راتلونکو ټاکنو کې د ټرمپ احتمالي مرستیاله د خپلې سپۍ وژلو له کبله نیوکو سره مخامخ ده

د خپرېدو وخت

'کرېسټي نوېم' چې د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ یوه مخکښه احتمالي مرستیاله ده، له دې کبله له توندو نیوکو سره مخامخ شوې چې په خپلو یاداښتونو کې یې د خپلې سپۍ د وژلو کیسه کړې ده.

کرېسټي ۵۲ کلنه او د سویلي ډاکوټا ایالت والي ده.

هغې د خپلو یاداښتونو ټولګه کې چې روانه اوونۍ چاپېږي، لیکلي چې سپۍ یې (کرېکټ) نه "روزل کېدونکې" او "خطرناکه" وه.

نوموړې له دې پرېکړې وروسته چې سپۍ باید ختمه کړي، هغه د کرېړ یا کرش یوې کندې ته بېولې او ډز یې پرې کړی دی.

اغلې نوېم لیکلي "دا کار خوندور نه و. خو باید شوی وای."

ټاکلې د هغې یاداښتونه چې "له شاتګ پرته: د دې حقیقت چې سیاست څه ستونزې لري او موږ امریکا څنګه پر مخ بیایو" نومېږي د می پر ۷مه له چاپه راووځي.

خو ګارډین وار له مخه د دغو یاداښتونو نچوړ ترلاسه کړی دی.

په دوی کې په ځانګړې توګه د "کرېکټ" د وژلو پر کیسې ډېرې نیوکې شوې.

په دې لړ کې د دیموکراتانو ملي کمېټې ویلي: "که نه غواړئ داسې چارواکي وټاکئ چې په ویاړ سره، په وحشیانه ډول د خپلو کورنیو ژویو د وژلو کیسه وکړي... دیموکراتانو ته رایه ورکړئ."

د ۲۰۰۸ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوریپال نوماند جان مککېن لور، مېګان مککېن وايي "په سیاست کې ګڼې تېروتنې راګرځولی شئ، ممکن روایت مو هم بدل کړئ – خو د یوه سپي له وژلو سره داسې نشئ کولای."

خو کرېسټي نوېم د کړي کار ننګه کوي.

هغې د اېکس/ټویټر په يوه پیغام کې لیکلي: "ژویو سره مینه کوو، خو په یوه فارم کې ډېر وخت له داسې سختو پرېکړو سره مخامخېږئ."

هغې ژمنه کړې چې په چاپېدونکي کتاب کې به داسې ګڼې نورې "رښتینې، صادقانه او له سیاسي اړخه غلطې" کېسې هم کوي.

اغلې نوېم، چې په ۲۲ کلنۍ کې یې د کالج له پرېښودلو وروسته سویلي ډکوټا کې د یوه کورني فارم چلولو ته مخه کړې، وايي د خپلې یو نیم کلنې سپۍ د روزنې ډېرې هڅې یې وکړې، خو هغې ډسېپلین او ښه چلن نه زده کاوه.

نوموړې زیاتوي چې یو ځل له ښکاره کور ته ګرځېده او په لار کې څو شېبې له یوې کورنۍ سره ودرېده چې کرېکټ ترې وتښتېده، د همدې کورنۍ په چورکوړي يې برید وکړ او ځای پر ځای یې وواژه.

هغه وايي، کله چې مې یې د کنټرولولو هڅه کوله، ماته هم غورېده او غوښتل یې ومې داړي.

نوېم لیکلي، له دې کورنۍ یې د سپۍ د ناسم چلن بښنه وغوښته او پر دې پوه شوه چې کار یې باید وکړي.

نوموړې زیاتوي په همدې ورځ پر دې وپوهېده چې "یو بل بې خونده کار هم باید وکړي" ... د کورنۍ له یوه سېرلي هم باید ځان خلاص کړي.

د هغې په یاداښتونو کې راغلي چې دا سېرلی بدمرغه، بد بویه، ناولی او ډېر شیطان چې نور کوچني اوزګوړي به یې وهل.

اغلې نوېم وايي سیرلی یې هم د سپۍ په څېر وایشت، خو له لومړۍ مرمۍ روغ ووت او اړوته چې بل ډز هم پرې وکړي.

هغه زیاتوي چې تر دې څو شېبې وروسته یې د ماشومانو د ښوونځي بس راغی او لور چې یې وکتل سپی نشته، نو پوښتنه یې ترې کړې چې "کرېکټ چېرته ده؟"

کرېسټي نوېم وايي "فکر کوم، که ښه سیاستواله وای، نو دا کیسې به یې دلته نه کولی."

د امریکا راتلونکو ولسمشریز ټاکنو ته جمهوریپال نوماند ډونلډ ټرمپ ښکاره ویلي چې اغلې نوېم یې د احتمالي مرستیالانو په لیست کې ده.

هغه په ۲۰۱۸ کال کې د سویلي ډاکوټا د والي په توګه تر ټاکل کېدو مخکې پرله پسې ۸ کاله د کانګرس په استازو جرګې کې د خپل ایالت یوازنۍ استازې وه.