د ایران مذهبي مشر د سعودي-اسرائیل نژدې کېدل بایللی قمار بللی

د عکس سرچینه، LEADER.IR
د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي د اسرائیل او سعودي عرب پر نژدې کېدو په نامستقیم ډول سخته نیوکه کړې او له اسرائیل سره د دیپلوماتیکو اړیکو پيلول یې بایللی قمار ګڼلی.
خامنه یي د اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره غونډه کې دا څرګندونې داسې مهال کړې چې په څو ورځو کې د اسرائیلو یو بل وزیر هم سعودي ته تللی.
ایران چې په سیمه ییز سیاسي چاپېریال کې له مهمو لوبغاړو بلل کیږي او ځان د فلسطینیانو د حقونو ملاتړی بولي، د سیمې د هېوادونو له خوا د اسرائیلو له دولت سره د هر ډول اړیکو او راشه درشه کلک مخالف دی.
د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي نن د اسلامي هېوادونو سفیرانو غونډې ته وینا کې د سعودي عرب د نوم له اخيستلو پرته له اسرائیل سره د عادي اړیکو پیلول یا په بل عبارت په رسمیت یې پیژندل یې یو داسې قمار وګاڼه چې کوونکی یې بایلونکی دی. هغه وویل له منځه تلونکي اسرائیل سره اړیکي پیلول د ده په ټکو سر تر پایه بایلل دي.
سعودي او ایران د سیمې په کچه دوه مهم سیالان بلل کیږي، دواړو هېوادونو له کلونو تربګنۍ او ترینګلتیا وروسته د چین په منځګړیتوب تازه دیپلوماتیکي اړیکي له سره پیل کړي دي.
څو ورځې وړاندې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له اسرائیلو سره د عادي اړیکو د پيل او په رسمیت پېژندلو لپاره یې له روانو خبرو پرده پورته کړه. بن سلمان ویلي سعودي عرب او اسرائیل هره ورځ د اړیکو پیلولو ته نژدې کېږي.

د عکس سرچینه، REUTERS
دې څرګندونو اسرائیل، فلسطین او د سیمې په کچه پراخ بحثونه را وپارول.
د ایران مذهبي مشر دا څرګندونو داسې مهال کوي چې د امریکا په منځګړیتوب د سعودي او اسرائیل نژدېوالي لپاره هڅې روانې دي. دې په یوه اونۍ کې دوه اسرائیلي وزیران سعودي ته تللي دي.
وړمه ورځ د اسرائیل د مخابراتو وزیر شلومو کرعي د پوسټ نړیوالې ټولنې غونډه کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ ریاض ته تللی. له هغه څو ورځې وړاندې د اسرائیلو د ګرځندوی وزیر حاییم کاتس هم د ګرځندوی یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی و.
دا لومړی ځل و چې د اسرائیلو یو وزیر سعودي ته سفر کوي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو یوه وینا کې ویلي وو د سعودي له خوا د اسرائیل په رسمیت پېژندل به د عربي او اسلامي نړۍ دروازې د اسرائیل پرمخ پرانیزي.
د عربي ټولنې د ۲۲ هېوادونو له ډلې تر اوسه ۵ یې اسرائیل په رسمیت پېژندلي دي.





















