د اسرائيلو رسنۍ وايي نتنياهو به د بشپړې غزې د نيولو وړانديز وکړي

Benjamin Netanyahu

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د اسرائيلي رسنيو د راپورونو له مخې لومړی وزير بنيامين نتنياهو غواړي له امنيتي کابينې سره د غونډې پر مهال د غزې تړانګې د بشپړ اشغال وړانديز وکړي. ځايي خبريالانو د يوه لوړ پوړي چارواکي له خولي ويلي، "پرېکړه شوې ده. حماس ماتوو او غزه په بشپړ توګه نيسو."

د هغو راپورونو په ځواب کې چې وايي د پوځ مشر او نور پوځي چارواکي د دې پلان مخالف دی، ياد چارواکي ويلي، "که دا پلان د پوځ مشر ته د منلو وړ نه وي، باید استعفا ورکړي."

د يرغمل شويو کسانو کورنۍ وېره لري چې دا ډول پلان به د يرغملو ژوند ته ګواښ پېښ کړي. ويل کېږي له ۵۰ يرغمل شويو ۲۰ تنه يې لا هم په غزه کې ژوندي دي.

نظرپوښتنې ښيي چې د يرغمل شويو کسانو د خوشي کولو له امله په څلورو کې دری تنه اسرائيلي وګړي د اوربند د هوکړې ملاتړ کوي.

داسې برېښي چې د اسرائيلو ډېر نژدې متحدين به هم دغه ګام وغندي، ځکه دوی غواړي چې جګړه پايته ورسېږي او د بشري کړکېچ د حل لپاره ګامونه واخيستل شي.

په اسرائيلو کې سلګونه تقاعد شويو امنيتي چارواکو چې د استخباراتي ادارو پخواني مشران هم په کې وو، د دوشنبې په ورځ د امريکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ګډ لیک کې وغوښتل چې د جګړې ختمولو لپاره پر نتنياهو فشار راوړي.

د ليک يو لاسليک کوونکي د کورنيو استخباراتو پخوانی مشر امي اليون، بي بي سي ته ويلي چې "نور پوځي عمليات بې ګټې دي."

نوموړي ويلي، "د پوځ له نظره [حماس] په بشپړه توګه له منځه تللی دی. خو له بل پلوه د يوې مفکورې په توګه په فلسطينيانو، زموږ شاخوا د عربو کوڅو او اسلامي نړۍ کې نور هم ځواکمن کېږي".

"يوازینۍ لاره د حماس د نظريې د له منځه وړلو د يوه ښه راتلونکي وړاندې کول دي."

دغه تازه پرمختګونه وروسته له هغه رامخې ته شوې چې د اوربند او يرغمل شويو کسانو د تبادلې لپاره غير مستقیمې خبرې ناکامه شوې او د حماس وسله والو د دوو اسرائيلي يرغملو ويډګانې خپرې کړې چې په هغو کې ډېر کمزوري معلومېږي.

دواړه کسان روم بلاسلوسکي او اېويټار ډېوېډ د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه یرغمل شوي وو. دې ويډيو ګانو اسرائيليان حيران او خواشيني کړل. ډېوېډ په يوه تونل کې ليدل کېږي چې وايي خپل قبر کني.

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

ځينې شنونکي وايي، دا وروستي اعلانونه ښايي يو ډول فشار وي چې حماس یوې هوکړې ته اړ کړي. د اسرائیلو پوځ وايي، اوس د غزې پر ۷۵ سلنه خاوره عملياتي کنټرول لري خو د وړانديز شوي پلان له مخې دوی به پر ټولې سیمې ولکه ټينګه کړي او هغو سیمو ته به ورشي چې له دوو میليونو ډېر فلسطينيان په کې ژوند کوي.

دا لا نه ده روښانه چې دا پلان به پر ولسي وګړو، د ملګرو ملتونو پر فعاليتونو او نورو مرستندويو ادارو څه اغېز ولري. د غزې له ۲.۱ ميليونه خلکو شاوخوا ۹۰ سلنه يې بې ځايه شوي، ځينې يې ان څو ځله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ ايستل شوي چې اوس په ډېرو ناوړه شرايطو کې ژوند کوي.

