز وايي، له پاکستان سره دا هوکړه داسې مهال کېږي چې د نړیوالو شرایطو، ویجاړونکو سېلابونو او په پالیسیو کې د ګډوډۍ له کبله د پاکستان داخلي او بهرنی سوداګریز زیان ډېر شوی، د اړتیاوړ توکو بیې لوړې شوې او د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ مالي کال په ترڅ کې د دې هېواد اسعارو زېرمې کمې شوې دي.
د یادونې ده چې سټېند بای ارینجمنټ یا (اېس بي اې) اصطلاح د یوه هېواد لنډمهاله اقتصادي اړتیاوو پوره کولو لپاره د پیسو ورکولو ته کارول کېږي. د دې پروګرام له مخې هغو لږ عاید لرونکو هېوادونو ته پور ورکول کېږي چې د مالي او اقتصادي بحران رامنځته کوونکي لاملونو کې اصلاحات رامنځته کړي.
د پاکستان خزانې وزیر: ای ایم ایف ښه رویه نه کوي، یو دوست هېواد به پاکستان ته درې میلیارده ډالر ورکړي
د دې ډول پور ورکولو موده له ۱۲ تر ۲۴ میاشتو پورې وخت نیسي، خو له ۳۶ میاشتو زیاتې مودې وروسته نه شي غځول کېدای. له درې نیم کالو نیولې بیا تر پنځو کلونو مودې کې بیا دا پیسې بېرته ورکول کېدای شي.
د تېر جون میاشتې په وروستیو کې د پاکستان حکومت او پیسو د نړیوال وجهې صندوق تر منځ د درې میلیارده ډالرو پور ورکړې هوکړه وشوه، چې د ای ایم ایف اجرايي مشرتابه له لوري په تائید پورې مشروط بلل شوي وو.
ایم ایف مسوولینو هغه مهال ویلي و، چې دوی تمه کوي د روانې جولای میاشتې تر نیمايي پورې به د اجرايي مشرتابه پلاوی دا هوکړه تائید کړي.
ای ایم ایف مسوولینو هغه مهال ویلي و، چې پاکستان د دې هوکړې لپاره لازم شرطونه پوره کړي دي او په دې لړ کې یې د مالیاتو شبکې پراخولو او او بودیجې منظورولو یادونه هم کړې وه.
د ای ایم ایف په شرایطو کې د پیسو پاړسوب یا انفلاسیون مخنیوی اقدامات هم شامل وو، چې له مخې یې باید پر ولسي خلکو د بیو لوړېدو فشار کم شي.
دغه راز د برېښنا او نفتو په برخه کې د ځینو حکومتي سبسډیو ختمول هم د ای ایم ایف په شرطونو کې شامل وو، چې د ای ایم ایف مسوولینو په وینا پاکستان حکومت په دې لړ کې اقدامات کړي دي.
په ورته مهال د پاکستان خزانې وزیر اسحاق ډار وايي، د متحده عربي اماراتو حکومت د پاکستان مرکزي بانک ته یو میلیارد ډالر د ډیپازټ په بڼه نغد ورکړي دي. ښاغلی ډار وايي، دې سره د پاکستان بهرنیو اسعارو زېرمې زیاتې شوې دي.
له دې مخکې پرون سې شنبه ښاغلي ډار وویل، سعودي عرب حکومت پاکستان مرکزي بانک ته دوه میلیارده ډالر وسپارل. د پاکستان حکومت له دې اعلان وروسته د پاکستان ونډو بازارونو په کاروبار کې پاموړ زیاتوالی ولیدل شو.
د یادونې ده، چې د سږ کال په فبرورۍ کې د ای ایم ایف او پاکستان تر منځ د پور ورکړې تازه مذاکراتو کې بیا بیا ځنډ د دې لامل شو، چې پاکستان حکومت له بهره د پانګې په ترلاسه کولو کې هم له خنډ او ځنډ سره مخاخ شي او د اسعارو زېرمې یې ورځ تر بلې په کمېدو شوې.