یو ایرانی سړی چې ۱۸ کاله د پاریس هوايي ډګر کې اوسېدلی و مړ شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
یو ایرانی سړی چې اتلس کاله د فرانسې د پلازمېنې پاریس یوه هوایي ډګر کې اوسېدلی و، مړ شوی دی.
مهران کریمي ناصري په ۱۹۸۸ کال د یوې دېپلوماتیکې ستونزې له کبله اړ شوی و چې د پاریس د چارلس دوګول' هوايي ډګرراسي سیمې یوه وړه برخه کې واړوي.
د هغه له کیسې په الهام په ۲۰۰۴ کال 'د ترمینل' په نوم یو فلم هم جوړ شوی چې ټام هنکس پکې مرکزي نقش لوبولی دی.
ښاغلي ناصري ته که څه هم بالاخره پاریس کې د اوسېدو حق ورکړ شوی و، خو د هوایي ډګر یوه چارواکي 'اې اېف پي' خبري اژانس ته ویلي چې دغه ایرانی سړی څو اوونۍ وړاندې بیا دغه هوايي ډګر ته ورګرځېدلی او اوس هلته په طبیعي مرګ مړ شوی دی.
مهران کریمي په ۱۹۴۵م کال د ایران خوزستان ولایت کې زېږېدلی و.
د هغه په اړه ویل کېږي چې لومړی د خپلې مور په لټون اروپا ته تللی او څو کاله بلجیم کې اوسېدلی دی.
نوموړی وروسته بریتانیا، هالنډ او جرمني ته هم تللی خو دغو هېوادونو ځکه له خپلې خاورې ایستلی چې د کډوالی سم اسناد یې نه درلودل.
هغه بالاخره پاریس ته ولاړ او د هوايي ډګر په "اېف۲" ترمینل کې یې واړول.
ښاغلي ناصري به دغه هوايي ډګر کې ډېر وخت د خپل ژوند د یاداښتونو پر لیکلو او د ورځپاڼو او کتابونو پر لوستلو تېراوه.
د هغه دې کیسې د نړیوالو رسنیو پام ور واړاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
بالاخره یې سټیفن سپیلبرګ هم پر کیسه خبرېږي او د ترمینل په نوم فلم پرې جوړوي چې هنکس او کاترین زیتا جونز پکې نقش لوبولی دی.
د دغه فلم تر خپرېدو وروسته به ژورنالیستان ډېر نوموړي سره خبرو او مرکو لپاره ورتلل.
هغه به ځان 'سر الفرېد' باله.
د 'لې پاریزین' ورځپاڼې د رپوټ له مخې خبره تر دې ځایه ورسېده چې ښاغلي ناصري به د ورځې ان تر شپږو مرکې کولې.
هغه ته که څه هم په ۱۹۹۹ کال د فرانسې دولت لخوا د کډوالۍ رسمي اسناد ورکړ شول خو بیا هم په ۲۰۰۶ کال کې تر هغه مهاله دې هوايي ډګر کې پاتې شو چې د یوې ورپېښې ناروغۍ درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شو.
فرانسوۍ لېبراسیون ورځپاڼې یوه رپوټ کې ویلي چې ښاغلی ناصري وروسته یوه لیلیه کې اوسېده او پر هغو پیسو یې ګوزاره روانه وه چې د فلم له درکه ورکړ شوې وې.
اوس د چارلس دوګول هوايي ډګر یو چارواکي وايي چې هغه څو اوونۍ وړاندې بېرته دغه هوايي ډګر ته ورګرځېدلی و او تر مړینې هملته پاته شو.
دغه چارواکي زیاته کړې چې له مهران کریمي ناصري سره تر مړینې وروسته څو زره یورو هم موندل شوي.





