بشري مرستندويه ادارې او د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، ډېری خلک له سختې لوږې سره مخ دي او اسرائيل تورنوي چې د مرستو د وېش مخه نیسي.

د اسرائيلو پوځ وړاندې د غزې په ځينو سیمو په ځانګړې توګه مرکزي غزه کې له عملياتو ډډه کوله، ځکه ګومان کېده چې هلته يرغمل شوي کسان ساتل کېږي.

تېر کال شپږ اسرائيلي يرغمل د خپلو ساتونکو له خوا وروسته له هغه ووژل شول چې د اسرائيلو ځمکنيو ځواکونو عمليات پيل کړل.

دې ته تراوسه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی خو د فلسطين واکمنه اداره چې د اشغال شوې لوېديځې غاړې مسووليت پر غاړه لري د اسرائيلو دا وړانديز غندلی او له نړيوالې ټونلې يې غوښتي چې مداخله وکړي او د پوځي اشغال مخه ونيسي.

فلسطینيان وايي، د اسرائيلو د افراطي ښي اړخو وزيرانو له خوا وړاندې په ښکاره توګه د غزې د بشپړ اشغال او هلته د نويو يهودي مېشت ځايونو د جوړولو ملاتړ شوی دی.

په ۲۰۰۵ کال کې اسرائيلو په غزه تړانګه کې خپل مېشت ځايونه ختم او ځواکونه يې وايستل خو د مصر تر څنګ يې غزې ته پر تګ راتګ سخت کنټرول درلود.

د نوي بشپړ اشغال دا مفکوره په داسې حال کې راپورته شوې چې د دوو دولتونو لپاره نړيوالې هڅې بېرته مخ په زياتېدو دي، دا پلان له څو لسيزو د اسرائیلو او فلسطين د شخړي د حل لپاره وړانديز شوی دی.

په دې حل کې د يو خلپواک فلسطينی دولت جوړول دي چې د اسرائيلو تر څنګ به په لوېديځه غاړه او غزه کې رامنځته کېږي او ختيځ بيت المقدس به يې پلازمېنه وي.

غزه

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

تېره اوونۍ بريتانيا او کاناډا له فرانسې سره يو ځای داسې مشروط پلانونه اعلان کړل چې ښايي د امنيت شورا غونډه کې د فلسطين دولت په رسميت وپېژني.

تمه کېږي چې د اسرائيلو لومړی وزير به له مهمو وزيرانو او پوځي مشرانو سره د غزې د راتلونکو ګامونو په اړه وغږېږي. د اسرائيلو د پوځ د راډيو له مخې، دوی به د لومړنيو پوځي پلانونو چې موخه يې د مرکزي کډوالو کمپونو کلابندي، هوايي بريدونو او ځمکنيو چاپو په اړه خبرې وکړي.

نتنياهو ويلي روانه اوونۍ به د امنيتي کابينې بشپړه غونډه راوبولي.

د اسرائيلو رسنيو شنونکي شک څرګندوي او د پوځي، سياسي او ډيپلوماتيکو خنډونو يادونه کوي. ناهوم برنيا په يدويت اهرونوت ورځپاڼه کې لیکي، "نتنياهو تر دې وړاندې هېڅکله دومره ستر قمار نه دی کړی."

نوموړی د لومړي وزير ژمنه يادوي چې وايي د جګړې ټولې موخې به ترلاسه شي خو زياتوي "له ۲۲ مياشتنۍ جګړې وروسته دا ډول ژمنې جدي نه نیول کېږي. داسې ښکاري چې د نتنياهو يوازينۍ موخه د جګړې غځول دي".

اسرائيلو په ۲۰۲۳ کال کې د اکټوبر اوومې د حماس له بريدونو وروسته چې ۱۲۰۰ کسان په کې ووژل شول او ۲۵۱ تنه نور يرغمل شول، په غزه کې پوځي عمليات پيل کړل.

د حماس تر ادارې لاندې د غزې د روغتيا وزارت وايي، له هغه راهيسې لږ تر لږه ۶۱ زره فلسطينيان د اسرائيلي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.