نتنياهو د حماس مخالفو فلسطیني قبیلو ته د وسلو ورکولو اعتراف کړی، مخالفان یې د "نوي وختيبم په جوړولو" تورنوي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنياهو ټینګار کړی چې اسرائیل په غزه کې هغو قبیلو یا ټبرونو ته وسلې ورکړي چې د حماس مخالفې دي.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې یو شمېر اسرائیلي رسنیو د دفاعي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې نتنياهو د جنوبي غزې یوې ډلې ته د وسلو ورکولو اجازه ورکړې ده.
په همدې حال کې ګڼ شمېر اسرائیلي سیاستوالو پر نتنياهو تور لګولی چې د اسرائیلو امنیت ته یې خطر پېښ کړی.
نتنياهو په یوه لنډ ویډیويي پیغام کې چې پر ټویټر خپور شوی، وویل: "په دې کې څه بد دي؟"، او زیاته یې کړه چې دا کار "یوازې د اسرائیلي سرتېرو ژوند ژغوري."
په ویډیو کې نتنياهو هغو راپورونو ته اشاره وکړه چې ویل یې اسرائیل - د ده په مستقیمه اجازه - په غزه کې یوه ډله چې مشري یې یاسر ابو شباب کوي، په وسلو سمبالوي.
دغه ډله -چې ځینې یې یوه ملېشه یا جنایي بانډ ګڼي – ځان د حماس مخالفه وسلهواله ډله معرفي کوي.
اسرائیل وایي موخه یې دا ده چې هغو موټرونو ته امنیت برابر کړي چې بشري مرستې غزې ته رسوي، خو منتقدین بیا وايي دا ډله برعکس عمل کوي او پر مرستندویه موټرو د چور او تالان تورونه پرې لګوي.
ښایي بنیامین نتنياهو دا تورونه له پامه وغورځوي، خو دا شونې ده چې موضوع یوې نوې او جدي سیاسي رسوايۍ ته لاره هواره کړي.
تر دې مخکې، اسرائیلي دفاعي سرچینو د اپوزیسیون سیاستوال اویګدور لیبرمان هغه تورونه تایید کړي وو، چې ویلي یې وو صدراعظم نتنياهو "مجرمینو" ته وسلې ورکړي دي.
اویګدور لیبرمان، چې د "اسرائیل بیتنا" ګوند مشري کوي، د اسرائیلي چینل "کان" له قوله نتنياهو تورن کړی چې د ابو شباب له قبیلې سره یې د وسلو ورکولو پرېکړه له یوه اړخه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
لیبرمان ویلي: "د اسرائیلو حکومت یو شمېر مجرمینو او قاتلینو ته وسلې ورکوي، چې له داعش (اسلامي دولت) ډلې سره تړاو لري." نوموړي زیاتوي: "تر کومه چې زه پوهېږم، دا پرېکړه د وزیرانو شورا له خوا نه ده تایید شوې."
وروسته امنیتي سرچینو هم تایید کړه چې اسرائیل د ابو شباب قبیلې ته، چې په رفح سیمه کې فعاله ده او دا سیمه د اسرائیلي پوځ تر کنټرول لاندې ده، کلاشینکوفونه ورکړي دي، چې پکې ځینې هغه وسلې هم شاملې دي چې له حماس نیول شوې وې.
خو یاسر ابو شباب دا ادعا په یوه انلاین ویډیو کې په کلکه رد کړې او ویلي یې دي: "زموږ وسلې ساده او زړې دي، موږ یې د خپل ولس له ملاتړه ترلاسه کړې دي."
بلخوا د حماس سرچینو ویلي چې دا ډله (ابو شباب) اوس د دوی لپاره یوه ستونزه ګرځېدلې ده. یوه عربي خبري راپور کې ویل شوي چې د حماس پوځي څانګې د دې قبیلې پر غړو د هدفي وژنو لړۍ پیل کړې ده.
د نتنياهو دفتر ویلي: "اسرائیل هڅه کوي چې حماس له بېلابېلو لارو مات کړي، دا کار د امنیتي ادارو د ټولو مشرانو د سپارښتنو پر بنسټ ترسره کېږي."
په ورته وخت کې، یاییر ګولان، چې د کنیسټ د ډیموکرات بلاک مشر دی، پر نتنياهو سخت انتقاد کړی دی.
هغه پر ټولنیز شبکه "ایکس" لیکلي: "نتنياهو د اسرائیلو ملي امنیت له ګواښ سره مخ کوي؛ پر ځای د دې چې یوه موافقه ته ورسېږي، برمتهشوي کسان راستانه او خلکو ته امنیت برابر کړي، په غزه کې یې د وخت پربنسټ نوی بم جوړولو ته لاره هواره کړې ده."





















