امریکا کې یو افغان سړی د ټرمپ وژلو لپاره د ایرانۍ دسیسې په تړاو تورن شوی؛ ایران پکې ښکېلتیا رد کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مادلین هالپرت
- دنده, بي بي سي - نیویارک
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د ایران بهرنیو چارو وزارت دا رد کړې چې هېواد دې یې د ډونلډ ټرمپ وژلو لپاره هڅو کې ښکېل وي.
د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، دوی "د اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو" وژلو لپاره هڅو کې د ایران د ښکېلتیا په تړاو ادعا په بشپړ ډول "بېبنسټه او مردوده" ګڼي.
ښاغلي بقايي په اوسنیو شرایطو کې دې موضوع کې د ایران د ښکېلتیا د ادعا تکرار "د صهیونیستي او ایران ضد" لوریو توطیه بللې چې د نوموړي په وینا غواړي "د امریکا او ایران ترمنځ مسایل لا ډېر پېچلي کړي".
دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا حکومت یو افغان سړی رسمآ پر دې تورن کړی، چې د ادعا له مخې د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ له ټاکل کېدو مخکې یې د هغه وژلو لپاره ایرانۍ دسیسه چمتو کړې وه.
د امریکا عدلیې ادارې د جمعې پر ورځ د ۵۱ کلن افغان فرهاد شاکري پر ضد د رسمي تورونو قضیه پرانیستله، چې پکې ادعا شوې ده ته هدف ورکړل شوی و، چې د ټرمپ وژنې لپاره باید یو پلان ترتیب کړي.
د امریکا حکومت وايي، ښاغلی شاکري نه دی نیول شوی او باور دا دی، چې نوموړی په ایران کې دی.
په منهاټن محکمه کې داخله شوې یوه جنايي قضیه کې څارنوالانو ویلي، د ایران سپاه پاسداران ځواک په سپتمبر میاشت کې ښاغلي شاکري ته لارښوونه کړې وه، چې د ټرمپ څارنې او وژنې لپاره پلان چمتو کړي.
د امریکا لوی څارنوال میریک ګارالانډ په یوه اعلامیه کې په دې هکله وايي: ''د عدلیې لخوا د ایراني رژیم یو اثاثه تورن کړی، چې د رژیم له لوري هدف ورکړل شوی و، چې د مجرمانو یوه داسې شبکه ترتیب کړی، چې د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ګډون د ایران هدفي وژنو لپاره کار وکړي.''
د عدلیې ادارې دوه نور کسان هم تورن کړي، چې د ادعا له مخې د هغې خبریالې وژلو لپاره ګومارل شوي وو، چې پر ایران سختې نیوکې کوي. له دې نه یو سړی د بروکلین ۴۹ کلن اوسېدونکی کارلیسلي ریورا دی، چې د (پوپ) په نامه شهرت لري او بل هم جوناتهن لواډهالټ نومېږي، چې ۳۶ کلن او د سټاټین ټاپو اوسېدونکی دی.
دغه دواړه کسان پر پنجشنبه د نیویارک په سویل کې یوې محکمې ته وړاندې شول او د محاکمې په ترڅ کې توقیف ته استول شوي دي.
د روان کال په اوږدو کې پر ډونلډ ټرمپ دوه ځله د وژنې ناکام بریدونه وشول. لومړی ځل په تېره جولای کې یوه ټوپکوال پر مخکیني ولسمشر ډزې وکړې او د هغه غوږ یوه برخه یې ټپي کړه. دویم ځل بیا په سپتمبر میاشت کې په پنسلوانیا کې یو سړی هغه مهال ونیول شو، چې پر ګالف لوبه بوخت ټرمپ ته یې د ټوپک خوله نیولې وه.
په قضیه کې ویل شوي، ښاغلي شاکري ته ویل شوي و، چې په اووه ورځو کې د ټرمپ وژنې یو پلان جوړ کړي. څارنوالان وايي، ښاغلي شاکري مسوولینو ته ویلي، نیت یې نه و، چې په اووه ورځو کې د ټرمپ وژنې پروګرام وړاندیز کړي، ځکه نو ایراني چارواکو دغه پلان ودراوه.
څارنوالانو ویلي، ښاغلي شاکري څرګنده کړې، ایراني حکومت ده ته ویلي و، چې د ټرمپ وژلو اسانه لاره به دا وي، چې له ولسمشریزو ټاکنو وروسته پرې برید وشي، ځکه دوی فکر کاوه، چې ښاغلی ټرمپ به ټاکنې وبایلي.
څارنوالان د ښاغلي شاکري په هکله وايي، چې افغان دی او امریکا ته په ماشومتوب کې تللی و. دی د غلا په یوه پېښه کې له محاکمې وروسته ۱۴ کاله زنداني شو او بیا له امریکا شړل شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
د څارنوالانو په خبره دې ۵۱ کلن سړي له زندانه د ښاغلي ریورا او ښاغلي لواډهالټ په ګډون د ''مجرمانو یوه شبکه چلوله، چې د ایراني حکومت هدفونه وڅاري.''
څارنوالان ادعا کوي، ښاغلي شاکري له یادو دوو کسانو سره ژمنه کړې وه، چې د هغې خبریالې وژنې بدل کې به ۱۰۰ زره ډالر ورکړي، چې د ایراني رژیم بشري حقونو ضد کړنو او فساد په هکله رپوټونه چمتو کوي. بروکلین مېشتې خبریالې مسیح علي نژاد د جمعې پر ورځ پر خواله رسنیو یوه پیغام کې ویلي، ایف بي ای هغه دوه کسان نیولي چې د دې وژلو هڅه یې کوله.
دا وايي، دغه دواړه کسان یې په بروکلین کې د کور مخې ته ورغلي وو.
په قضیه کې ادعا شوې چې د ټرمپ او خبریالې وژنو هدف تر څنګ ایراني حکومت د دوو امریکايي یهود سوداګرو وژنه هم غوښتل، چې په نیویارک کې مېشت دي او پر خواله رسنیو د اسرائیل پلویتوب کوي. ښاغلي شاکري څارنوالانو ته ویلي، چې له دې مخکې د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې، چې پر اسرائیل د حماس برید یو کال پوره شو، هغو ایرانیانو چې له ده سره په اړیکه کې وو غوښتل چې په شري لنکا کې پر اسرائیلي سیلانیانو ډزې وکړي.
پر ښاغلي شاکري، ښاغلي ریورا او ښاغلي لواډهالټ رسماً د وژنې لپاره د ګومارنې تور پورې شوی، چې تر ټولو ډېره سزا یې لس کاله زندان کېدای شي. پر دوی د تورو پیسو سپینولو دسیسې تور هم پورې شوی، چې د زندان سزا یې تر ۲۰ کلونو پورې کېدای شي.





















