د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ غزه کې د سملاسي‌اوربند غوښتنه وکړه

Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د پنجشنبې په ورځ په ډېری رایو سره له غزې سره د جګړې د سملاسي، غیر مشروط او دايمي اوربند غوښتنه وکړه او دا پرېکړه یې وروسته له هغې وکړه چې تېره اونۍ امریکا د امنیت شورا کې د ورته هڅې مخه ونیوله او "ویټو" یې کړه.

په دې پرېکړه‌لیک کې، چې د اسپانیا له لوري وړاندې شوی او د ۱۹۳ غړو لرونکې عمومي اسامبلې له خوا تصویب شوی، دا هم غوښتنه شوې چې: د حماس له لوري نیول شوي برمته کسان خوشې شي؛ هغه فلسطینیان چې د اسرائیلو له لوري نیول شوي، بېرته راخوشې شي؛ اسرائیلي ځواکونه باید له غزې په بشپړه توګه ووځي.

او دا پرېکړه د ۱۴۹ هېوادونو په اکثریت سره تصویب شوه، په داسې حال کې چې ۱۹ هېوادونو رایه ور نه کړه او امریکا، اسرائیل او لسو نورو هېوادونو پرې مخالفه رایه ورکړه.

پریکړه په کلکه توګه غندي:

"د ملکیانو لوږې ته مجبورول د جګړې د وسیلې په توګه، د بشري مرستو ناقانونه بندیزونه او له ملکیانو د بقا لپاره اړینو توکو محروموي"

د اسرائیل استازي داني دانون دا بحث چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې مخې ته وشو، "د وینې تور" وباله او هېوادونه یې وهڅول چې په دې "ننداره" کې برخه نه اخلي ـ داسې ننداره چې، په وینا یې، د برمته شویو کسانو د ازادۍ لپاره روانې خبرې اغېزمنوي او د حماس کړنې نه غندي.

په ملګرو ملتونو کې د لیبیا سفیر طاهر السني د رایې اچونې ترمخه عمومي اسامبلې ته وویل:

"هغوی چې نن د نه رایې لپاره سره تڼۍ کېکاږي د دوی پر ګوتو به د وینې داغ او د شر نښه پاتې شي."

که څه هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پرېکړې الزامي نه دي، خو د نړیوالو نظرونو او دریځونو ښکارندویي کوي، چې هغوی د جګړې په اړه څه ډول فکر لري.

مخکې له دې هم، دغه اسامبلۍ د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې پای ته رسولو غوښتنه کړې وه، خو له پامه غورځول شوې وه.

برعکس د امنیت شورا چې غړي پکې د ویټو حق لري، په عمومي اسامبلۍ کې هېڅ هېواد دا حق نه لري.

دا د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې یوازینی پرېکړه نه ده، بلکې تر دې مخکې یې هم ورته غوښتنې کړې وې:

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې، عمومي اسامبلې د غزې لپاره د یوه فوري بشري اوربند غوښتنه وکړه، چې له ۱۲۰ هېوادونو ملاتړ یې ترلاسه کړ.

د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په میاشت کې، ۱۵۳ هېوادونو د اوربند د یو فوري انساني پرېکړه لیک ملاتړ وکړ.

د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په میاشت کې، ۱۵۸ هېوادونو د یو فوري، غیر مشروط او دایمي اوربند غوښتنه وکړه.

دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرائیل برید وکړ، چې له امله یې شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائیلیان ووژل شول او نژدې ۲۵۱ کسان یرغمل ونیول شول.

تر اوسه لا هم ۵۳ یرغمل کسان په غزه کې پاتې دي، چې باور کېږي لږ ترلږه نیمایي یې ژوندي نه دي.

د غزې د روغتیا وزارت (چې حماس یې اداره کوي) وايي، له هماغه وخته تر اوسه پورې له ۵۵ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي، چې د ملګرو ملتونو په وینا، تر یوې برخې زیات یې ماشومان دي.