تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين جګړه: د روسيې تازه بريدونو مرګژوبله اړولې ده
د خپرېدو وخت
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي وايي، د کریماتورسک ښار په برید کې د لاس لرلو په تور به یو روسی اجنټ د خیانت په تور محاکمه شي.
پرون، د اوکرایین امنیتي ادارو د هغه ځایي سړي عکسونه خپاره کړل چې دوی نیولی. دوی یې د روسیې اجنټ بولي.
د سې شنبې شپې په هغه برید کې دولس کسان وژل شوي دي. او د لټون او ژغورنې هڅې پای ته رسېدلي دي. ولسمشر زیلینسکي وویل دغه کس چې د برید شک پرې کېږي باید د خیانت له تورونو او لویې جریمې سره مخامخ شي.
د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال ګورډن کورېرا نور جزیات لري: