د پېښور خونړی برید په انځورونو کې

پېښور
د عکس تشریح، په پېښور کې د پولیسو مرکز اړوند یوه جومات کې د تېرې ورځې چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۰ ته لوړ شوی.
د خپرېدو وخت
پېښور
د عکس تشریح، د پېښور پولیسو لاین د دې ښار یوه حساسه امنیتي سیمه ده، چې د پولیس مشرانو دفترونه او د ځينو هغو کورونه هم دي.
پېښور
د عکس تشریح، په دې چاودنه کې د ۲۲۱ کسانو د ټپي کیدو هم ویل کېږي.
پېښور
د عکس تشریح، دا شمېر د ودانۍ شاوخوا د ژغورنې عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته اعلان شوی او ژغورنډلې اعلان کړی چې نور د کنډوالو لاندې څوک نه دي پاتې.
پېښور
د عکس تشریح، خیبر پښتونخوا کې نن یو ورځنی ماتم اعلان شوی.
پېښور
د عکس تشریح، د دغه ایالت یوه چارواکي محمد اعظم خان په ټوله صوبه کې د یوې ورځې لپاره د ویر اعلان کړی.
پېښور
د عکس تشریح، له دغې چاودنې څو ساعته وروسته د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز عاصم منیر پېښور ته سفر کړی.
پېښور
د عکس تشریح، دا برید د پاکستاني رسنیو د سر خبر شو.
پېښور
د عکس تشریح، له چاودنې وروسته پېښور او اسلام اباد کې امنیتي تدابیر لا ډطر شول
پېښور
د عکس تشریح، دی وايي حکومت د قربانیانو له کورنیو سره په دې غم کې شریک دی او صوبايي‌ حکومت به اغېزمنې شوې کورنې یوازې پرې نږدي.
پېښور
پېښور
پېښور
د عکس تشریح، د پاکستاني طالبانو غورځنګ (ټي‌ټي‌پي) یوه جګپوړي غړي پیل کې دغه برید مسؤلیت ومانه، خو وروسته دې ډلې پکې خپله ښکېلتیا رد کړه.
پېښور
د عکس تشریح، د پېښور د پولیسو یوه مسول ریاض محسود په وینا "په دغه ځای کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو او امنیتي ادارې په دې لګیا دي چې معلومه کړي د سخت امنیتي تدابیرو سربېره برید کوونکی څنګه دغه مهم ځای ته ځان رسولی."
پېښور
د عکس تشریح، د پاکستان د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پښتنو یوه استازي محسن دوړ ویلي "په پښتونخوا کې له ډېرې مودې جګړه روانه ده او پښتانه په قصدي ډول وژل کېږي."
پېښور
پېښور