د پاکستان قامي اسمبلۍ ته د پوځ د مشر وینا؛ هر سیاسي ګوند پکې ولې د خپلې خوښې تعبیر لټوي؟

منیر

د عکس سرچینه، ISPR

د عکس تشریح، عاصم منیر - د پاکستان لوی درستیز
    • Author, منزه انوار
    • دنده, بي بي سي اردو
    • رپوټ له:, اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان د پوځ‌ لوی درستیز عاصم منیر پارلمان کې د دغه هېواد د امنیتي‌ وضعیت په اړه غونډې ته ویلي چې "موږ باید د نوي‌ او زاړه پاکستان بحث پرېږدو او [زموږ د پاکستان] خبره وکړو."

د تېرې ورځې دا غونډه د قامي اسمبلۍ د رییس په غوښتنه جوړه شوې وه.‌

امنیتي چارواکو په دې ناسته کې وزیرانو او د اسمبلۍ غړو ته د امنیتي وضعیت مالومات وړاندې کړل.‌

په دې لړ کې د پاکستان لوی درستیز ته په منسوب بیا کې راغلي چې "منزل دې د خلکو منتخب استازي وټاکي او د پاکستان پوځ به د بریا او پرمختګ سفر کې له دوی سره کلک ملاتړ وکړي."

خو پاکستان کې روان سیاسي کړکېچ، د حکومت او سترې محکمې ترمنځ ناندریو او په پنجاب او خیبرپښتونخوا کې د ټاکنو پر سر زیاتېدونکو اختلافاتو ته په کتو د پوځ د مشر دې وینا ته ځانګړی اهمیت ورکول کېږي او داسې ښکاري چې هر پاړکی او سیاسي ګوند پکې د خپلې خوښې تعبیر لټوي.‌

ډیر شنونکي پر دې باور دي‌ چې که څه هم ښاغلي منیر واضح الفاظ نه دي کارولي،‌ خو له پیغامه یې ځینو خلکو ته داسې څرګنده شوې چې ګوندې هغه خپل دریځ روښانه کړی دی.‌

موږ د سیاسي‌ چارو له څو شنونکو سره پر دې غږېدلي یو چې مالومه کړو ایا د پوځ‌ د مشر دغه بیان کې کوم پټ پیغام نغښتی و او دا چې د پاکستان اوسنیو حالاتو ته په کتو د دغه پیغام اهمیت څه کېدای شي.‌

خو تر هغې وړاندې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند غبرګون ته لنډه کتنه کوو.‌

عمران خان

د عکس سرچینه، PTI

عمران خان په بیا بیا ټینګار کړی چې دی د پوځ له مشرتابه سره څه اړیکه نه لري.

د هغه د ارتباطاتو مسوول حسان نیازي د عاصم منیر تر وینا وروسته د خواله رسنیو یوه پوست کې لیکلي چې "ایا [زموږ پاکستان] کې هغه کسان هم شامل دي چې له عمران خان سره مینه کوي؟"

هغه همدا راز دا پوښتنې هم کړې چې "ایا زموږ پاکستان کې د پاکستانیانو عزت خوندي دی؟ ایا د نیوکو زغم به پکې وي؟"

خو د پي‌ټي‌آی یوه بل مشر فواد چودري بیا د پوځ‌ د مشر وینا مثبته بللې.

هغه ویلي "د قانون او د خلکو استازو د مقتدر حیثیت په اړه د لوی درستیز لیدلوری سم او پر ځای دی."

د تحریک انصاف پرتله د حکومت ډېر ملاتړ

پاکستان

د عکس سرچینه، @GOVTOFPAKISTAN

د عکس تشریح، د پوځ مشر عاصم منیر له لومړي وزیر شهباز شریف سره

د تحریک انصاف دریځ پر خپل ځای،‌ خو شنونکي‌ او ژورنالیست سهیل وړایچ بي‌بي‌سي ته ویلي چې د پوځ د مشر پيغام خورا وضح دی او هغه دا چې "نوموړی د حکومت او پارلمان ترڅنګ درېدلی."

