د افغانستان روباټ جوړوونکو نجونو په نړیوالو سیالیو کې د ۱۹۰ هېوادونو تر منځ دویم مقام ګټلی

روباټ جوړوونکې

د عکس سرچینه، Roya Mahboob

    • Author, خلیل نوري او نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان روباټ جوړوونکو نجونو ډله وايي چې د 'فرسټ ګلوبل' په نوم نړیوالو سیالیو کې یې د دویم مقام په ترلاسه کولو سره د سپينو زرو مډال او د 'مېړانې یا زړورتیا' جایزه ګټلې ده.

د دې ډلې مشرې رویا محبوب بي بي سي ته وویل چې دا پنځه ورځنۍ سیالۍ د ۱۹۰ هېوادونو تر منځ په سينګاپور هېواد کې تېره اوونۍ وشوې.

اغلې محبوب وايي، "دا سیالۍ له اووم تر لسم اکتوبر ترسره شوې چې ۱۹۰ هېوادونو خپلې روباټیک ډلې پکې سیالۍ ته رالېږلې وې. د سږ کال موضوع د نوېدونکې انرژۍ په اړه وه. هرې ډلې به داسې روباټ جوړاوه چې انرژي ولېږدولی شي. په همدې کې ګډنوالو ډلو سیالي سره کوله."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

رویا محبوب د 'فرسټ ګلوبل' سیالیو په اړه وايي چې په نړیواله کچه د اولمپيک په سبک د روباټ جوړوونکو ډلو تر منځ هر کال ترسره کېږي چې سږ په سينګاپور کې وشوې.

تر ټولو کشرۍ ډله او لومړنۍ سیالي

روبا

د عکس سرچینه، Roya Mahboob

اغلې محبوب وايي، سږنیو سیالیو ته د روباټيک ډله په کاناډا او امریکا کې له مېشتو افغان کډوالو نجونو جوړه وه چې د روباټ جوړوونکو پېغلو تر ټولو کشرۍ یا کم عمره ډله وه.

دا زیاتوي، "سږ کال زموږ ډله د عمر له پلوه ډېره کشرۍ وه. دورنا صالحي د ټیم مشري کوله چې ۱۴ کلنه ده. ورسره غزال صالحي ۱۱ کلنه ده. ندا بارکزۍ ۱۳ کلنه او صدیقه عسکري ۱۶ کلنه."

د روباټ جوړوونکو دې "کشرۍ ډلې" دا لومړنۍ سیالي هم وه چې ښې لاس ته راوړنې لري.

رویا محبوب وايي، "دا د دوی لومړنۍ سیالي وه. له اتو یې پنځه سیالۍ وګټلې چې راجا چیرکاوی المورسلي جایزه یې د زړورتیا جایزې په توګه ترلاسه کړه او د دویم مقام خپلولو سره یې د سپينو زرو مډال هم وګاټه."

روبا

د عکس سرچینه، Roya Mahboob

د عکس تشریح، د روباټ جوړوونکو دې ډلې د افغانستان وروستیو زلزلو کې د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې

د یادولو ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو او د جمهوري‌ نظام تر سقوط وروسته د روباټ جوړوونکو ډلې ځينې غړې امریکا او ګڼې نورې یې قطر ته لاړې او اوس هلته پر زدکړو بوختې دي.

څه موده مخکې د دې ډلې مشرې رویا محبوب بي بي سي ته ویلي وو چې په قطر کې مجهز لابراتوارونه په واک کې ورکړل شوي او تازه د "آینورا" په نوم پر یوه داسې روباټ جوړولو لګیا دي چې تدریس به وکړای شي.

اوس وايي هیله منه ده چې دا روباټ به په راروانو درو میاشتو کې چمتو شي.

اغلې محبوب همدا راز وايي چې پر لیکه یا انلاین بڼه د یوه ښوونځي تکل لري چې له اووم تر دوولسم ټولګي به د ساینس او ټېکنالوژۍ په ګډون په نورو برخو کې هم زدکوونکي روزي.