یو افغان امريکا کې د ټاکنو په ورځ د بريد د پلان په تور نيول شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې (اېف بي ای) یو افغان نیولی، چې په وينا يې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ یې د یوه ترهګريز برید د ترسره کولو پلان درلود.
دغه کس چې نصير احمد توحيدي نومېږي د دوشنبې په ورځ د امریکا د اوکلاهوما ايالت په اوکلاهوما ښار کې نيول شوی دی.
نصیر احمد توحیدي وروسته له هغه نیول شوی، چې له هغو خلکو یې د وسلو او مهماتو د رانیولو هڅه کوله، چې اېف بي ای له پاره یې پټ کار کاوه .
د امریکا د عدلیې وزارت وايي ښاغلي توحيدي چې د چارواکو په وینا له اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) يې الهام اخیستی و او د دغې ډلې په ملاتړ يې د ټاکنو په ورځ پلان درلود چې په ګڼه ګوڼه کې خلک په نښه کړي.
د رپوټونو له مخې، نوموړي پلټونکو ته ویلي، چې هغه او یوه ځوان ملګري یې غوښتل د برید پر مهال "شهیدان" شي.
د امريکا د پلټنو فدرالي ادارې موندلې چې نوموړي په وروستيو کې اتومات وسلې رانيولې او افغانستان ته د خپلو ماشومانو او مېرمنې د سفر له پاره یې یو اړخیز ټکټونه اخیستي وو.
د ادعا له مخې، ۲۷ کلن توحیدي په ۲۰۲۱ کال کې د کډوالۍ په ځانګړې ویزه امریکا ته تللی و. دا ویزه په افغانستان کې هغو خلکو ته ورکول کېږی چې د امریکا لپاره يې کار کړي وي.
د محکمې د اسنادو له مخې، نصیر احمد توحیدي ظاهرا پر انلاين د داعش اړوند تبليغات لیدلي او د داعش پلوه ټېلېګرام ګروپونو کې یې برخه اخیستې وه.
ټاکل شوې د امريکا ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې نومبر مياشتې پر پنځمه نېټه ترسره شي.






















