د سعودي عربستان د سرحدي ساتونکو لخوا د سلګونه کډوالو د وژلو ګڼ راپورونه

سعودي کډوال
د خپرېدو وخت

د بشري حقونو څار سازمان په یوه نوي راپور کې د یمن پر پوله د سعودي عربستان سرحدي ساتونکي د کډوالو په ډله ییزه وژنه تورن شوي دي.

په راپور کې راغلي سلګونه کډوال چې ډېر یې د حبشې (ایتوپیا) دي، سعودي عربستان ته د رسېدو لپاره له جنګ ځپلي یمن هېواده د تېرېدو هڅې کړي، خو له سعودي سره پر پوله "په ډزو" وژل شوي.

د ژغورل شویو کډوالو له ډلې یو شمېر یې بي بي سي ته ویلي، دوی د سعودي پوله ساتو په ډزو کې خپل د بدن ځینې برخې له لاسه ورکړي او د ځینو کسانو جسدونه یې لیدلي چې په لارو کې پراته وو.

سعودي عربستان په تېر کې د سیستماتیکو وژنو په تړاو دا ډول تورونه رد کړي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې د "هغوی د باران په څېر پر موږ ګولۍ ورولې" تر سرلیک لاندې راپور خپور کړی او د شاهدو کډوالو ویډیوګانې پکې دي چې وايي، د سعودي پولیسو او پوځیانو د یمن په ناکراره شمالي پوله کې پر دوی ډزې کړي او ځینې وخت یې په چاودېدونکو موادو سره په نښه کړي دي.

هغه کډوال چې بي بي سي په جلا جلا توګه اړیکه ورسره نیولې، د شپې له خوا د وېروونکو لارو سفرونو په اړه غږېدلي، په دې بهیر کې د حبشیانو لویې ډلې چې ډېرې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، په نښه شوي دي. دوی هڅه کوله چې د تېلو بډایه هېواد سعودي عربستان ته د کار موندلو په تمه له پولې تېر شي.

سعودي کډوال

مصطفی صوفیه محمد ۲۱ کلن دی، وايي: "ډزې هېڅ ونه درېدې او دوام یې وکړ."

د مصطفی په وینا د تېر کال په جولای میاشت کې له هغه سره ۴۵ تنه وو، چې په پټه یې غوښتل له پولې تېر شي، خو پر ټولو ډزې وشوې.

هغه وويل: "وضعيت داسې و، چې ان زه پوه نه شوم په ګولۍ لېګدلی یم، خو کله چې مې د پورته کېدو او د تګ هڅه وکړه، پوه شوم چې زما د پښې يوه برخه نور نشته."

تر هغې پېښې څو ساعته وروسته په ثبت شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې کیڼه پښه یې نژدې په بشپړه توګه له منځه تللې.

وروسته د مصطفی پښه تر زنګون ښکته پرې شوه او اوس له مور او پلار سره په حبشه کې له خپلې مصنوعي پښې سره اوسېږي.

هغه چې د دوو ماشومانو پلار دی وايي: "سعودي عربستان ته ځکه لاړم چې غوښتل مې د خپلې کورنۍ د ژوند حالت ښه کړم."

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان د راپور له مخې هر کال تر ۲۰۰ زرو زیات کسان د افریقا له دغې سیمې د سمندر په دغې خطرناکه لار یمن ته ځي او غواړي سعودي عربستان ته ځان ورسوي.

د بشري حقونو سازمان وايي، ډېری کډوال د لارې په اوږدو کې له زندانونو او وهلو ټکولو سره مخ شوي دي.

له سره سمندرګي تېریدل خپله ډېر خطرناک سفر دی.

تېره اونۍ د جیبوتي په سواحلو کې د یوې کښتۍ له ډوبېدو وروسته تر ۲۴ ډېر کډوال ورک شول.

سعودي کډوال

د عکس سرچینه، social Media

یمن او سعودي عربستان ته په لویو لارو کې د کډوالو ډېر قبرونه لیدل کېږي.

دوه کاله وړاندې د یمن پلازمېنې صنعا په یوه بندیخانه کې د اورلګېدو له امله لسګونه کډوال ووژل شول.

صنعا او د یمن نورې شمالي سیمې د حوثي یاغیانو په ولکه کې دي.

خو د بشري حقونو د څار سازمان په وروستي راپور کې د کډوالۍ وضعیت په بل ډول او بڼه ښودل شوی دی.

د راپور اصلي لیکوالې نادیه هارډمن بي بي سي ته وویل: "هغه څه چې موږ مستند کړي په اصل کې ډله ییزه وژنه ده."

هغه وايي: "خلکو د داسې ځایونو په اړه خبرې کړي چې د قصابۍ په شان ښکاري، د غونډۍ په ټولو برخو کې جسدونه پراته دي."

د اغلې هارډمن په وینا: "زموږ په اند لږ تر لږه ۶۵۵ تنو په دې ډول پېښو کې ژوند له لاسه ورکړی دی، خو ښايي دا شمېر زرګونه وي."

د سعودي انکار

د سعودي عربستان حکومت ویلي، دا تورونه جدي ګڼي، خو د ملګرو ملتونو لخوا په سیستماتیک ډول او پراخه توګه وژنې په کلکه ردوي.

یمن
د عکس تشریح، یمن کې د کډوالو لار چې له قبرونو ډکه ده

دوی وايي "د ورکړل شویو محدودو معلوماتو پر بنسټ، د ادعاوو تایید یا ثابتولو لپاره یې هېڅ معلومات یا شواهد نه دي موندلي."

په داسې حال کې چې د بشري حقونو د څار سازمان راپور د روان کال د جون تر میاشتې پورې پېښې پوښي، خو بي بي سي داسې شواهد ترلاسه کړي چې وژنې لا هم روانې دي.

له شمالي ښار صعده څخه بي بي سي ته د رسېدلو ویډیوګانو له مخې، لیدل کېږي چې د جمعې په ورځ ناوخته د دغه ښار پر پوله ټپي شوي کډوال د دغه ښار روغتون ته ور وړل شوي دي.

دغه راز دغه روغتون ته څېرمه په يوه هديره کې د وژل شويو کسانو خښول هم لیدل کېږي.

بي بي سي د ملګرو ملتونو د خبريالانو، د کډوالو او د بشري حقونو د څار ادارې ګډ مرکز د ادعاوو په تړاو د سعودي حکومت غبرګون غوښتنه کړې، خو تر اوسه يې ځواب نه دی ترلاسه کړی.