ایران ولې د روسیې او د خلیج همکاریو شورا پر ګډ بیان اعتراض کړی؟

د عکس سرچینه، Reuters
ایران د روسیې په کوربتوب مسکو کې د دغه هېواد او د خلیج همکاریو شورا د شپږو غړو هېوادونو د ناستې پای کې پر خپاره شوي ګډ بیان اعتراض کړی دی.
په دې بیانیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیران د ستر تنب، کوچني تنب او ابوموسی درې ګونو ټاپوګانو موضوع د سوله ییز حل لپاره د متحدو عربي اماراتو د نوښت ملاتړ او د دوه اړخیزو مذاکراتو یا نړیوالې محکمې له لارې د دې موضوع پر هواري ټینګار کوي.
دوی دا هم ویلي په دې موضوع کې دې د نړیوالو حقوقو مقررات او د ملګرو ملتونو منشور پام کې ونیول شي.
خو د ایران بهرنیو چارو وزارت په خپل غبرګون کې د دې ګډې بیانیې دا برخه 'مردوده' بللې ده.
د دغه وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي "دغه ټاپوګان تل تر تله د ایران اړوند دي" او دا چې "د دې ډول بیانیو صادرول د ایران او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ له دوستانه اړیکو سره په ټکر کې دي."
د روسیې پر بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف سربېره چې د دې ناستې کوربه و، د سعودي عرب، قطر، متحدو عربي اماراتو، عمان، کویت او بحرین بهرنیو چارو وزیر هم دا بیان لاسلیک کړی دی.
دا موضوع داسې مهال رامخ ته شوې چې تهران تازه په تازه د چین په منځګړیتوب ریاض سره له ۷ کلونو ترینګلتیا وروسته اړیکې بېرته پیل کړې دي.
دغه هېواد تر هغې لږ ورمخکې متحدو عربي اماراتو سره هم دوه اړخیزې اړېکې له چارسمبالي د سفیر کچې ته لوړې کړې.
د روسیې او خلیج همکاریو سازمان په ګډه اعلامیه کې د ایران او سعودي ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د بیا ټینګېدو هرکلی هم شوی دی.
چین او روسیه داسې دوه هېوادونه دي چې ایران پرې تل په ځانګړې توګه لوېدیځ سره د اختلافاتو په اوج کې تکیه کړې.
تهران دغو دوو هېوادونو سره ښه راکړه ورکړه هم لري.
چین په دې تړاو څه وايي؟

د عکس سرچینه، Reuters
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنهای چین سره د ۲۵ کلن تړون ملاتړی کړی او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین په سره کتنه کې یې د نوموړي لخوا پر اوکرایین پوځي برید ستایلی و.
د یادونې ده چې د چین ولسمشر شي جېنپېنګ هم سعودي عرب ته د خپل وروستي سفر پر مهال له دغه هېواد او عربي مشرانو سره دوه بیانیې صادرې کړې و چې ایران کې یې غوسه راپارولې وه.
د ریاض په کوربتوب د چین او عربي هېوادونو د مشرانو د غونډې په ګډه اعلامیه کې هم د متحدو عربي اماراتو او ایران ترمنځ د ستر تنب، کوچني نبت او ابوموسی ټاپوګانو د لانجې پر سوله ییز حل ټینګار شوی و.
د ایران بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و چې د دغه وزارت د اسیا او اوقیانوس د څانګې مرستیال په دې تړاو تهران کې د چین له سفیر سره کتلي دي.
دغه وزارت په دې اړه خپله اعلامیه کې مشخصآ د چیني سفیر د احضار خبره نه وه کړې او دې موضوع پر خواله رسنیو د ایرانیانو توند غبرګونونه راپارولي وو.
د ایران او متحدو عربي اماراتو ترمنځ د فارس خلیج کې د دغو درې ګونو ټاپوګانو د ملکیت پر سر لانجه د څو لسیزو مخینه لري.
دغه ټاپوګان له هرموز تنګي د بېړیو پر تېرېدو او تګ راتګ د کنټرول لپاره خورا مهم دي.





















