کابل کې له زدکړو منع شوې نجلۍ شمالي ایرلنډ کې په انګرېزۍ سندره لیکلې

- Author, محجوبه نوروزي
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
۱۹ کلنه ظریفه هغه افغانه ده، چې د شمالي ایرلنډ په بلفاسټ کې یې یوې ایرلنډۍ سندر غاړې ته په انګرېزۍ ژپه سندره لیکلې.
هغه لکه نورو سلګونه زره افغانو نجونو ښوونځي ته له تګ راګرځول شوې وه، او د خپلو زدکړو د دوام به خاطر یې کورنۍ اړه شوه چې بلفاسټ ته کډه شي.
ظریفه افغانستان کې د نهم ټولګي زدکوونکې وه، چې طالبان بیاځلي واک ته ورسېدل. هغه اوس غواړي، چې د موسیقۍ له لارې د افغانو ښځو او نجونو غږ تر نړیوالو ورسوي.
نوموړې شمالي ایرلنډ کې د افغانانو د ټولنې له خوا په بلفاسټ کې د "بیانداسکن"بنسټ ایښودونکي او اجرایوي مدیر دارن فرګوسن سره وپېژندل چې هنر د سولې او یووالي لپاره کاروي.
ظریفه وايي: "کله چې شمالي ایرلنډ ته راغلو، ما فکر کاوه چې مونږ به دې هېواد کې یوازینۍ افغانه کورنۍ یوو، خو وروسته پوه شوو چې نور ډېر افغانان هم دلته اوسېږي."
دارن فرګوسن بي بي سي ته ویلي: "د فیله ټولنیز او هنري ادارې بیانداسکن بنسټ سره اړیکه ونیوله او له ما یې غوښتنه وکړه چې د موسیقۍ د اجرا لپاره ورته یو کس ور وپېژنم، ما ظریفې ته بلنه ورکړه چې ګډون پکې وکړي. ظریفې له وړاندې موسیقۍ سره خاصه اشنایي نه لرله او ډاډه نه وه، چې څه ډول به دا ترسره کوي. ما هغې ته د یوې سندرې د متن د لیکو وړاندیز وکړ."

ظریفه هم په دې اړه وايي: "زه د موسیقۍ په اړه په څه نه پوهېدم، موسیقۍ راته یوه نوي نړۍ وه او فکر مې کاوه چې موسیقي او سندرې ډېر ستونزمن کار دی، خو د کورنۍ ملاتړ مې راسره مرسته وکړه چې دا کار وکړم."
دې کار ظریفه ډېرو ننګونو سره مخ کړه، ځکه هغې دا سندره باید په انګریزۍ ژبه لیکي وای.
هغه وايي: "له لومړي سره پوهېدم چې که طالبان واک ته ورسېږي، ښوونځي به د نجونو پر مخ وتړي. زه واقعا خپه او غمجنه شوې وم او دا د دې لامل شول چې افغانستان پرېږدم."
طالب چاوراکي وايي، د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستو لپاره پر یوې طرحې کار کوي، هغه طرحه چې د ښوونځیو د بندښت د زرو ورځو له تېرېدو وروسته لا هم نه ده څرګنده چې څه ډول ده او څه وخت به عملي شي.
د ظریفي د کورنۍ په څېر لسګونه نورې افغانې کورنۍ هم اړې شوې، چې د خپلو لوڼو د زدکړو لپاره له افغانستانه ووځي.
ظریفه وايي: "زه هره ورځ پر خواله رسنیو ګورم او یا یې له خپلو ملګرو اورم چې د نجونو د ښوونځیو تړل څومره دوی ته سخت تمام شوي او څومره یې نهیلي کړي. کله مې خپل ځان د هغوی پر ځای ګڼم چې که افغانستان کې وای نو سل په سله به لیونۍ شوې وم."
له افغانستانه همدا اړیکې د دې لامل شوې چې ظریفه د یوې حل لارې په فکر کې شي نو ځکه یې په "فیله" پروژه کې ګډون اړین وباله او پرېکړه یې وکړه چې برخه پکې واخلي.
ظریفه وايي: "انګلیسي مې ښه نه وه او هڅه مې کوله چې په انګلیسي ژبه یې هغه کلمي پید کړم چې خپل احساسات پکې په سمه بڼه بیان کړم او دا راته ډېره سخته وه."
ښاغلی فرګوسن چې له هنر او موسیقۍ د تبعیض د لیري کولو او سولې او یوالي لپاره ګټه اخلي وايي، موسیقي کولی شي خلکو سره مرسته وکړي چې خپلو ورځینو ستونزو او ننګونو سره مبارزه وکړي.
هغه وايي، اوس په افغانستان کې پر موسیقۍ او هنر هم بندیز لګېدلی دی او ظریفې د خپلې لومړي هنري کار برخه کې په انګلیسي ژبې یوه سندره لیکلي چې ایرلنډي سندغاې ایوا ویلې ده.
دارن زیاتوي چې دا سندره هغې ته "واقعا ښه شېبه" ده.
په یوه سندره کې د دوو (افغانې او ایرلنډۍ) نجونو احساسات

