پېښور کې د پولیسو کمساری لاریون؛ "د وروستي خونړي برید په اړه دې رڼې پلټنې وشي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د خیبرپښتونخوا مرکز پېښور کې سلګونو پولیسو دغه ښار کې د دوی پر همکارانو د دوشنبې ورځې مرګوني برید خلاف احتجاج کړی.
دوی غوښتنه کوله چې د پولیس لاین جومات کې دننه دې د دغه خونړي برید په اړه رڼې پلټنې وشي.
په پاکستان کې د امنیتي کسانو په ځانګړي ډول د پولیسو دا ډول لاریونونه کمساري دی.
یوه پولیس چارواکي چې د تېرې ورځې په لاریون کې یې برخه اخیستې وه، بي بي سي ته له نوم ښودو پرته وویل "له دوو دریو میاشتو راهیسې مسلسل زموږ ځوانان وژل کېږي. څوک تپوس والا نشته. هره ورځ زموږ هلکان شهېدانېږي. هېڅوک هم نه راوځي او دا غږ نه پورته کوي چې دوی ولې بې ګناه شهیدان کېږي؟ زموږ جنګ چا سره دی؟"
دغه برید کې چې د پولیسو مرکز اړوند یوه جومات کې د لمانځه پر مهال وشو، تر سلو ډېر کسان وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر نور ټپي شوي دي.
د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي د دغه ځانمرګي برید ۹۰ سلنه قربانیان د پولیسو اړوند امنیتي کسان وو.

د عکس سرچینه، EPA
که څه هم د دغه برید مسوولیت پیل کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي یوه جګپوړي غړي ومانه، خو وروسته یې ترې انکار وکړ.
د ټي ټي پي ویاند په خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې دوی پر جوماتونو، مدرسو، عیدګاوو او نورو سپېڅلیو ځایونو بریدونه نه کوي.
هاخوا پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پولیسو له خولې ویلي چې د دغه برید په تړاو ګڼ شکمن کسان نیول شوي دي.
خو د دغه برید د پټو او تیاره اړخونو په اړه څېړنې لا روانې دي.

دا څېړنې دې مهمې پوښتنې ته د ځواب موندلو په هڅه ورټولې دي چې بریدګر په دومره لویه کچه چاودېدونکو توکو سره څنګه دې مهمې او خوندې سیمې ته ځان رسولی.
د پولیسو د پلټنډلې مشر ویلي لومړنۍ موندنې ښيي چې د دومره زیاتو چاودېدونکو توکو لېږد د بریدګر او اسانچاري د یوې ورځې کار نه دی بلکې دا چاودېدونکي توکي څو پړاونو کې لېږدول شوي.
او دا هغه څه دي چې هلته د موجودو پولیسو مسولیت نور هم درندوي.





















