تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چین دفاع وزیر: له امریکا سره جګړه به 'نه زغمل کېدونکی ناورین' وي
د چین دفاع وزیر د وزارت مقام ته له رسېدو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې ویلي، له امریکا سره جګړه – که چېرې وشي، د نړۍ لپاره به یو "نه زغمل کېدونکی ناورین" وي.
په امنیتي سرمشریزه کې جنرال لي شنګفو وویل په اسیا کې "ځینې هېوادونو" د وسلو سیالي تېزه کړې ده.
خو هغه زیاته کړه، چې نړۍ د چین او امریکا دواړو لپاره ډېره لویه ده او دواړه زبرځواکونه باید د ګډو ټکو په لټه کې شي.
د امریکا متحده ایالتونو تر دې مخکې ادعا کړې وه چې د ټایوان په تنګي کې د امریکا یوې جنګي بېړۍ ته څېرمه د چین یوه بېړۍ نا امنه کوونکې مانورې کوي.
د شنبې په ورځ، د امریکا سمندري ځواکونو وویل چې یوه چینايي ویجاړوونکې بېړۍ د امریکا یوې جنګۍ بېړۍ ته نژدې په "ناامنه توګه" د ټایوان له تنګي نه له کاناډايي بېړیو سره تېره شوې ده.
چین پر دواړو هېوادونو تور لګولی چې ګنې "په لوی لاس خطر جوړوي". امریکا او کاناډا ویلي چې دوی په هغه ځای کې کښتۍ تېروي چې نړیوال قانون ورته اجازه ورکوي.
جنرال لي چې په مارچ میاشت کې د دفاع وزیر شو، د امریکا متحده ایالتونه د "سړې جګړې ذهنیت" په لرلو تورن کړل او ویې ویل چې دا د "پام وړ امنیتي خطرونه ډېروي".
هغه په خپله وینا کې وویل چین به د امریکا متحده ایالتونو او د دوی د متحدینو سمندري ګزمو ته اجازه ور نه کړي، چې "په بحري تګ راتګ د تسلط تمرین پلمه" پکې نغښتې وي.
کله چې نوموړی د ټایوان تنګي د پېښې په اړه وپوښتل شو، ویې ویل چې له سیمې بهر هېوادونه د کړکېچ لامل کېږي.
هغه دا خبرې په سنګاپور کې د شانګریلا ډیالوګ په غونډه کې وکړې چې د اسیا پسیفیک سیمې یوازېنۍ کلنۍ امنیتي غونډه ده.
بېجېنګ له روسیې د وسلو د پېرودلو په تړاو په ۲۰۱۸ کال کې پر جنرال لي د امریکا له لوري د لګول شویو بندیزونو په اعتراض کې د مستقیمو پوځي خبرو لپاره د امریکا غوښتنه رد کړه.
د سنګاپور په سرمشریزه کې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن پر چین ټینګې نیوکې وکړې چې په وینا یې له پوځي خبرو اترو ډډه کوي.
د رپوټونو له مخې، جنرال اسټن او جنرال لي د جمعې په ورځ د غونډې پرانیستونکې ماښامنۍ کې په لاسونو لنډ روغبړ وکړ، خو کومې مهمې خبرې یې ونه کړې.
یوه چینايي استازي اې اېف پي خبري اژانس ته وویل، پر جنرال لي د امریکا د بندیزونو لرې کول د هر ډول خبرو لپاره یو مخشرط دی.
د رویټرز په وینا، لوړ پوړو څارګرو چارواکو د سنګاپور په غونډه کې د استخباراتو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړ.
پر ډیپلوماتیک اختلاف سربېره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی چارواکی بېجېنګ ته رسېدلی او د هر اړخیزو خبرو لپاره به یوه اونۍ هلته پاتې شي.
د واشنګټن او بېجېنګ ترمنځ اړیکي په وروستیو کلونو کې د ټایوان د الحاق او چین سوېلي سمندر کې د سیمه ییزو لانجو په ګډون د ګڼو مسلو له امله ترینګلي شوي دي.