تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوچستان کې نامعلومو وسله والو د پنجاب ۷ اوسېدونکي په ډزو وژلي
د پاکستان په بلوچستان کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې د پنجاب ایالت ۷ اوسېدونکي وژل شوي دي. د ځايي پولیسو په خبره پېښه د ګوادر په سربندر سیمه کې شوې او پېښه کې یو کس ټپي شوی هم دی.
د پولیسو په وینا وژل شویو کسانو د سلماني کار کاوه او د پنجاب خانیوال سیمې اوسېدونکي وو.
د ګوادر سیمې پولیسو مرکز مشر محسن بلوچ بي بي سي ته د ټیلیفون له لارې د پېښې خبر تائید تر څنګ وویل، چې تېره شپه نژدې درې بجې نامعلومو کسانو په یوه استوګنځي کې پر دې کسانو ډزې کړې چې پایله کې یې ۷ کسان وژل شوي او یو ټپي دی.
پولیس وايي، د وژل شویو کسانو مړي د عدلي طب لپاره استول شوي او ټپي شوی کس د درملنې لپاره روغتون ته استول شوی دی.
تر اوسه هیچا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی. د یادونې ده، چې له دې مخکې د اپریل میاشتې پر ۱۳مه د بلوچستان په نوشکي سیمه کې نامعلومو کسانو په ډزو کې د پنجاب ایالت ۱۱ اوسېدونکي وژل شوي وو او پنځه نور ټپیان شوي وو.
د یادونې ده، چې سربندر د ګوادر له بندري ښارګوټي نژدې ۲۵ کیلومتره لېرې ختیځ کې یو ښارګوټی دی، چې ډېری اوسېدونکي یې د کبانو نیولو کاروبار کوي.
ګوادر له ایران سره د پاکستان پولې ته څېرمه سیمه ده، چې د بلوچستان نورو سیمو په څېر پکې دا وروستیو کې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوې دي.
ګوادر کې له دې مخکې هم د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او نورو کسانو وسله وال بریدونه شوي دي.
د روان کال په مارچ کې وسله والو په ګوادر کې د بندر پر کمپلیکس یو لوی برید وکړ. د هغه برید د بلوچ لیبرېشن فرنټ نومې ډلې منلی و.