د پنټاګون پټ اسناد؛ "پاکستان دې نور ځان امریکا سره د اړیکو نه قرباني کوي"

پنټاګون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، حنا رباني کر - بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره
د خپرېدو وخت

واشنګټن پوست ورځپاڼې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د یوه پټ سند پر بنسټ رپوټ ورکړی چې بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کر ویلي دغه هېواد نور نه شي کولی د امریکا او چین ترمنځ د انډول ساتلو هڅو ته دوام وکړي.

په رپوټ کې راغلي چې اغلې کر دا خبرې تېره مارچ میاشت کې کړې.

حنا رباني کر پخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزیره هم پاتې شوې.

د واشنګټن پوست د رپوټ له مخې هغې خبرداری ورکړی، چې اسلام اباد دې تر دې ډېر ځان امریکا سره د اړیکو نه قرباني کوي او پر ځای یې له هغه څه چې دې له چین سره "رښتینې ستراتېژېکې" اړېکې بللې، ګټه واخلي.

پاکستاني رسنیو دغه رپوټ ته پراخ پوښښ ورکړی، خو بهرنیو چارو وزارت یې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دغه وزارت تازه (نن دوشنبه) یوه اعلامیه کې ویلي چې بهرنیو چارو کې یې د دولت وزیره په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو لخوا جوړې شوې ناسته کې برخه اخلي.

دا غونډه نن او سبا دوام کوي او د افغانستان په اړه د سیمې او نړۍ د هېوادونو ځانګړي استازي وربلل شوې دي.

په دوی کې به افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم وي.

شهباز شریف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شهباز شریف -

واشنګټن پوست د پنټاګون د دغه پټ سند تاریخ او نور جزییات نه دي ورکړي او دا هم نه دي ویل شوي‌ چې امریکا څرنګه د اغلې کر دغه یادښت ته لاسرسی موندلی.

د پنټاګون بل سند له خپل یوه مرستیال سره د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د خبرو اړوند دی.

دغه مرستیال شهباز شریف ته مشوره ورکوي چې له اقتصادي کړکېچ سره مخ پاکستان له روسیې سره د انرژۍ او سوداګرۍ په تړاو د خبرو اترو دریځ کې دی او په ملګرو ملتونو کې به د اوکرایین په اړه د لوېدیځ له ملاتړه د برخمن پرېکړه لیک ملاتړ دا اړیکې له خطر سره مخامخ کړي.‌

د پنټاګون بل افشاء شوی سند بیا د روسیې له ملي امنیت سلاکار سره د هغه د هندي همپوړي د خبرو اترو په تړاو دی.

په رپوټ کې راغلي چې د هند د ملي امنیت سلاکار خپل روسي سیال ته نوي ډیلي کې د 'جي ۲۰' غونډې په ګډون څو اړخیزو ناستو کې د روسیې د ملاتړ او په ملګرو ملتونو کې د اوکرایین اړوند د لوېدیځ له ملاتړه د برخمن پرېکړه لیک تایید لپاره د فشارونو پر وړاندې د مقاومت ډاډ ورکوي.

هند که څه هم ویلي چې د اوکرایین جګړه کې د مسکو ملاتړ نه کوي، خو لیدل کېږي چې د ملګرو ملتونو ناستو کې د روسیې خوا نیسي.