ایرلنډۍ سندرغاړې ایوا کیرني وايي: "په دې پروژه کې ظریفې اودارن سره کار کول عالي و. ما مخکې ظریفې سره نه پېژندل او زمونږ ډېره همکاري په وټس اپ شوې وه، مونږ په دې اړه چې ظریفه څه ډول غواړي خپل احساسات بیان کړي او څه ډول موسیقي یې خوښېږي خبرې وکړې. هغې په ما باور وکړ او زه پوهېدم چې دا سندره څه ډول ووایم چې د ظریفې احساسات، فکر او خبرې په ښه ډول سندره کړم."
دا سندره په لومړي ځل د ځینو سازمانونو او بنسټونو په مرسته د ځوانانو د موسیقۍ په یوه پروژه کې وویل شوه او دویم ځل یې بیا د موسیقۍ په جشنواره کې د رواني روغتیا د عامه پوهاوي د اونۍ په مناسبت د شمالي ایرلنډ په پارلمان کې وویله.
ظریفه چې د خپل کار له پایلې خوښه ده وايي: "دا چې دا مې لومړی ځل و چې سندره مې لیکلي او موسیقۍ سره هم ډېره نه وم بلده نو د خپل کار له پایلې راضي یم."
"افغانو نجونو ته مې پیغام دا دی چې باید تسلیم نه شي"
ظریفه وايي، د کورنۍ ملاتړ یې تل ورسره دی او د کورنۍ هڅونه وه چې دا کار یې ترسره کړ.
هغه چې تل یې له معصومیت ډکه مسکا پر خوله وي اوس په ډېرې ښکلې انګریزي-ایرلنډۍ لحجه خبرې کوي.
ظریفه چې اوس پوهنتون ته د تګ لپاره چمتووالی نیسي وايي، افغانستان یې د زدکړو د دوام لپاره پریښی او موخه یې دا ده چې په عالې درجه له پوهنتونه فارغه شي. دا هغه هیله ده چې ښايي په بریتانیا کې د ډېرو نجونو له درکه وتلي خبره وي چې ولې افغانې نجونې اجازه نه لري چې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.
ایوا وايي، مخکې له دې چې دارن سره کار وکړي د افغانستان په اړه په هېڅ نه پوهېده او هغې سره له خبرو وروسته یې د طالبانو او افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه په ډېر څه پوه شوه او د هغې په وینا دا ورته ډېر "خواشینوونکي" و.
ظریفه چې اوس له خپل دې کاره ډېره خوشاله ده وايي: "فارسي ژبه د نړۍ یو تر ټولو خوږه ژبه ده چې زما ډېره خوښه ده، زه غواړم یوه ورځ په فارسي ژبه هم سندره ولیکم."
ظریفې یوې ایرلنډې سندرغاړې ته د دې سندرې په لیکلو غوښتل افغانو ښځو او نجونو ته یو پیغام ورسوي چې "تسلیم نه شي"
ظریفه وايي: "افغانستان کې خپلو همزولو ته چې ښوونځیو ته نه شي تللی دا پیغام لرم چې هیڅکله تسلیم او نهیلي نه شي، دا ورځې به پای ته ورسېږي. مونږ افغانو نجونو له دې لا سختې ورځې لیدلي او تیرې شوي دي. یوازې باید هیله منې اوسو او ډېره هڅه وکړو. هیڅ څه زمونږ مخه نه شي نیولی."





















