د پاکستان او ایران پر پوله د ډزو پېښه کې څلور پاکستانیان وژل شوي

د خپرېدو وخت

د پاکستان بلوچستان کې د ایران سرحد ته څېر مه واشک سیمه کې د ډزو یوه پېښه کې لږ تر لږه څلور پاکستانیان وژل شوي دي. سیمه ییز چارواکي وايي، د پېښې ښکار شوي ټول کسان د بلوچستان د رخشان سیمې اوسېدونکي وو.

د واشک ډپټي کمشنر افسر نعیم عمراني بي بي سي ته د دې پېښې په هکله وویل، پېښه تېره شپه جودر نومې هغه ځای کې شوې، چې د ایران او پاکستان تر منځ پرې تګ، راتګ کېږي.

نوموړی افسر وايي، د پېښې ښکار شویو کسانو په یوه خوړ کې په ګاډو کې سفر کاوه، چې ډزې پرې شوې دي او په وینا یې دا داسې لار ده، چې معمولاً قاچاقچیان پرې ځي، راځي. نوموړی زیاتوي د پېښې ځای ته پاکستاني ځواکونه لاسرسی نه لري او دوی په دې هکله پلټنې پیل کړې دي.

د واشک سیمې یوه بل ځايي افسر محمد عمر جمالي هم د بي بي سي له خبریال محمد روحان سره خبرو کې دا پېښه تائید کړې او په وینا یې سیمه ییزو چارواکو ملېشه ځواک (لیویز) ته د دې پېښې د پلټنو امر کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت او ایراني چارواکو تر دې دمه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د پاکستان بلوچستان صوبې پنځه ولسوالۍ یا ضلعې چاغي، واشک، پنجګور، کېچ او ګوادر له ایران سره ګډه پوله لري او د دې سیمو له لیرې پرتو غرنیو لارو قاچاقچیان هم د تګ، راتګ لپاره کار اخلي.

معمولاً له همدې لارو پاکستان ته له ایرانه خوراکي توکي او ایراني تېل په غیر قانوني توګه لېږدول کېږي.