د یو ورځینو لوبو افغان لوبډلمشران څوک وو؟

د خپرېدو وخت

افغانستان تر اوسه د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره اته لوبډلمشران لرلي دي،‌ چې ځینو یې څو کلونه خو یو شمېر بیا د لنډې مودې لپاره د افغان لوبډلې لوبډلمشري کړې ده.

نوروز منګل

نوروز منګل له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲ کاله لوبډلمشر و. د نوروز منګل په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې ټولې ۲۲ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۱۲ یې ګټلي او ۱۰ یې بایللې دي.

کریم صادق

کریم صادق په ۲۰۱۲ کال کې لوبډلمشر و. د هغه په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې یوازې یوه یو ورځنۍ لوبه ترسره کړې او هغه یې هم بایللې وه.

محمد نبي

محمد نبي له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۵ کاله لوبډلمشر و. د محمد نبي په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې ۲۸ یو ورځنۍ لوبې کړي، له هغې ډلې ۱۵ یې بایللي او ۱۳ یې ګټلې دي.

اصغر افغان

اصغر افغان له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۹ او بیا تر ۲۰۲۱ کاله لوبډلمشر و. د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې ۵۹ یو ورځنۍ لوبې کړې دي، چې له هغې ډلې یې ۴۳ ګټلي، ۲۱ بایللي، یوه مساوي شوې او درې بې پایلې ختمې شوې دي.

راشد خان

راشد خان د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ لوبډلمشر و. د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې افغانستان ۷ یو ورځنۍ لوبې وکړې. چې له هغې ډلې یې ۶ وبایللې او یوازې یوه لوبه یې ګټلې ده.

ګلبدین نایب

ګلبدین نایب په ۲۰۱۹ کال کې د افغان لوبډلې کېپټان و. د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې ۱۲ لوبې وکړې چې له هغې ډلې یې یوازې دوه لوبې وګټلې او لس نورې یې وبایللې.

ډېری بایلل شوې لوبې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پر مهال وې او ویل کېدل چې هغه مهال د لوبغاړو او ادارې ترمنځ اختلافونه رامنځ ته شوي وو.

حشمت الله شهیدي

حشمت الله شهیدي له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۴ کاله کیپټان دی. د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ کې د افغان لوبډلې یو ورځنیو لوبو شمېر ۳۷ ته رسېږي. له هغې ډلې یې ۱۷ ګټلي او ۱۹ نورې بایللې دي. او یوه لوبه هم بې نتیجې پای ته رسېدلې ده.