له پراخو ډرون بریدونو وروسته د اوکرایین او روسیې استازو په استانبول کې د سولې خبرې پیل کړې

پر یوه بل د اوکرایین او روسیې له پراخو ډرون بریدونو څو ساعته وروسته د دواړو هېوادونو مرکچي استازي د سولې خبرو لپاره د ترکیې استانبول ته رسېدلي او غونډه یې پیل شوې ده.
بل لور د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي چې له متحدینو سره د یوې غونډې لپاره لیتوانیا کې دی وايي، که د استانبول له خبرو ''هېڅ ترلاسه نه شي'' نو روسیه باید له نویو بندیزونو سره مخامخ شي.
له دې مخکې وړمه شپه روسیې پر اوکرایین خورا پراخ هوايي او توغندیز بریدونه وکړل او ورپسې پر ېکشنبه اوکرایین د روسیې په خاوره کې ډېر دننه پر پوځي اډو د ۱۱۷ ډرونونو بریدونه وکړل.
له دې مخکې تېره میاشت هم په استانبول کې د روسیې او اوکرایین تر منځ مذاکرات وشول، خو د جنګي بندیانو له یوې تبادلې پرته یې کوم پاموړ بدلون رامنځته نه کړ.
زېلینسکي دغه راز وايي، مسکو د دوشنبې ورځې له مذاکراتو مخکې خپل وړاندیزونه نه دي ورکړي، خو پر یکشنبه د روسي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې مذاکراتي پلاوی استانبول ته روان شوی دی.
پراخ ډرون بریدونه

د عکس سرچینه، Reuters
د اوکرایین امنیتي خدماتو سرچینو پرون یکشنبه وویل، د "غڼې تار" په نامه د دې عملیاتو تنظیم یو نیم کال وخت ونیو او شخصاً د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي لخوا څارل کیدل.
په ورته وخت کې، د اوکرایین هوايي ځواک ويلي، روسیې تیره شپه ۴۷۲ ډرون بریدونه کړي دي، چې احتمالاً د جګړې له پیل راهیسې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو ترټولو لویه حمله ده.
روسي چارواکو دا پیښې "اوکراییني ترهګریز" عملیات بللي دي.
د بي بي سي خبریال پاول اډمز په وینا، سرچینې وايي چې لومړی ډرونونه په پټه توګه د روسیې خاورې ته لیږدول شوي او بیا ګرځنده لرګین کابنونه، ډرونونه، چې په لاریو کې ایښودل شوي وو، د دې کابینونو لاندې پټ شوي وو.
د برید په وخت کې، چتونه له لېرې څخه پرانیستل شوي او ډرونونو الوتنه وکړه، چې نږدې هوایی اډې یې په نښه کړې.
په یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې یو بمبار ډرون د ځغاستلیکې په اوږدو کې الوتکو ته نږدې کېږي.
رپوټونو کې ویل شوي، چې د روسیې په شمال- لوېدیځ لېرې پرتې سیمې مورمانڅګ ښارګوټي پر اولینیا هوايي اډې هم برید شوی دی.
د بي بي سي اوکرایین څانګې ته یوې سرچینې ویلي، د ستراتیژیک اتومي وسلو لېږدولو وړتیا لرونکو ټي-یو-۹۵ او ټي یو-۲۲ایم ۳ او دغه راز اې-۵۰ ډوله الوتکې هم په نښه شوې دي.
د روسیې رسنیو په مورمانڅک کې د برید رپوټونه ورکړي، خو په وینا یې دافع هوا نظام فعال دی.
د ایرکوڅک سیمې برید رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

د عکس سرچینه، Maxar/Getty Images
په ورته مهال اوکراییني چارواکو ویلي، پر دې هېواد د تېرې شپې برید کې ۴۷۲ ډرون، بالسټیک او کروز توغندي شامل وو.
دا تر اوسه د روسیې ډرون بریدونو تر ټولو ستر هغه بلل کېږي.
اوکراییني چارواکي وايي، په هوا کې یې ۳۸۵ هدفونه په نښه کړي او ''ویجاړ'' کړي دي.
په ورته مهال په یوه جلا پېښه کې اوکراییني چارواکي وايي، د اوکرایین پوځ پر یوه روزنیز مرکز د روسیې توغندیز برید له کبله ۱۲ پوځیان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.






















