ډبلیو اېف پي: ۲۰۲۲ کې مو د افغانستان له نیمايي ډېر نفوس سره د خوړو مرسته وکړه

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په داسې حال کې چې تېر ۲۰۲۲ کال کې یې د افغانستان تر نیمايي د ډېرو وګړو د خوړو په برخه کې مرسته کړې ده.

دغې ادارې په یوه تازه رپوټ کې ویلي، افغانستان کې یې د تېر ۲۰۲۲ کال له جنورۍ تر ډیسمبر میاشتې پورې د څه باندې ۲۴٫۵ میلیون وګړو، چې د ټول نفوس څه باندې نیمايي برخه جوړوي، د بېړنیو خوړو او تغذیې ملاتړ له لارې لاسنیوی کړی دی.‌

د ملګرو ملتونو دغې ادارې پخپل رپوټ‌ کې ویلي، په تېر یوه کال کې پر میلیونونو اړمنو افغانانو یو اعشاریه ۱۴ میلیون میټرکه ټنه خواړه وېشل شوي او تر ۳۰۰ میلیون ډالرو ډېرې نغدي مرستې ورسره شوې دي.

'ډبلیو‌ اېف پي' وايي، دا مرستې د اسیا پراختیايي بانک (ADB)،‌ نړیوال بانک او ځینو مرستندویه هېوادونو له لوري چمتو شوې دي.

رپوټ کاږي، په افغانستان کې بشري او اقتصادي کړکېچ تر ټولو ښځې ډېرې اغېزمنې کړې دي او په تېرو څو میاشتو کې پر ښځو او نجونو د طالبانو حکومت محدودیتونو د ښځو او نجونو کړاو لا پسې ډېر کړی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د واک له تر لاسه کولو راهیسې له شپږمو ټولګیو پورته ښوونځيو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی و او شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې يې په هر ډول تحصیلي بنسټونو کې هم د ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه.

افغانستان

د عکس سرچینه، WFP

د طالبانو حکومت شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې په نادولتي مؤسساتو کې د ښځو پر کار هم بندیز لګولی. په افغانستان کې د ټولو هغو نادولتي او نړیوالو مؤسساتو له ۳۵ تر ۴۰ سلنې برخه کارکوونکې ښځې دي چې شاوخوا ۲۱ مېلیونه مرستو اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو بوختې دي.

خو د طالبانو حکومت چارواکو ویلي، د دوی په حکومت کې د ښځو ونډه ښکاره ده.

تازه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي بي بي سي ته ویلي، دوی مني چې په ځینو برخو کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه راغلي، خو وايي دوی په بېلابېلو ادارو کې زرګونه ښځینه کارمنانې هم لري.

"یوازې پوهنې وزارت کې ۹۲ زره ښځې کارمنانې او استادانې دي، ‌۱۴ زره نورې عامې روغتیا وزارت کې پر روغتیايي ‌کارونو بوختې دي".

تر دې وړاندې، ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ښځو ځورول د بشریت ضد جنایت ګڼل کېدی شي.

ریچرډ بېنېټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په دغه هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپل راپور وړاندې کولو پر مهال ویلي، "طالبانو قصداً په پلان شوو سیاستونو سره پر ښځو محدودیتونه لګولي دي. "

ریچارډ بېنېټ دوشنبې (۶ مارچ) په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل دویم راپور چې د ۲۰۲۲ کال د جولای او ډسمبر میاشتو تر منځ وخت رانغاړي، په جينېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۲مې غونډې ته وړاندې کړ.

طالبانو لا د ریچارد بېنېټ دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې يې د بښنې د نړیوال سازمان د ورته یوه راپور په غبرګون کې ویلي وو چې دوی ته د ملګرو ملتونو موندنې ځکه اساس نه لري چې د دوی حکومت يې په رسمیت نه دی منلی. نوموړي ويلي وو، "افغانان زموږ خلک دي او نظام هم د افغانانو لپاره دی."