کاپ ۲۸ سرمشریزې د عضوي سون توکو د کارولو مخنیوي تړون لاسلیک کړ

د خپرېدو وخت

د اقلیمي بدلون په تړاو د ملګرو ملتونو سرمشریزه، چې د کاپ ۲۸ په نوم یادېږي د لومړي‌ ځل لپاره یې هوکړه وکړه چې له هېوادونو به غواړي د عضوي سون توکو (فوسیلي توکو) کارول بند کړي.

عضوي سون توکو کې هغه تېل او ډبرو سکاره شامل دي‌، چې د ځکمې د تودوخې کچه لوړوي او د اقلیمي بدلون لامل کېږي.

سره له دې چې بډایه هېوادونو د دغو توکو د کارونې پر بندیز هڅې روانې کړې وې، خو د یو شمېر نورو هېوادونو مخالفت دا هڅې ناکامولې.

خو بلاخره نن پر "یوه تاریخي تړون" هوکړه وشوه.

دا سرمشریزه په دوبۍ کې جوړه شوې وه چې، شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو پکې ګډون کړی و.

سلطان جابر چې دوبۍ کې یې د دغې سرمشریزې مشرې کوله دا هوکړه "تاریخي" بللې او ویلي یې دي، چې نړۍ "نوې تګلاره" غوره کړې ده.

نوموړي ویلي: " که څه هم دا هوکړه وشوه خو لا هم ځينی ابهامات شته، چې په تېره بیا بې وزلو او زیانمنو سره د مرستو په اړه چې لا یې غوښتنې نه دي پوره شوي."

سره له دې چې ساینس پوهانو د ځمکې د تودوخې د لوړېدو په اړه اندېښنه ښودلي او پر مخنیوي یې ټینګار کړی، خو ویل کېږي چې دا تړون لا د هغه ګواښ پر وړاندې کافي نه دي.

ساینسپوهان خبرداری ور کړی و، چې لا ګرمه نړۍ به خورا ډېر کاربون اتموسفیر ته استوي او له امله به یې ډېر خطرناک اقلیمي بدلون رامنځ ته شي.

دوی ویلي و، د ځمکې یو سانتي ګراد یا ۱،۸ فارنهایټ درجې ګرمېدل به تر ۲۰۵۰ کال پورې اتموسفیر ته ۵۵ میلیارد ټنه کاربون واستوي.

دا به د سیارې اقلیمي جوړښت داسې ټکي ته ورسوي چې بېرته ستنېدل به یې ناشوني وي.

په پخوانیو ارزونو کې د کاربون د شمېر په هکله څه نه و ویل شوي، خو اوس د ساینسپوهانو نړیوالې ډلې ویلي، په ځمکه کې د کاربون زېرمې هم ککړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د دې هوکړې په ځواب کې ویلي: "هغو کسانو ته چې د اقلیمي بدلون په سرمشریزه کې د فوسیلي سون توکو پر کارولو بندیز سره مخالف دي مونږ باید ووایو چې دوی وغواړي که و نه غواړي د فوسیلي توکو پر کارونې بندیز حتمي دی هیله لرو چې دې برخه کې ناوخته شوی نه وي."

له دې هوکړې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بنسټونو د اقليمي بدلون له امله ناورین ته د سملاسي لاس په کار کېدو غږ کړی و.

ملګري ملتونه ویلي و، افغانستان دا اوس د درېیم کال لپاره په تېرو دېرش کلونو کې له بې مخینې سختې وچکالۍ تېرېږي.

د دغه بنسټ د بشري چارو د همغږۍ ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۲۵ يې د وچکالۍ له سختو ناوريني حالاتو سره مخ دي چې له پنځوس سلنې ډېر نفوس اغېزمنوي. چې دغه ناورین د اقتصادي تنګسې او څلورو لسیزو جګړو ورانیو له امله د افغانستان نیمايي نفوس سختې بې وزلۍ ته مخ کړی چې په دې کې شپږ مېلیونه يې له لوږې سره مخ دي.

د یاد بنسټ د بشري چارو د همغږۍ ادارې ویلي و چې، اقليمي بدلون افغانستان تر ټولو سخت ځپلی په داسې حال کې چې د اقليمي بدلون په لاملونو کې تر ټولو لږ ونډه لري او یوازې د ۰.۰۸ سلنه نړیوالو شين کوریزو یا ګلتوني ګازونو مسؤول دی.