د بلوچستان په واشک سيمه کې د بس چپه کېدو له کبله ۲۶ تنه وژل شوي

د بس چپه کېدو پېښه

د عکس سرچینه، ISMAEAL ASIM

د خپرېدو وخت

د پاکستان د بلوچستان په واشک سيمه کې د يوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له کبله لږ تر لږه ۲۶ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې دغه بس له ګوادر څخه کوټې ته روان و چې پر لاره يې ټاير وچاودېد او بس له پله لاندې کندې ته پرېوت.

پېښه د سهار لمانځه مهال رامنځته شوې ده. سيمه ييز چارواکي وايي د يو شمېر ټپيانو حالت نازک دی.

په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د لېږد لپاره يې د چورلکې غوښتنه شوې ده.

ويل کېږي په بس کې ټول شاوخوا ۴۵ تنه سپاره وو.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د پېښې له کبله خواشيني څرګنده کړې ده. د لومړي وزير د دفتر له خوا په خپاره شوي بيان کې له ټپيانو سره د هر ډول شونې مرستې لارښوونه شوې ده.

د بلوچستان اعلی وزير سرفرزا بګټي هم د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګندونه کړې او له ټپيانو سره يې د سملاسي مرستې لارښوونه کړې ده.