سعودي عرب: د کډوالو توقیف مرکزونو کې د مړینې رپوټونه ورکړل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د بښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل وايي، د سعودي عرب کډوالو په هغه توقیف ځای کې لږ تر لږه درې کسان مړه شوي، چې زرګونه ایتوپیايي کډوال په کې ساتل کېږي.
فعالان وايي، دغه کډوال په ځنځیرونو کې تړلي، د توقیف خونې غولی د تشناب غوندې کارووي او داسې 'ظلم او جبر سره مخامخ دي، چې تصور یې نه شي کېدای '.
د فعالانو دغه ډلې له سعودي چارواکو غوښتي چې د دې مرکزونو د حالت سمولو لپاره اقدامات وکړي.
توقیف شوي کسان د سعودي عرب له ګاونډي هېواد یمن نه ایستل شوي وو.
د ایمنسټي فعالانو په خبره ایتوپیايي کډوالو په یمن کې مزدورۍ کولې، خو حوثي یاغیانو له هغه ځایه وشړل.
د کډوالۍ لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله اداره (ای ایم او) وايي، نژدې ۲۰۰۰ ایتوپیایان د یمن لور ته داسې حالت کې پاتې دي، چې نه خواړه لري او نه هم اوبه او یا کومه روغتیايي اسانتیا.
زرګونه ایتوپیایان په سعودي عرب کې مزدورۍ کوي او خپل هېواد ته پیسې لېږي.
سعودي عرب د غیر قانوني کډوالو شړلو لپاره ۲۰۱۷ کال کې عملیات پیل کړل او د ای او ایم رپوټ له مخې هغه مهال په سعودي کې نژدې ۵۰۰ زره غیر قانوني ایتوپیايي کډوالو ژوند کاوه.
د اي ایف پي رپوټ کې ویل شوي، سعودي چارواکو هره میاشت تر ۱۰ زرو پورې نیول شوي کډوال ایتوپیا ته استول، خو د سږ کال په لومړیو کې ایتوپیايي چارواکو د کورونا وبا له کبله د قانوني مهلت غوښتنه وکړه.
دا وروستیو میاشتو کې بیا ایتوپیا د قرنطین مرکزونو شمېر زیات کړ، چې له بهره له راتلونکو کسانو سره د وېروس لېږد مخنیوی وشي.
ایمنسټي فعالانو په جده، مکه، جیزان او الدیر زندانونو کې د ۱۲ توقیف شویو ایتوپیایانو سره لیدلي چې په وینا یې په الدیر توقیف مرکز کې حالت خورا ناوړه دی.
د دغه مرکز په هکله ویل کېږي، چې په یوه خونه کې تر ۳۵۰ پورې کسان ساتل کېږي.
د فعالانو په خبره دوو کډوالو ویلي، چې د یوه یمني، یوه سومالي او یوه ایتوپیايي کډوال مړي یې په خپلو سترګو لیدلي دي.
ایمنسټي وايي، دوی ته د ویډیويي، تصویري او سټیلایټ تصویرونو له لارې د دې تورونو ثبوتونه ورکړل شوي دي.
د بشري حقونو فعالانو له ایتوپیايي حکومته غوښتي چې د کډوالو بېرته ستنولو بهیر چټک کړي او دغه راز یې له سعودي چارواکو غوښتي چې د توقیف ځایونو حالت ښه کولو لپاره اقدامات وکړي.


















