کرېکټ نړيوال جام؛ حشمت الله شهيدي وايي د شري لنکا پر وړاندې سيالۍ ته چمتو دي

    • Author, ګوربت ننګيال
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د کرېکټ نړيوال جام کې د دوشنبې په ورځ د اکټوبر پر ۳۰مه د افغانستان او شري لنکا تر منځ مهمه سيالي د هند په پونې لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرېکټ ټیم لوبډلمشر حشمت الله شهيدي وايي، د شري لنکا پر وړاندې سيالۍ ته چمتو دي او وايي په دې وروستيو کې یې له يادې لوبډلې سيالي هم ګټلې ده چې په وينا يې له هغه بري سره به د سيالۍ ډګر ته وځي.

افغانستان د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړيوال جام په تمريناتي لوبه کې شري لنکا ته ماته ورکړې وه خو په اسيا جام کې يې بيا د دوو منډو په توپیر سيالي بايللې وه.

حشمت الله شهيدي چې له لوبې يوه ورځ وړاندې يې د خبريالانو پوښتنې ځوابولې وويل، "دا سيالي به د دواړو لوبډلو لپاره ګرانه وي، موږ له تېر يوه کاله راهيسې له يو بل سره ډېر کرېکټ کی او يو بل ښه پېژنو."

نوموړي په روانو سياليو کې د افغان لوبډلې د ځلېدو په اړه وويل، "په نړيوال جام کې تر اوسه زموږ لوبډله ښه روانه ده، او دا به زموږ د کرېکټ‌ په تاريخ کې تر دې مهاله تر ټولو ښه ټورنمېنټ‌ وي."

افغانستان تر دې دمه په نړیوال جام کې د انګلنډ او پاکستان پر وړاندې دوې تاريخي برياوې لري. دا لومړی ځل و چې افغانستان په يو ورځنيو لوبو کې دغو دواړو لوبډلو ته ماته ورکوي.

افغانستان او شري لنکا دواړو دوې دوې لوبې ګټلې او دری يې بايللې دي، دواړه لوبډلې څلور څلور پاينټونه يا نومرې لري خو د نړيوال جام په جدول کې د منډو د اوسط له مخې شري لنکا په پنځم او افغانستان په اووم نمبر دی.

د راپورونو له مخې او مخکينيو سياليو ته په کتو د پونې دغه پېچونه چې د افغانستان او شري لنکا سيالي به پرې کېږي د منډو جوړولو لپاره مناسب دي او ويل کېږي د سپېنرانو يا ورو توپ اچوونکو لپاره به هم يو څه ګټور ثابت شي خو د تل په څېر به د ټاس يا پچې ګټل ډېر مهم وي، ځکه چې ويل کېږي مازديګر مهال رطوبت او نم پرېوځي چې د توپ اچولو لپاره ګرانېږي.

چمپينز ټرافۍ ته لار موندل

د کرېکټ نړيوال جام د جدول له مخې افغانستان اوسمهال په اووم نمبر دی که د لومړي پړاو سياليو کې د سر په اتو لوبډلو کې راشي، د راتلونکې چمپينز ټرافۍ سياليو ته به لار ومومي.

که چېرې افغان لوبډله چمپينز ټرافي ته ووځي دا به لومړی ځل وي چې دغه لوبډله به په دې سياليو کې ګډون کوي. د چمپينز ټرافۍ سيالۍ په ۲۰۲۵ کال په پاکستان کې ترسره کېږي.

په روان نړیوال جام کې ټولې لس لوبډلې لوبېږي او د سر څلور لوبډلې به یې نیمه پایلوبو ته وځي.

هره لوبډله له یوه بل سره لږ تر لږه یو ځلې لوبه کوي او په دې حساب هره بله لوبډله ۹ سیالۍ کوي.

که کومه لوبډله په دې سیالیو یوه ګټي، د کرېکټ له نړیوالې شورا ۴۰ زره امریکايي ډالره انعام ترلاسه کوي. افغانستان تر دې مهاله دوې سيالۍ ګټلې دي او د درېيمې د بريا لپاره به دوشنبې د افغانستان په وخت د ماسپښین يوه بجه پونې کې د سيالۍ ډګر ته ووځي.