پاکستان کې دوو جلا ترافيکي پېښو کې ۳۳ تنه وژل شوي دي

د عکس سرچینه، Local admin
د پاکستان په پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې ۳۳ تنه وژل شوي دي.
د پنجاب د راولپنډۍ په 'کاهوټه' سیمه کې یو بس له سړکه وتلی او له کړنګه غورځېدلی چې پکې سپرو ټولو ۲۳ کسانو خپل ژوند بایللی دی.
دا بس له راولپنډۍ د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر اړوند 'پلندري' سيمې ته روان و او د 'ازاد پتن' په نوم ځای ته نږدې له سړکه ووت او لاندې ژوره ته ولوېد.
بيبيسي ته د ځايي سيمې کميسار سردار وحید ویلي چې په دغه بس کې د موټر چلوونکي په ګډون ۲۳ تنه سپاره وو چې ۱۹ نارینه، درې ښځې او یو ماشوم و.
د ښاغلي وحید په وینا، ټول ځای پر ځای مړه شوي چې ځينې د کشمیر او ځينې د راولپنډۍ د بېلابېلو سیمو وو او مړي یې 'کاهوټه روغتون' ته لېږدول شوي دي.
'لسبېله' کې د زیارت کوونکو بس له کړنګه غورځېدلی

د عکس سرچینه، RESCUE AUTHORITIES
د بلوچستان په 'لسبېله' ولسوالۍ کې په یوه جلا ترافيکي پېښه کې لږ تر لږه لس زیارت کوونکي وژل شوي او ۳۲ نور ژوبل دي.
د 'لسبېله' سيمې د کمیسار مرستیال سراج بلوچ بيبيسي ته ویلي چې په دغه بس کې پاکستاني زیارت کوونکي سپاره او له ایرانه بېرته خپلو کورونو ته روان وو.
د ده په وینا، بس ګوادر ته رسېدلی او په لسبېله کې 'بوزي ټاپ' سیمې ته له رسېدو سره له ترافيکي پېښې سره مخ شوی او ښکته ژورې ته غورځېدلی دی.
ښاغلي بلوچ ویلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه لس زیارت کوونکي وژل شوي او ۳۲ نور ژوبل دي چې ډېری یې د لاهور او ګوجرنواله سيمې اوسېدونکي دي. په ټپيانو کې د اوو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بوګټي پر دې پېښه "ژوره خواشيني" څرګنده کړې ده.
دا په يوه اوونۍ کې پاکستان کې د زیارت کوونکو ګاډي دویمه ترافیکي پېښه ده چې مرګ ژوبله پکې اوړي.
تر دې مخکې د دغه هېواد د سېند ایالت د ځينو اوسېدونکو زیارت کوونکو بس د ایران په 'یزد' ښار کې له ترافیکي پېښې سره مخ شوی و. په هغه پېښه کې لږ تر لږه ۲۸ زیارت کوونکو وژل شوي او تر ۲۰ ډېر ژوبل شوي وو.





















