د چین یوه عمومي پارک کې د یوه امریکايي کالج څلور استادان په چړو وهل شوي

د خپرېدو وخت

د امریکا د پوهنتون څلور استادان وروسته له هغه په روغتون کې بستر شول چې د چین په یوه عامه پارک کې د یوه نامعلوم بریدګر له خوا په چړو وهل شوي دي.

د ایووا کارنیل کالج په یوه بیان کې ویل شوي، ښوونکي یې د چین په شمالي جیلین ولایت کې پارک ته د ورځې په جریان کې ورغلي وو، په "جدي پیښه" کې ټپي شوي دي.

د ایوا استازي اډم زبنر وویل چې ورور یې ډیویډ په دې پېښه کې له ټپي شویو څلورو ښوونکو څخه یو و چې نوموړي دا ټپونه د چړې د ګوزار له کبله بللي دي.

هغه وویل چې دا ډله د دوشنبې په ورځ یو ځایي معبد ته تللې وه چې د چړې برید پرې وشو.

ښاغلي زبنر وویل چې ورور یې په بیشان پارک کې په لاس په چړو وهل شوی او اوس په روغتون کې درملل کېږي.

هغه CBS نیوز ته وویل: "هغه نن سهار هم له روغتونه نه دی رخصت شوی، خو وضعیت یې ښه دی".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند بي بي سي ته وویل، دوی په جیلین کې د چاقو د حملې له راپورونو خبر دي، خو نور معلومات یې ورنه کړل.

کارنیل کالج وویل چې څلور ښوونکي "په چین کې له یوه پوهنتون سره د شراکت د یوې برخې په توګه" تدریس کوي. دغه ډله د دوشنبې په ورځ پارک ته د سفر پر مهال د بیهوا پوهنتون له یوه غړي سره وو.

چینايي چارواکو تر اوسه د پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د پېښې عکسونه په چټکۍ سره په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول.

خپاره شوي عکسونه داسې ښکاري چې لږترلږه درې کسان په وینه لرلي او په ځمکه پراته دي.

په هر حال، داسې ښکاري چې پېښه د چین له خوا په کنټرول شوي انټرنېټ کې په چټکۍ سره سانسور شوې ده.

د چین په دولتي رسنیو کې هم د پېښې په اړه لږ راپورونه ورکړل شوي دي.

ښاغلي زبنر وویل چې ورور یې د توفټس پوهنتون د دوکتورا زدکوونکی دی، مخکې له دې چین ته ولاړ شي او دغه هېواد ته د کورنیل کالج سره په دویم سفر کې و.

د کړکېچنو ډیپلوماتیکو اړیکو په منځ کې، بیجینګ او واشنګټن په وروستیو وختونو کې د وګړو تر منځ د تبادلې د بیا پیلولو هڅه کړې ده.

د چین ولسمشر شي جین پینګ په راتلونکو پنځو کلونو کې چین ته د ۵۰۰۰۰ ځوانو امریکایانو د بلنې پلان افشا کړی، په داسې حال کې چې چینايي ډیپلوماتان وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سفر مشورې امریکایان چین ته له تګ څخه منع کړي دي.