بیت المقدس؛ په زاړه ښار کې د اسرائیلي توکمپالو لاریون پر مهال خبریالان ټپیان شوي

    • Author, ټام باټیمان
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

زرګونو اسرائیلي ملتپالو د بیت المقدس د هغې سیمې پر لور مارش کړی، چې اوسېدونکي یې مسلمانان دي، چې په ترڅ کې یې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې شوې.

د لاریون دغه مراسم چې ګډونوال یې بېرغونه لېږدي، د اسرائیل بیت المقدس ورځې په مناسبت کېږي او پکې د ۱۹۶۷ جګړې پر مهال د اسرائیل له لوري د ښار ختیځې برخې ولکه کولو یاد لمانځل کېږي.

د لاریون یو شمېر ګډونوالو د ښار په دمشق نومې دروازه کې پر فلسطیني او بهرنیو خبریالانو د ډبرو، لرګیو او بوتلونو ګوزارونه کړي.

دوی دغه راز د ''مړه دې وي عربان'' په ګډون توکمپالنې شعارونه هم ورکول.

د اسرائیل کابینې ځینو سخت دریځه ښي اړخه غړو هم په دې لاریون کې ګډون کړی و. له دوی نه یو د ملي امنیت وزیر ایتامار- ګویر و، چې ویل یې ''بیت المقدس د تل لپاره زموږ دی.''

د بیت المقدس په اشغال شوې ختیځه سیمه کې د لاریون لارې په اوږدو کې فلسطینیانو د کورونو او دکانونو دروازې د سپکاوي له وېرې تړلې وې.

دا لاریون په تدریجي ډول د سخت دریځو یهودي ملتپالو لپاره د زور څرګندونو په ننداره بدل شوی او فلسطینیان ورته د دوی پارولو هڅې او له ښار سره د دوی په تړاو د سترګو پټولو په نظر ګوري.

په دې لاریونونو کې معمولاً د عربانو پر ضد تبعیضي شعارونه ورکول کېږي.

له دې مخکې ماضي کې د دې ډول لاریونونو په ترڅ کې د اوسني هغه پرتله زیات تاوتریخوالی رامنځته شوی دی. اسرائیلي پولیسو ویلي، د قانون ماتولو مخنیوی به کوي، خو ''سیمه ییز ترهګر عناصر'' یې تورن کړی، چې د لاریون په هکله یې پر خواله رسنیو ''وحشیانه تحریک'' چلولی.

دوی زیاتوي دا په دواړو لوریو کې د ګوتو په شمېر کسان دي، چې د دوی په خبره ګډوډي رامنځته کوي.

د فلسطیني ادارې مشرانو د ختیځ بیت المقدس دا مراسم ''پارونکی عمل'' بللی او په وینا یې ښي اړخه کابینې غړو بین ګویرد او بیزالیل سموتریچ ته وفادار کسان چې لاریون کې یې ګډون درلود د ''کړکېچ تخم کري.''

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو بیا وايي، لاریون به هغسې پر مخ ځي، چې پلان شوی دی.

اسرائیلیان له لسیزو راهیسې د بیت المقدس ورځ لمانځي، خو په دا وروستیو کلونو کې د لاریون د لارې په اوږدو کې ځینې برخې معمولاُ تاوتریخجنې کېږي.

ماسپښین ناوخته لسګونه زره اسرائیلیان د بیت المقدس له لوېدیځه د زاړه ښار پر لور وخوځېدل او له لویدېځ دېوال سره هغسې چې یادېږي، د بیرغ سره له نڅا وروسته د دوی دا لاریون پای ته رسېږي، چې د یهودانو لپاره یو سپېڅلی عبادتځای دی.