د خپل اختیار وختونه
- Author, اسدالله غضنفر
- دنده, لیکوال
- د خپرېدو وخت

د عکس سرچینه، Getty Images
یو چا د ونو غوڅول په اجاره واخیستل. ونه په پنځه افغانۍ. تبر یې تېره کړ او سهار اته بجې ځنګل ته لاړ، تر څلورو په کار بوخت و. سل ونې یې ووهلې. په سبا لږ وختي روان شو او په څلورنیمو یې کار بس کړ خو تعجب یې وکړ چې د وهل شویو ونو شمېر پنځه اتیا شو. په بله ورځ ملا اذان ځنګل ته لاړ، تر ماښامه په کار بوخت و خو په مټ کې یې اتیا ونې وهلې وې. د ده پام نه و چې تبر ورځ په ورځ پڅېږي.
که کار کوو او تفریح نه کوو، د دغه سړي ټوکه به راسره وشي. له ستړیا وروسته د جسم او ذهن استراحت ته اړتیا ده. متل دی، وایي خوب چې راشي بالښت نه غواړي او زړه چې میین شي ښایست نه غواړي. دلته په خوب نه، د فراغت په وخت خبرې کوو یعنې په هغه وخت چې نه پکې کار ته مجبور یو او نه بله لازمه چاره په مخ کې لرو. په هر شواروز او هره اونۍ کې د ځينو وختونو اختیار زموږ په خپل لاس کې وي چې د فراغت شېبې یې بولو. په اوسني ژوند کې چې کارونه زیات او فرصتونه کم دي، د فراغت له شېبو ښه استفاده لا مهمه بلل شوې ده.
دغه شېبې چې ارام پکې موندلی او روحیه پکې تازه کولای شو، باید څنګه وي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
شاوخوا څلور سوه کاله پخوا د ایران یو لوی شاعر، صایب اصفهاني کابل ته راغی، دلته څه موده پاتې شو او د ښار په ستاینه کې یې قصیده وویله. دی د کابل جینکۍ لمرمخې او ماه جبیني بولي چې د بامونو په څنډو راښکاره شي یا یې دیوالونو ته تکیه کړې وي.ګومان کوم شاعر به پیتاوي ته ناسته په ذهن کې وه. په لنډیو کې اورو:
د پسرلي په نخښه پوه شوم
پېغلې ښکاره شوې لکه لمر په دېوالونه
پیتاوي ته ناسته د پخواني ژوند د فراغت او تفریح د شېبو یو مشهور عادت و. زموږ اکثرو ډېر وخت د کور یا ډګر په کار تېرېږي او چې خوب، ډوډۍ ، لمونځ اودس، نظافت او نورې چارې ترې وباسو، څه نا څه وخت داسې پاتېږي چې هغه د چا خبره بې مسولیته یې تېروو.
د تفریح او فراغت زمان به مو یا لږ وي، یا زیات خو مهم دی او مهم ځکه دی چې د خپلې خوښې بې مسولیته او بې زحمته شېبې پکې مومو. دغسې شېپې ذهن اراموي او زړه تازه کوي.
په تېرو څو لسیزو کې چې د تلویزیون او انټرنټ په شمول د تفریح وسایل زیات شول او ورسره کار کولو ته توجه ډېره شوه، په خپلو خبرو، لیکنو او کیسو کې مو د پیتاوي په ناستو پورې وخندل او د لټو، بې کاره، بې روزګاره خلکو عادت راښکاره شو. په وروستیو دوه، درې لسیزو کې مې ډېر ځله د بې سنده، هوایي او بې منطقو خبرو لپاره اورېدلي دي چې دا پیتاوي خبرې دي. د پیتاوي خبرو ترکیب به شاید د اوسني وخت اختراع وي.
پیتاوي کولو ته په ښه سترګه نه کتل، په حقیقت کې د استراحت او فراغت په یوې بڼې باندې اعتراض دی خو ایا د فراغت له وخت سره زموږ د چلند نورې طریقې د ستایلو دي؟ د هغو په باره کې څه وایاست چې د فراغت زمان د موبایل په ګیمونو یا فیسبوکي غیبتونو تېروي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د فراغت زمان داسې تېرول چې جسم او ذهن ته مو لا زیاته ګټه ورسوي، په ژوند کې د کامیابي امکان زیاتوي.
