د یو ورځینو لوبو افغان لوبډلمشران څوک وو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان تر اوسه د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره اته لوبډلمشران لرلي دي، چې ځینو یې څو کلونه خو یو شمېر بیا د لنډې مودې لپاره د افغان لوبډلې لوبډلمشري کړې ده.
نوروز منګل

د عکس سرچینه، Getty Images
نوروز منګل له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲ کاله لوبډلمشر و. د نوروز منګل په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې ټولې ۲۲ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۱۲ یې ګټلي او ۱۰ یې بایللې دي.
کریم صادق

د عکس سرچینه، KARIM/SOCIALMEDIA
کریم صادق په ۲۰۱۲ کال کې لوبډلمشر و. د هغه په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې یوازې یوه یو ورځنۍ لوبه ترسره کړې او هغه یې هم بایللې وه.
محمد نبي

د عکس سرچینه، Getty Images
محمد نبي له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۵ کاله لوبډلمشر و. د محمد نبي په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې ۲۸ یو ورځنۍ لوبې کړي، له هغې ډلې ۱۵ یې بایللي او ۱۳ یې ګټلې دي.
اصغر افغان

د عکس سرچینه، Getty Images
اصغر افغان له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۹ او بیا تر ۲۰۲۱ کاله لوبډلمشر و. د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې ۵۹ یو ورځنۍ لوبې کړې دي، چې له هغې ډلې یې ۴۳ ګټلي، ۲۱ بایللي، یوه مساوي شوې او درې بې پایلې ختمې شوې دي.
راشد خان

د عکس سرچینه، Getty Images
راشد خان د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ لوبډلمشر و. د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې افغانستان ۷ یو ورځنۍ لوبې وکړې. چې له هغې ډلې یې ۶ وبایللې او یوازې یوه لوبه یې ګټلې ده.
ګلبدین نایب

د عکس سرچینه، Getty Images
ګلبدین نایب په ۲۰۱۹ کال کې د افغان لوبډلې کېپټان و. د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې ۱۲ لوبې وکړې چې له هغې ډلې یې یوازې دوه لوبې وګټلې او لس نورې یې وبایللې.
ډېری بایلل شوې لوبې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پر مهال وې او ویل کېدل چې هغه مهال د لوبغاړو او ادارې ترمنځ اختلافونه رامنځ ته شوي وو.
حشمت الله شهیدي

د عکس سرچینه، Getty Images
حشمت الله شهیدي له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۴ کاله کیپټان دی. د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ کې د افغان لوبډلې یو ورځنیو لوبو شمېر ۳۷ ته رسېږي. له هغې ډلې یې ۱۷ ګټلي او ۱۹ نورې بایللې دي. او یوه لوبه هم بې نتیجې پای ته رسېدلې ده.





















