د روسیې برید کې مشهوره اوکرایینۍ لیکواله وژل شوې

د خپرېدو وخت

د روسي پوځ د یوه توغندي په برید کې چې د اوکرایین ختیځ کراماتورسک ښار د پیزا خرڅولو پر یوه ځای لګېدلی، د اوکرایین یوه مشهوره لیکواله ویکتوریا املینا وژلې ده.

اغلې املینا د جنګي جنایتونو برخه کې څېړنې کولې. دا د سې شنبې ورځې برید کې دیارلسمه قرباني شوې ښځه ده.‌

۳۷ کلنه ویکتوریا املینا له یوې ډلې کولمبیايي خبریالانو سره ریا لانج رسټورانټ ته تللې وه.

نوموړې د روسي پوځ د توغندي برید کې له ټپي کېدو وروسته د دنیپرو ښار روغتون ته لېږدول شوې خو د ژورو ټپیونو له کبله یې سا ورکړه.

په دې برید کې شپږ کسان ټپیان شوي هم دي.

د بشر حقونو فعالان دا برید جنګي جنایت بولي.

اغلې املینا د اوکرایین په ختیځ کې د جنګي جنایتونو د مستندولو په درشل کې وه.

په‌ پام کې وه چې په "د جګړې او عدالت ورځې او د ښځې او جګړې مشاهده" نامه خپل نوی کتاب ژر په انګلیسي ژبه خپور کړي.

د املینا پر ټوېټر یو پوست خپور او په سر کې ټومبل شوی و چې اوکرایین کې یې د یوې بمبار شوې ودانۍ عکس پکې اېښی و.‌

هغې له عکس سره لیکلي "دې انځور کې زه یم".

"زه اوکرایینۍ لیکواله یم.‌ د لویو اوکراییني شاعرانو انځورونه مې بکس کې را سره دي. داسې ښکاري چې زه د کتابونو، هنر او زما د کوچني زوی انځورونه باید واخلم. خو د روسیې جنګي جرمونه مستندوم او د بمبارۍ غږ اورم نه د شعري قصیدو. ولې؟"