تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مسکو د ترکیې لخوا اوکرایین ته د پوځي بندیانو ورسپارل غندلي
ترکيې اوکرایین ته د هغو پوځیانو په ورستنولو د روسیې غوسه راپارولې چې روسي پوځیانو تېر کال د ماریوپول ښار د پولادو په ازوفستال کارخونه کې نیولي وو.
دغه اوکرايیني پوځیان ترکيې ساتل او د بندیانو د تبادلې په یوه معامله کې یې اوکرایین ته سپارلي دي.
خو کرېملېن ویلي ترکيې او اوکرایین په دغه کار سره د بندیانو د تبادلې د تړون شرایط تر پښو لاندې کړي دي.
د کرېملېن ویاند دیمتري پسکوف وايي ترکيې مسکو ته د بندیانو د تبادلې خبر نه دی ورکړی.
ټاکلې وه ترکيې دغه پوځیان د اوکرایین د جګړې تر پایه ساتلي وی.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمير زېلېنسکي له دغو پوځیانو سره اوکرایین ته د دوی به لېږدونکې الوتکه کې ګډ تصویر اخیستی دی.
هغه دغه پوځیان اتلان بللي او ویلي يې دي چې اوس د دې وخت و چې دوی بېرته ورستانه شوي وی.
بلخوا د آزوف پوځي کنډک دغو پوځیانو ويلي دوی به بېرته خپلو دندو ته وګرځي.
خلکو هم د دوی تود هرکلی کړی.
د ازوف کنډک جنګیالي تېر کال د اوکرایین د ماریوپول ښار د پولادو کارخانې په تونلونو او سنګرونو کې تر اوږده مقاومت وروسته تسلیم شوي وو.
مسکو تېر اوړی یو شمېر دغه بندي اوکراییني پوځیان د انقرې په منځګړیتوب په دې شرط خوشي کړي وو چې د جګړې تر پایه به په ترکیه کې پاتې کېږي.
د راپورونو له مخې هغه مهال په ماریوپول کې زرګونه کلابند ملکیان هم د روسي پوځیانو لخوا د دغه ښار د درې میاشتنۍ کلابندۍ پر مهال وژل شوي وو.