تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په افغانستان کې عاشورا ته د طالبانو حکومت تیاری څنګه روان دی؟
نن د محرم الحرام میاشتې نهمه (جون۲۵) او سبا لسمه یا عاشورا ده. د اسلامي تاریخ هغه ویرجنه ورځ چې د کربلا پېښې په یاد یې هر کال د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مسلمانان، په ځانګړي ډول د شیعه مذهب پېروان د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نمانځي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت سرچینې وايي چې دغو مراسمو ته یې په ټول هېواد کې "امنیتي تدابیر" نیولي او "ځانګړې کمېټې" یې ورته جوړې کړې دي.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بيبيسي ته ویلي، په کابل کې دوه کمېټې ټاکل شوې دي چې د خلکو امنیتي خوندیتوب ډاډمن او په بېړنیو حالاتو کې مرستې ورسوي.
سرچینې ویلي، "دوه کمېټې ورته ټاکل شوې دي چې یوه کمېټه د کابل د والي صاحب په مشرۍ امنیتي کمیټه ده چې امنیتي چارې مخې ته وړي. په دې کې د درېیو واړو امنیتي ارګانونو زرګونه پرسونل د ټول کابل د امنیت د ټینګښت لپاره په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې توظیف شوي دي چې زیات اهل تشیع پکې ميشت دي چې له دوی سره په اضطراري حالاتو کې د عاجلو مرستو لکه اطفایې، امبولانس، ابتدایي صحي خدماتو ، اشوب ضد او نور ټیمونه هم ملګري دي".
سرچینې ویلي چې پر کابل سربېره په هغو ټولو ولایتونو کې د ناامنۍ پېښو د مخنیوي په موخه ورته ځانګړې امنیتي کمېټې ټاکل شوې دي چې د شیعه مذهب پېروان پکې مېشت دي.
په وینا یې، په ټولو کمېټو کې ځايي شیعه وګړي هم ورسره ښکېل دي او په ګډه همغږۍ چارې ترسره کوي.
سرچینه زیاتوي، "په کابل او ولایتونو کې په خپله شیعه وګړي هم د امنیت په چارو کې ښکېل دي او له امنیتي کمېټو سره له نږدې کار کوي. که کله کومه تخطي رامنځته کېږي نو امنیتي ځواکونه مداخله نه کوي بلکې پخپله اهل تشیع دا تخطۍ اصلاح کوي".
بيبيسي ته د طالبانو حکومت دې سرچینې همداراز ویلي چې د مراسمو د "فرهنګي چارو د مدیریت لپاره هم یوه کمېټه رامنځته شوې چې د شیعه عالمانو او متنفذینو سره یو ځای د مراسمو فرهنګي برخه مدیریت کوي او هڅه کوي چې مراسم په داسې توګه ترسره شي چې د نورو خلکو د ازار او اذیت او راپارېدو او امنیتي مشکلاتو د جوړېدو سبب ونه ګرځي".
امنیتي تدابیر او که محدودیت؟
د یادولو ده چې په تېر کې په افغانستان کې د عاشورا په ګډون د شیعه لږکیو پر ځينو مذهبي مراسمو او غونډو بریدونه شوي چې درنه مرګژوبله یې ور اړولې ده.
ډېر کله د هغو پېښو مسؤلیت اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش منلی دی.
تر بریدونو وروسته شیعه وګړو شکایت کاوه چې د وېرې احساس کوي او په کرار زړه خپل مذهبي مراسم نه شي ترسره کولی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې به شیعهګانو د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو سیمو او واټونو کې داسې تور رنګه دروازې جوړولې چې مذهبي شعارونه او سره-شنه بیرغونه به یې پرې لګولي وو. همداراز د محرم پر لسمه یا د عاشورا په ورځ به د یوه جلوس په ډول سره راټولېدل او تر ځانګړو تکیه خانو به یې د پیاده مزل په ترڅ کې د ویر مراسم ترسره کول.
خو د طالبانو حکومت له واکمنېدو سره یې د هغې بڼې نمانځنه محدوده شوې برېښي او اوس تر ډېره افغان شیعهګان د خپلو سیمو په تکیه خانو یا امام باړو کې د عاشورا ویرجن مراسم ترسره کوي.
بيبيسي ته د طالبانو حکومت سرچینې که څه هم د محدویت خبره نه ده کړې خو ویلي یې دي چې، "اهل تشیع اجازه لري چې په خپلو ټولو تکیه خانو کې دا مراسم ترسره کړي، هېڅ ډول محدودیت نه شته پرې، البته د دوی فرهنګي مراسم ټول د دوی په تکیه خانو کې ترسره کېږي".
دې سرچینې ادعا کړې چې ګواکې دا ټول "امنیتي تدبیرونه د اهل تشیع مخورو سره په ګډه سنجول شوي او عملي شوي او لوی هدف یې دا و چې کومه امنیتي پېښه رامنځته نه شي او په دې هدف کې تر اوسه بریالي هم یوو الحمدلله".
د طالبانو حکومت وړم کال د عاشورا مراسمو نمانځنې لپاره یوه "کړنلاره" هم جوړه او عملي وه چې دوی "تهدنامه" یا ژمنلیک بلله. په دې "تهدنامه" کې راغلي وو چې په ځينو سيمو کې د عاشورا مراسم باید تر درېیو ورځو ډېر و نه اوسي، سنيان ور و نه بلل شي او د مراسمو ګډونوال له رسنیو سره د "مرکو حق هم نه لري".
د طالبانو حکومت ویلي وو چې دا "یوازې او یوازې د عاشورا مراسمو د هر اړخیز امنیت ساتنې په موخه ده" او ګواکې "نه غواړي د محرم مراسم محدود کړي".
د کربلا ویرجنه پېښه
د یادولو ده چې د عاشورا مراسمو ته تیاری د محرم الحرام میاشتې له پیلېدو سره سم شروع کېږي خو اصلي مراسم یې پر لسمه نېټه وي.
یوازې شیعه نه بلکې سني مسلمانان هم عاشورا ویرجنه ورځ بولي. ځکه چې په دې ورځ په ۶۱ هجري قمري پېړۍ کې د عراق په کربلا سیمه کې د اسلام د ستر پیغمر حضرت محمد (ص) لمسی حضرت امام حسین (رض) له خپلو ځینو نورو ملګرو سره د یزید بن معاویه لښکرو له لوري په شهادت ورسول شول.
په دې ورځ تر ډېره مسلمانان روژه نیسي، خیراتونه کوي او د کربلا پېښې قربانیانو ته دعا کوي.
له شیعه مسلمانانو یې ځینې د ویر په ترڅ کې د خپل ټټر وهلو تر څنګ په ځانګړو چاقوانو ملا هم وهي چې وايي، د کربلا په یاد خپله وینه تویوي.
خو په وروستیو کې ځينې بیا د عاشورا په ورځ د ځان وهلو پر ځای د وینې بانکونو ته ځي او هلته خپل وینه اهدا کوي چې که ژوبلو یا وینې ته اړمنو خلکو ته یې خیر ورسېږي.