پاکستان ټولټاکنې؛ د راولپنډۍ کمشنر د رایو پایلو کې د لاسوهنې له ادعا وروسته استعفا وکړه

کمشنر لیاقت علي چټه وايي، د ځان وژنې هڅه یې کړې.

د عکس سرچینه، rda

د عکس تشریح، کمشنر لیاقت علي چټه وايي، د ځان وژنې هڅه یې کړې.
    • Author, نور محمد سعید
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه راولپنډۍ ښار کمشنر لیاقت علي چټه د پاکستان ټولټاکنو کې د لاسوهنې له تورونو وروسته له خپلې دندې استعفا کړې.

نوموړي په راولپنډۍ کرېکټ لوبغالي کې له خبریالانو سره خبرو کې ادعا وکړه، چې د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې د سیمې ځینو کاندیدانو ته پر رایو ټاپې لګول شوې، چې په وینا یې د اویا-اویا زره رایو په توپیر یې ټاکنې بایللې وې.

نوموړي تور پورې کړ، چې د ملي اسامبلۍ لپاره د سیمې ۱۳ کاندیدانو په ترلاسه شویو رایو کې لاسوهنه شوې. کمشنر چټه وايي: او ما چې دومره ستر جرم کړی، زه ځان پولیسو ته سپارم، ما ته باید بشپړه سزا راکړل شي.

د پاکستان ټاکنو کمېسیون بیا په ټولټاکنو کې د لاسوهنې په تړاو د ښاغلي چټه هغه تورونه رد کړي، چې د پاکستان ټاکنو کمېسیون پر مشر یې پورې کړي دي. د ټاکنو کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ژر به د دې تورونو په تړاو پلټنه پیل شي.

د پاکستان ټاکنو کمېسیون په یوه اعلامیه کې د دې موضوع په هکله د پلټنو خبره کړې.

د عکس سرچینه، ecp

د عکس تشریح، د پاکستان ټاکنو کمېسیون په یوه اعلامیه کې د دې موضوع په هکله د پلټنو خبره کړې.

د پي ټي ای احتجاج

یوې پوښتنې ته په ځواب کې نوموړي وویل: ''ناسمې کړنې څوک کوي او د چا په ویلو یې کوي، دا (خبرې) له هېچا پټې نه دي.''

د پاکستان انګریزي ژبې ورځپاڼې ډان په رپوټ کې د ښاغلي چټه له قوله ویل شوي چې: ''زه له ټولې بیوروکراسۍ غواړم چې د دې سیاستوالو لپاره ناسمې کړنې مه کوئ.''

بل لور د پنجاب اطلاعاتو سرپرست وزیر عامر میر د ښاغلي چټه څرګندونې په سختۍ رد کړې او دا یې یو سیاسي مانور بللی.

له شخصي جیو ټلویزیون سره خبرو کې ښاغلي عامر ادعا کړې، چې ښاغلی چټا د راتلونکې مارچ میاشتې پر ۱۳مه تقاعد کېږي او په وینا یې دی فکر کوي چې ښاغلي چټه په راتلونکي کې د سیاسي فعالیتونو پیلولو لپاره دا ډول څرګندونې کړې دي.

د یادونې ده، چې د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې د لاسوهنې او ټګي، برګي د تورونو لګولو او ردولو په لړ کې د راولپنډۍ سیمې د کمشنر تورونه او استعفا تازه پېښه ده. له دې مخکې یو شمېر سیاسي ګوندونو او شخصیتونو هم ورته تورونه پورې کړي او احتجاجونه یې کړي دي.

چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ته یې د تیارسئ امر کړی.
د عکس تشریح، چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ته یې د تیارسئ امر کړی.

د مخکیني لومړي وزیر عمران خان تحریک انصاف پاکستان ګوند چې د فبرورۍ پر اتمه یې ټاکنو کې یې تر ټولو ډېرې ۹۲ پارلماني څوکۍ ترلاسه کړې، د درغلیو تورونه پورې کړي او نن (شنبه) یې د نورو سیاسي ګوندونو په ګډون د پاکستان بېلابېلو ښارونو کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی.

هممهاله د پلازمېنې اسلام اباد پولیسو ویلي، په ښار کې یې د تیارسئ حالت اعلان کړی او د قانون ۱۴۴ مادې له مخې یې په دې ښار کې پر غونډو بندیز لګولی دی.

ځايي پولیس وايي، ښار ته د غځېدلو لویو لارو په اوږدو کې یې تالاشئ زیاتې کړې او د امنیت (سي ټي ډي) ځانګړي ځواکونه ګزمې کوي.

پولیسو له ځايي خلکو غوښتي چې د امنیت په ټینګښت کې ورسره مرسته وکړي، له اړتیا پرته سفر و نه کړي او د اړین سفر پر مهال د پېژندګلوۍ اسناد له ځان سره وساتي.