فراغت د فعال او غیرفعال په دوو ډولونو ویشلی شو، مثلا هغه وخت چې د ورزش په کولو تېروو فعال او چې د تلویزیون په لیدلو یې تېروو، غیرفعال دی. هغه چې په یخ موسم کې پیتاوي ته ناست دی، د فراغت وخت غیرفعال تېروي خو چې لمر ته ګرزي، فعال دی او جسم او ذهن یې لا زیاته ګټه کوي. که زموږ کار غیرجسمي وي او د فراغت شېبې هم ټولې غیرفعاله تېروو،اشتباه کوو.
ځينې کسان د فراغت وخت یوازې تېروي او د ځينو نورو یوازې اوسېدل نه خوښېږي. یو هنرمن یا لیکوال شاید په تنهایي کې لا شیرینه دنیاګۍ جوړه کړي خو له لویه سره هغوی ممکن لا زیاته خوشحالي احساس کړي او ثواب و خرما یې دواړه په نصیب شي چې د فراغت شېبې له دوستانو او د کورنۍ له غړیو سره شریکوي.
یو شمېر کسان د فراغت شېبې داسې تېروي چې بل چا ته ممکن کار ښکاره شي خو دوی ته ساتېری وي، مثلا پخلی کوي، موسیقي زده کوي، انځورونه باسي،کیسې لیکي یا باغواني کوي.
زموږ په ټولنه کې د فراغت په موضوع باندې فکر کول او دغه وخت ته اهمیت ورکول عام نه دي، نو په ګڼو کسانو هغه شېبې هم بې خونده تېرېږي چې ټول اختیار یې د د دوی په خپل لاس کې دی. موږ هر یو باید د خپل شوق او خپلو امکاناتو په رڼا کې یوه داسې لاره ومومو چې د فراغت شېبې راباندې ښې تېرې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اکثره کسان لکه د نور ژوند لپاره چې څه فکر نلري، د فراغت د وخت لپاره هم څه بندوبست نه کوي او د شاوخوا خلکو له پیروي لاس نه اخلي. هغوی چې پیتاوي ته کېناستل، داسې نه وو چې وخت خامخا ورباندې ښه تېرېدو خو بس نورو ته یې کتل. زموږ په ګڼو کورنیو کې د چای څښلو عادت زیات دی چې یو اصلي نقش یې همدا د فراغت د وخت ډکېډل دي.
مجلس کول زموږ د تفریح یوه مهمه ساحه ده. که د یو بل خاطر وکړو او مجلس مو له کترو، کنایو، ځان ښودلو، بل سپکولو یا ترخو خبرو خالي وي، نو ذهن به مو سکون موندلی وي. ځینې کسان ګیله من وي چې د خواله لپاره په طبعه برابر کس نه پیدا کوي، حال دا چې لا ضرور دا ده چې په خپله په دې پوه شو چې مجلس مو څنګه په زړه پورې کېږي. هغوی چې خبرې ډېرې اوږدوي، چې بل ته نوبت نه کوي، چې د بل خبرې غوڅوي، چې له مخاطب سره د مشترکو ټکو د موندلو په ځای د بل د ردولو شوق ورسره وي، چې د ځان پړسولو عادت لري، چې د نورو په شخصي ژوند باندې د تبصرو اورېدل غواړي، په تاوده مجلس کې هم له ترخه یوازیتوبه نه شي راوتلای. که د خبرو کولو هنر زده کړو، د تفریح د هنر لویه برخه مو زده کړې ده او چې په تفریح وپوهېږو، په کارونو کې به اسانی راشي.
حکیم اپیکور دوه زره څو سوه کاله پخوا په یونان کې اوسېده. ده د فلسفې مقصد دا باله چې د ارام او خوشحاله ژوند په پېژندلو کې مرسته وکړي. ویل شوي دي چې د اپیکور د مرګ په وخت کې دوستانو او شاګردانو له استاد سره د مشترکو خوږو خاطرو کیسې کولې ځکه استاد ورښودلي وو چې په خوږو خبرو کې حکمت دی. خوږ مجلس د ترخه ژوند تریخوالی کموي.
د اوسنۍ زمانې شاعر همیم جلالزی وایي:
خوشحالي اوخپګان دواړه ستا په لاس کې دي همیمه
ژوند روان دی، که هغه کړې او که دا کوې، کوه یې





















