د اسټرالیا کنبرا هوايي ډګر کې ډزې کوونکی نیول شوی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د اسټرالیا کنبرا هوايي ډګر د مسافرو د کنټرول سالون کې ډزې شوې او له هوايي ډګره خلک ایستل شوي. پولیس وايي، یو سړی د پېښې په تړاو نیول شوی خو تر اوسه ډزو کې د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.
د اسټرالیا فډرالي پولیس وايي ډزې د هوايي ډګر د چېک اېن په برخه کې په ځايي وخت له ماسپښین وروسته شوې دي.
تر اوسه د برید انګیزه لا نه ده مالومه شوې.
د اسټرالیا رسنیو ویلي، په وسله سمبال سړي لږ تر لږه پنځه ډزې کړې دي چې د ترمینل په ښیښه يي کړکیو کې د مرمیو نښې او سوري لیدل شوي دي.
پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې له ډزو وروسته پولیسو په هوايي ډګر کې یو تن نیولی دی.
عیني شاهدانو ویلي، ترمینل کې ډزو خلک وترهول او پولیسو خلکو ته د وتلو امر وکړ.
یوه عیني شاهدې بي بي سي ته ویلي، دې په ترمینل کې د ډزو په وخت کې د مېز شا ته ځان پټ کړ.
د الیسن په نامه یوه بل عیني شاهد ویلي، کله یې چې د امنیتي تلاشۍ لپاره خپل بیکونه پر پټه کېښودل، ډزې پیل شوې:
"موږ امنیتي برخه کې وو چې ډزې مو واورېدې. چې ومې کتل یو سړی له تومانچې سره ولاړ دی."

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock
د اې بي سي خبریاله لیلي ټامسن ویلي، دې هم ډزې واورېدې او پوه شوه چې یوه ناوړه پېښه پیل شوه او خلکو چیغې کړې چې "وتښتئ".
"یوه بوډۍ مې له یوه ماشوم سره ولیده، په مخ کې یې وېره له ورایه ښکارېده، پوه شوم چې کوم خطرناک کار کېږي".
"موږ ټول له بوډۍ سره ودرېدو او ماشوم مو د مالوماتو برې د مېز شا ته پټ کړ. څو دقیقې همالته پاتې شوو بیا امنیتي کسانو راته وویل چې د ګاډو پارک ته ولاړ شو".
د ډزو په وخت کې ځینې مسافر په الوتکه کې بند پاتې وو.
ځینې الوتنې لغوه شوې او یا یې وخت بدل شوی دی.




















