بې پولې ډاکتران وايي خرطوم کې پر یوه مارکېټ په برید کې لسګونه کسان وژل شوي‌

جګړه

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، د سوډان کورنۍ جګړه کې په پلازمېنه خرطوم کې پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې
د خپرېدو وخت

د سوډان پلازمېنه خرطوم کې له ګڼې ګوڼې پر یوه ډک مارکېټ په برید کې لږترلږه ۳۵ کسان وژل شوي دي.

بې پولې ډاکتران یا "اېم‌اېس‌اېف" وايي، چې په دغه برید کې تر ۶۰ ډېر نور کسان ټپي شوي هم دي.

د خرطوم د سوېل ځايي اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې یوې پوځي الوتکې یکشنبه د قورو په نوم پر دغه مارکېټ بم غورځولی دی.

سوډان کې د روان کال له اپریل میاشت راهیسې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو په نوم ملیشې ترمنځ جګړه روانه ده.

اېم‌اېس‌اېف ویلي خرطوم کې د دې ترهکرې کچې په بشایر کې روغتون کې د دوی رضاکارن او روغتیایي پروسنل حیران کړی دی.

بې پولې ډاکترانو زیاته کړې چې د داسې ګڼو خلکو د ژغورلو هڅې کوي چې د بدن غړي یې په دې چاودنه کې پرې شوي دي.

ځینو رپوټونو کې د یکشنبې ورځې په دغه مرګوني برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰ تنو ته نږدې ښودل شوی دی.‌

په سوډان کې کورنۍ جګړه تر هغې وروسته پیل شوه چې د پوځ د مشر جنرال عبدالفتاح البرهاني او د چټک ملاتړ ځواکونو د مشر جنرال محمد حمدان دقلو ترمنځ اختلافات راغلل.‌

په دې جګړه کې تر اوسه زرګونه کسان وژل شوي او شاوخوا ۵ میلیونه نور د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د ویډیو تشریح، سوډان کړکېچ: امریکا خپل ډيپلوماتان ايستلي

په دې جګړه کې پلازمېنې خرطوم او لوېدیځ کې دارفور سیمې ته تر نورو ډېر زیان اوښتی دی.

د چټک ملاتړ ځواکونو ملېشه د پلازمېنې خرطوم او ورسره د تړلو ښارونو ام‌درمان او بحري پر ډېرو برخو واکمنه ده.

پوځ بیا له دغو ښارونو د دې ملیشې د ایستلو لپاره پرله پسې هوايي بریدونه کوي.

د بشري حقونو فعالان وايي شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په همداسې یوه هوايي برید کې د دوو ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۰ کسان ووژل شول.

د امریکا متحد ایالتونه،‌ سعودي عرب او نور هېوادونه هڅه کوي چې د جګړې پای ته رسېدو لپاره د ښکېلو خواو منځګړیتوب وکړي، خو دا هڅې تر اوسه نه دي ‌بریالۍ شوې.

د یادونې ده چې خرطوم کې څو ځله د دې لپاره لنډمهاله اوربند اعلان شو چې بهرنیو دېپلوماتان او ملکي خلک د وتلو وخت ومومي.