تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
که ټرمپ پخوانۍ فلمي ستورې ته د پیسو ورکړې په قضیه کې ښکېل وبلل شي، بیا به څه کېږي؟
څلور دېرش تورونه، ۱۲ څارنوالان، یو قاضي چې زیاتره وخت قهرجن وي او ګڼ شاهدان.
له نژدې پنځو اونیو وروسته، څارنوالي او مدافع وکیلان د ډونلډ ټرمپ له خوا د حق السکوت پیسو قضیه کې ارام دي.
وروستي دلیلونه به د سه شنبې په ورځ وړاندې شي او بیا به قاضیان بحث پرې کوي. تر هغه وروسته هر څوک دا فکر او اټکل کوي چې دوی به کله بېرته راشي او څه پرېکړه به وکړي.
خو که ښاغلی ټرمپ له احتمالي پایلو څخه ان په یوه قضیه کې هم مجرم وپېژندل شي، دا به د امریکا لومړنی پخوانی ولسمشر شي چې له جرمي محکومیت سره د لومړي لوی ګوند نوماند دی، د سپینې ماڼۍ مشرۍ ته د یو مجرم په توګه درېږي.
د مجرم په محکومیت سره څه کېږي؟
ښاغلی ټرمپ د محاکمې په بهیر کې په ضمانت خوشی شوی دی. که په پرېکړه کې مجرم وپېژندل شي، هغه به بیا هم وکولای شي په ازاده توګه له محکمې ووځي، تر هغه چې قاضي د سزا اورولو مهالوېش ورکړي.
قاضي د جزا په پام کې نیولو لپاره باید ځینې لاملونه ولري، د بېلګې په توګه د ښاغلي ټرمپ عمر چې (۷۷) کاله دی، پخوانۍ نه ښکېلتیا او ښايي د محکمې له حکمونو د هغه سرغړونه.
په سزا کې کېدای شي جریمه، محاکمه یا نظارت او یا ښايي د زندان وخت شامل وي.
که ښاغلی ټرمپ مجرم وپېژندل شي نو په یقیني ډول به د پرېکړې پر ضد د استیناف غوښتنه وکړي، داسې بهیر چې کېدای شي میاشتې یا تر دې هم زیات وخت ونیسي.
د هغه قانوني ډله به بیا په منهاټن کې د استیناف څانګې او احتمالا د استیناف محکمې سره مخ شي.
دا ټول پدې معنی دي چې دا به خورا ناشونې وي چې ښاغلی ټرمپ به له محکمې په تړلو لاسونو ووځي او اټکل دی چې هغه به د استیناف پرمهال په ضمانت ازاد پاتې وي.
د استیناف لپاره به دلایل څه وي؟
د فلمي ستورې، "ستورمي ډینیلز" شواهد، چې له ښاغلي ټرمپ سره یې د جنسي اړیکې ادعا کړې او اصلي قضیه هم بلل کېږي، کېدای شي یو دلیل وي.
د نیویارک د حقوقو ښوونځي پروفیسوره انا کومنسکي وايي "د توضیحاتو کچه چې [د اغلې ډینیلز لخوا] چمتو شوې وه، په ریښتنې توګه د قضیې وړاندې کولو لپاره اړینه نه ده."
"له یوې خوا، د هغې توضیحات هغې ته اعتبار ورکوي او د څارنوال په توګه، تاسو غواړئ کافي توضیحات وړاندې کړئ، قضائیه پلاوی پر هغه څه باور وکړي چې نوموړې یې وايي. له بلې خوا، یو کرښه شته، چې دا غیر معقول او هېڅ تړاو ورسره نه لري."
د ښاغلي ټرمپ مدافع ټیم دوه ځله د اغلې ډینیل د شهادت پرمهال د محاکمې غوښتنه وکړه، هغه غوښتنه چې د قاضي لخوا رد شوې.
له دې هاخوا، په دې قضیه کې د ولسوالۍ څارنوال لخوا اخیستل شوې نوې قانوني ستراتېژي هم ښايي د استیناف لپاره زمینه هم برابره کړي.
په نیویارک کې د سوداګرۍ ریکارډونو کې جعل د ټیټې کچې ناوړه چلن بلل کېدای شي، خو ښاغلی ټرمپ د یو احتمالي دویم جرم له امله د ډېرو جدي تورونو سره مخ دی او هغه په ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې د نفوذ کولو ادعا، غیرقانوني هڅه ده.
ایا ټرمپ به زندان ته ولاړ شي؟
دا ممکنه ده، خو ډېر امکان نه لري، چې ښاغلی ټرمپ به د جرم په تړاو پرېکړې په صورت کې د زندان پنجرو تر شا وخت تېر کړي.
هغه ۳۴ تورونه چې هغه ورسره مخ دی ټول په نیویارک کې د (E) ټولګې جرمونه دي، دا په دې ایالت کې تر ټولو ټیټه کچه ګڼل کېږي او په اعظمي توګه د هر تور سزا څلور کاله بند دی.
ډېری دلایل شته، چې ولې به عدالت د ښاغلي ټرمپ لپاره لږ سزا غوره کړي. په هغو کې د ښاغلي ټرمپ عمر، پر هغه د پخوانیو محکومیتونو نشتوالی او دا حقیقت چې تورونه غیر متشدد جرمونه دي.
دا هم ممکنه ده چې قاضي به د قضیې بې ساري ماهیت و ارزوي او ښايي د پخواني ولسمشر او اوسني نوماند د زندان پنجرو شاته د لېږلو نیولو مخه ونیسي.
ایا هغه بیا هم ولسمشرۍ ته نوماندېدای شي؟
هو. د امریکا اساسي قانون د ولسمشرۍ نوماندانو لپاره نسبتا لږ شرایط ټاکي: دوی باید لږترلږه ۳۵ کلن وي، په امریکا "زېږېدلی" تبعه وي او لږترلږه ۱۴ کاله یې په امریکا کې ژوند کړی وي. داسې کوم مقررات نشته، چې د جنایي ریکارډونو لرونکي نوماندانو مخه ونیسي.
خو د جرم پرېکړه لاهم کولای شي د نومبر د ولسمشرۍ ټاکنې اغېزمنې کړي. د دې کال په پیل کې د بلومبرګ او مارننګ کنسلټ یوه نظر پوښتنې وموندله، که ښاغلی ټرمپ محکوم وبلل شي نو په کلیدي ایالتونو کې ۵۳ سلنه جمهوري غوښتونکي به له رایې ورکولو انکار وکړي.
یوه بله نظرپوښتنه، چې پدې میاشت کې د کوېنینپېک پوهنتون له خوا شوې، ښوولې چې په دې سخته سیالي کې به د ټرمپ ۶ سلنه رایې ورکوونکي لږ احتمال ولري چې هغه ته رایه ورکړي.