روسيې او اوکرايين يو بل له اوربند په سرغړونې تورن کړي

د عکس سرچینه، Reuters
اوکرایين او روسیې یو بل د ايسټر پر مهال د لنډ مهالي اوربند په ماتولو او سرغړونې تورن کړي دي.
د تېرې شنبې په ورځ د روسيې ولسمشر د ايسټر پر مهال د ۳۰ ساعته اوربند اعلان وکړ چې اوس يې موده پايته رسېدلې ده.
د اوکرایین ولسمشر ولودمير زېلېنسکي ويلي چې د روسیې سرتېرو د یکشنبې له پیله راهیسې نژدې دری زره ځله اوربند مات کړی دی.
بل پلو د روسیې د دفاع وزارت ويلي چې دوی د اوکرایین لخوا د بریدونه "مخنیوی" کړی او کیېف یې د سلګونو ډرونونو او توغنديو په توغولو تورن کړي دي. بي بي سي د جګړې د ښکیلو خواو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تائيد کړي.
په همدې مهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د جګړې په پایته رسولو ټينګار کوي ويلي، "هیله ده چې روسیه او اوکرایین به همدا اوونۍ یوه موافقه وکړي". نوموړي به دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ ويلي وو، خپلو ځواکونو ته يې امر کړی چې په اوکرایین کې "ټول پوځي فعالیتونه ودروي" او په وينا يې دا ۳۰ ساعته د "ایسټر اوربند" به د یکشنبې تر پایه دوام وکړي.
خو ښاغلي پوتين ويلي چې روسي ځواکونه به د "هر ډول شونې سرغړونې" پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره چمتو وي.
بل پلو د اوکرایین ولسمشر ولودیمير زېلېنسکي ويلي چې کیېف به اوربند ته درناوی وکړي، خو مسکو یې په ماتولو تورن کړی دی.
نوموړي ويلي،"زموږ کړنې متقابلې دي او همداسې به وي. د ۳۰ ورځني بشپړ او بې شرطه اوربند وړاندیز لا هم پر مېز پروت دی. د دې ځواب باید مسکو ورکړي."
نوموړي زیاته کړې چې جګړه لا هم د روسیې په کورسک او بیلګورود سیمو کې روانه ده، او روسي ډرونونه لا هم کارول کېږي، خو ويلي يې دي چې ځینو سیمو کې جګړه لږ څه غلې شوې ده.
زېلېنسکي ويلي، اوکرایین چمتو دی چې اوربند تر ۲۰ اپرېل وروسته هم وغځوي، دا ښایي د امریکا هغه وړاندیز ته اشاره وي چې د ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه یې کړې وه او اوکرایین ورسره همغږي ښودلې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
پوتین دا لنډمهالی اوربند د خپل لوی درستیز، والېري ګېراسیموف، سره د لیدنې پر مهال اعلان کړی دی.
پوتین ګېراسیموف ته ويلي، "د یشردوستانه دلایلو پر بنسټ... روسیه د ایسټر اوربند اعلان کوي. زه امر کوم چې په دې موده کې ټول پوځي فعالیتونه ودرول شي."
دا لومړی ځل نه دی چې په ناڅاپې ډول د جګړې بندېدو اعلان کېږي تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ کال جنورۍ کې د ارتوډوکس کرېسمېس پر مهال د اوربند هڅه شوې وه، خو دواړو خواوې هوکړې ته ونه رسېدې او اوربند ناکام شو.
د پوتین د اوربند د اعلان په غبرګون کې، د بريتانيا د بهرنیو چارو دفتر یوه ویاند ويلي، "اوس د دې وخت رارسېدلی چې پوتین په ريښتيا وښيي چې سولې ته ژمن دی او د خپل وحشتناک یرغل د پایته رسولو او د بشپړ اوربند منلو ته غاړه کېږدي."
روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴ نېټه پر اوکرایین بشپړ یرغل پیل کړ. اټکل کېږي چې په دې جګړه کې سلګونه زره کسان چې ډېری یې سرتېري دي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
امریکا له روسیې سره د جګړې ختمولو لپاره مخامخ خبرې کړې خو تراوسه يې کومه پايله نه ده لرلې.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې که ژر پرمختګ ونه شي، واشنګټن به د سولې خبرو د منځګړیتوب هڅې بندې کړي.
نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، امریکا نه غواړي دا هڅې "اوونۍ او میاشتې" ته وغځوي، ځکه چې "نور لومړیتوبونه لري."





















