فلسطینی زنداني خضر عدنان له ۸۶ ورځو نه خوړلو اعتصاب وروسته د اسرائیلو په زندان کې مړ شو

    • Author, ډېویډ ګریتن
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د فلسطین د اسلامي جهاد نومې ډلې جګپوړی غړی خضر عدنان له ۸۶ ورځو نه خوړلو اعتصاب وروسته د اسرائیلو په یوه زندان کې مړ شوی دی.

اسرائیلي چارواکو ویلي، عدنان د سه شنبې په سهار بې هوښه روغتون ته وړل شوی و، خو د هغه د ژوندي ژغورلوهڅې ناکامې شوې.

دوی دا هم ویلي چې هغه له طبي معایناتو او درملنې ډډه کړې وه.

د خضر عدنان د مړینې له اعلان وروسته د غزې له تړانګې لږ تر لږه درې توغندي توغول شوي، خو چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

فلسطیني لومړي وزیر پر اسرائيل تور پورې کړی، چې په ''لوی لاس یې قتل کړی'' او اسلامي جهاد ډلې چې په غزې تړانګه کې فعاله ده، مخکې خبرداری ورکړی وو، که عدنان په زندان کې مړ شي، نو اسراییل به "درنه بیه" پرې کړي.

خضر عدنان د اشغال شوې لوېدیځې غاړې جنین اوسېدونکی و او په تېرو دوو لسیزو کې اسرائیلو څو ځله نیولی او زندانی کړی وو.

د هغه مېرمن، راندا موسی، د هغه له مړینې مخکې ویلي و، هغه " د هر راز مرستې تر لاسه کولو څخه انکار کوي، طبي معاینې نه مني او د توقیف په خورا سختو شرایطو کې په یوه خونه کې ساتل کېږي.

"خضر عدنان له ترهګرۍ د ملاتړ، له یوې ترهګرې ډلې سره د تړاو او د پارولو په تور په "اداري توقیف" کې ساتل شوی و.

اسرائیل کولای شي مشکوک کسان په اداري توقیف کې د پرلپسې شپږو میاشتو، د بند تمدید او تر نامعلوم وخته په بند کې وساتي. د بشري حقونو سازمانونو په دوامداره توګه په دې برخه کې پر اسراییلو نیوکې کړې دي.

په فبرورۍ کې عدنان اسرائیلي ځواکونو له خپله کوره ونیو او نوموړي له هغه سملاسي وروسته پنځم ځل د لوږې اعتصاب پیل کړ.