ښاغلی وړایچ زیاتوي‌ "که د حکومت او قضا ترمنځ لانجې او نور وضعیت ته وکتل شي، نو ښکاره ده چې هغه د سترې محکمې د پرېکړو او پي‌ټي‌ای پرتله د حکومت او پارلمان د پرېکړو ډېر پلوی ښکاري.‌

نوموړی زیاتوي پوځ‌ که څه هم وایي چې بې طرفه دی خو روښانه ده چې اوس د پي‌ټي‌ای پرتله حکومت ته ډېر نږدې دی، د حکومت او پارلمان ترڅنګ درېدلی او (د حکومت) پرېکړې د عمران او سترې محکمې خلاف دي."

شنونکی ضیغم خان هم پر دې نظر دی چې پاکستان کې دمګړۍ "قضاء‌ د تحریک نصاف او پوځي اېستبلېشمېنټ‌ د حکومت ترڅنګ ښکاري. که تناظر همداسې نه وي، دا یو عام بیان و. خو اوسني وضعیت کې یې اهمیت ډېر دی."

دی وایي‌ چې "د پوځ د مشر وینا دوه برخې لري، لومړی برخه کې یې (دا چې موږ باید د زاړه او نوي پاکستان بحث پرېږدو او زموږ د پاکستان بحث وکړو) د همدې لانجې خبره کړې."

نوموړی زیاتوي‌"د پخواني‌ پاکستان مطلب پخواني سیاسي ګوندونه دي او پي‌ټي‌ای ځان ته د نوي پاکستان خطاب کوي، همدا پاکستان کې د سیاسي ‌لانجې لامل ګرځېدلی چې ملکي‌ ادارې یې د یو بل پر وړاندې درولې دي."

ښاغلی ضیغم خان د پوځ د بې طرفۍ په اړه وايي چې د اېسټبلېشمېنټ‌ ښايي‌ حکومت ډېر خوښ نه وي او د پي‌ډي‌اېم هغومره ملګرتیا ونه کړي،‌ چې څومره یې عمران خان سره کوله، خو د اېسټبلېشمېنټ ‌او پي‌ټي‌ای اړیکې اوس ډېرې خرابې شوې او دا د دې څرګنده نښه ده چې پوځ له حکومت سره ولاړ دی. اوس د هېواد د ادارو ترمنځ لانجه ده چې پوځ پکې بې طرفه نشي پاتې کېدلی."

'د پوځ‌ د مشر په وینا سترګې نشي پټېدلی'

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

ژورنالیست حامد میر د پوځ‌ د مشر عاصم منیر د څرګندونو په اړه بي‌بي‌سي ته ویلي‌ دا لومړی ځل نه دی چې د پوځ یو مشر پارلمان ته وینا کوي،‌ خو "د ښاغلي منیر پر څرګندونو سترګې نشي پټېدلی."

نوموړی وايي‌ دا چې "هغه پارلمان ته حاضرېږي او دا پکې وايي چې د خلکو منتخبه جرګه ده،‌ او هره پرېکړه چې کوي،‌ دوی پرې عمل کوي، له همدې ښکاري چې دی له پارلمان سره ولاړ دی. او که اوس د پارلمان او سترې محکمې ترمنځ لانجه ده نو د پوځ‌ مشر وايي چې دی د خلکو د منتخبو استازو له جرګې سره دی چې په دې کې د اپوزیسیون یوه کوچنۍ برخه هم شامله ده."

پاکستان که څه هم یو پارلماني‌ جمهوري هېواد دی چې قانون یې پوځ ته په سیاست کې د ښکېلېدو اجازه نه ورکوي، خو برعکس دغه هېواد د پوځي کودتاګانو،‌ حکومتي چارو کې د پوځي مداخلو، او د پردې تر شا د سیاسي جوړجاړیو اوږد تاریخ او بې شمېره بېلګې لري.

حامد میر همدې ته په کتو وايي "دا ویل به چې پوځ بې طرفه دی، یوه ډرامه وي. پوځ خو کله هم بې طرفه نه وي.‌ د عمران خان حکومت کې هم بې پرې نه و،‌ اوس هم بې طرفه نه دی."