پاکستاني 'دې لېجنډ اف مولا جټ' فلم ته هند کې د خپرېدو اجازه ورنه کړل شوه

د عکس سرچینه، Bilal Lashari
هندي چارواکو یوه پاکستاني فلم "دې لېجنډ اف مولا جټ" ته د دغه هېواد پنجاب ایالت کې د سینما پر پرده د خپرېدو اجازه نه ده ورکړې.
همدا فلم په ۱۹۷۹ کال کې هم جوړ شو و، خو دا ځل په نوې بڼه جوړ شوی.
نوی "دې لېجنډ اف مولا جټ" د پاکستان د فلمي صنعت په تاریخ کې تر ټولو لوړ عواید لرونکی فلم دی.
جوړونکي یې هیله لرله چې فلم به یې په هند کې هم ښه وچلېږي خو دا هیله یې پوره نه شوه. دې فلم کې د یوه خیالي اتل کیسه شوې.
په پام کې وه چې په پنجابي ژبه جوړ شوی 'دې لېجنډ اف مولا جټ' فلم چهار شنبه د هندوستان په پنجاب ایالت کې خپور شي، خو داسې ونه شول.
که دا فلم د هندوستان په پنجاب ایالت کې خپور شوی وای، نو له څه باندې یوې لسیزې راهیسې به دا لومړی ځل و چې یو پاکستانی فلم په هندي سینماګانو کې نندارې ته وړاندې کېږي.
په هندوستان کې د فلمونو خپروندیه ادارې "زي سټودیو" بيبيسي ته ویلي هند کې د دې فلم پر خپرېدو د تل لپاره بندیز لګول شوی.
خو دا څرګنده شوې نه ده چې د هند د اطلاعات او کلتور وزارت ولې دا پرېکړه کړې.
په دغه فلم کې مخکښ رولونه فواد خان او ماهره خان لوبولي چې دواړه په هند کې مشهور دي او ګڼ مینوال لري. په دې فلم کې د یوه فلکوریک اتل کیسه شوې چې د یوه سیالې قبیلې له مشر سره په ټکر کې راځي.

د عکس سرچینه، Twitter
لومړی په پام کې وه چې دا فلم په ۲۰۲۲ کال کې له پاکستان سره همهاله په هند کې هم خپور شي خو هغه مهال یې خپرېدل تر تېرې میاشتې پورې ځنډول شوي وو.
د فلم جوړوونکي 'بلال لشهاري' د انسټاګرام په یوه پیغام کې ویلي وو چې فلم به یې په هندي سینماګانو کې هم ښه وچلېږي ځکه د نوموړي په وینا له تېرو دوو کالو راهیسې د پاکستان په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې کېږي.
هغه ویلي وو ژر به د هندوستان په پنجاب ایالت کې هم د فلم مینوال د دې فلم له نندارې خوند واخلي.
تر دې وړاندې د هندوستان مهراشترا ایالت کې یوې سیاسي ډلې ویلي وو چې دغه پاکستاني فلم ته به په دې ایالت کې په هېڅ صورت د خپریدو اجازه ورنکړي.
کله چې په هند کې د فلم د خپریدو پر سر جنجالونه ډېر شوی، هند کې د فلم خپرندویه ادارې "زي سټوډیوز" وویل دا فلم به یوازې د هند په پنجاب ایالت کې نندارې ته وړاندې شي.
د پاکستان او هند ترمنځ که څه هم اړیکي خراب دي، خو دواړه هېوادونه د یو بل د کلتوري فعالیتونو او هنر درناوی کوي.
تر دې مخکې ډېر پاکستاني فلمونه او سریالونه په هند او دغه راز هندي فلمونه او سریالونه په پاکستان کې خپاره شوي دي. د هندوستان پنجابي فلمونه په پاکستان کې هم ګڼ مینوال لري او دغه راز هند کې هم د پاکستاني فلمونو مینوال کم نه دي.

د عکس سرچینه، ZEE ZINDAGI
د دې ترڅنګ د دواړو هېوادونو فلمي لوبغاړو، ممثلینو او هنرمندانو پر ګڼو ګډو فلمي او موسیقۍ پروژو هم کار کړی دی.
خو د هندي فلمي صنعت چارواکو په ۲۰۱۶ کال کې پرېکړه وکړه چې په خپلو فلمونو کې پاکستاني ممثلین ونه لوبوي او دغه راز پاکستان هم په ۲۰۱۹ کال کې پر هندي فلمونو بندیز ولګاوه.
خو له دې سره سره یو شمېر هندي پنجابي فلمونه په پاکستاني سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
تېر کال د هند له سترې محکمې نه غوښتنه وشوه چې په هندي فلمونو کې د پاکستاني ممثلینو پر کار بشپړ بندیز ولګوي.
خو سترې محکمې دا غوښتنه رد کړه او ویې ویل موږ باید لنډپاري ونه اوسو.





















