تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل؛ د طالبانو حکومت وایي چمتووالی یې ورته نیولی
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په تېره څه باندې يوه اونۍ کې اورښتونو، سېلابونو او زلزلې د لږ تر لږه لسو کسانو ژوند اخیستی او نږدې اتیا نور يې ټپيان کړي.
بلخوا د افغانستان د هواپوهنې ادارې د افغانستان په ډېری برخو کې د اورښتونو اټکل کړی او دا خبرداری یې هم ورکړی چې دا اورښتونه به په ځینو سیمو کې د سېلابونو لامل هم شي.
د پروان د مرکز چارېکار په ګډون ځینې سیمې د ږلۍ او اورښتونو له امله له سېلابونو سره مخ شوې او وار له مخه يې په دې سیمو کې پراخ مالي زیانونونه هم اړولي.
پر ټولنیزو رسنیو د پروان د مرکز چارېکار د سخت اورښت او سېلابونو وېډیوګانې پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې چې پکې پر واټونو او سړکونو د سېلاب خړې اوبه ښکاري چې خلک او موټر يې ایسار کړي.
پر چارېکار سربېره د بلخ، غور او فاریاب ولایتونو په ګډون په نورو سیمو کې هم د سېلابونو د ځاني او مالي زیان راپور ورکړل شوی.
د طالبانو د حکومت د طبيعي پېښو د چمتووالي ادارې ویاند شفېع الله رحيمي بي بي سي ته ویلي، په تېرو اتو ورځو کې په ۲۳ ولایتونو کې د اورښتونو، سیلابونو او زلزلې له امله لږ تر لږه لس کسان مړه شوي او ۷۸ ټپيان شوي.
هغه وویل "په خواشينۍ سره چې د ۱۴۰۲ کال د حمل میاشتې له لومړۍ تر اوسه د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د اورښتونو، سیلابونو او زلزلې له امله لس کسان شهیدان شوي او ۷۸ نور ټپيان شوي او ۱۷۷۹ کورونه بشپړ یا څه ناڅه نړېدلي او د ۲۲ زره جرېبه کرنیزې ځمکې حاصلات له منځه تللی".
دا داسې مهال دي چې د افغانستان د هوا پوهنې ادارې د افغانستان په ډېرو برخو، په تېره بیا مرکزي، سوېلي او سوېل ختیځو سیمو کې د واورې او بارانونو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې د اټکل عمومي مدیر محمد جمعه نوروزي وايي د هوا دغه څپه به د راتلونکې اونۍ تر پایه ځای ځای دوام وکړي.
د ښاغلي نوروزي په وینا "د برق او باران هغه سیستم چې هېواد ته رارسېدلی د هېواد تقریبا ډېرو برخو ته ور رسېږي او د دغو اورښتونو او واورې شدت به په مرکزي، سوېلي او سوېل ختیځو سیمو کې وي چې د اورښت کچه به په بېلابېلو سیمو کې د شل او څلوېښت مېلي مترو تر منځ وي او د واورې کچه د شل تر څلوېښت سانتۍ پورې اټکل کېږي. دا به د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سیلابونو لامل هم شي او د راتلونکې اونۍ تر پایه به ځای ځای دوام وکړي".
د طالبانو حکومت وايي، د دغو اټکل شویو سیلابونو د مدیریت او د احتمالي زیانونو د مخنيوي طرحه یې چمتو او د خپل حکومت پر مشرانو سربېره له ملي او نړیوالو بنسټونو او همدا راز د ملګرو ملتونو له ادارو سره شریکه کړې ده.
د هوا دغه څپه پاکستان کې هم د تالندو او اورښتونو او سېلابونو د خبرداريو د خپرېدو لامل شوې.