د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې مشر شیخ العیسی: هېڅوک دې د نجونو زدکړو سره مخالفت دین ته نه منسوبوي

د عکس سرچینه، Muslim World League
د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې عمومي منشي شیخ عبدالکریم محمد العیسی ویلي چې که څوک د ښځينهو پر زدکړو اعتراض لري نو خپل دغه مخالفت دې دین ته نه منسوبوي. ځکه چې د ده په وینا، اسلام هېڅکله د نجونو پر زدکړو بندیز نه لګوي.
شیخ العیسی دا څرګندونې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د نجونو زدکړو په اړه د کنفرانس پر مهال کړې دي چې ځینې برخې یې د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې (رابطة العالم الإسلامي) ایکسپاڼې خپرې کړې دي.
که څه هم هغه کوم حکومت یا کوم ځانګړی اسلامي هېواد نه دی یاد کړی خو ویلي یې دي چې اسلام په هېڅ برخه او عمر کې د نجونو پر زدکړو بندیز نه لګوي. داسې انګېرل کېږي چې اشاره یې افغانستان کې د نجونو پر زدکړو لګول شویو محدودیتونو ته وه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
شیخ العیسی ویلي، "دلته د بېلابېلو فکري مکتبونو، اکاډميکو بنسټونو او نړیوالو فقهي ټولنو ګڼ عالمان راټول شوي او په ګډه یې تایید کړې چې، "اسلام د ښځينهو له زدکړو سره د هرې کچې مخالفت ردوي، که هغه کم او که بشپړ محدودیت وي، که د هر عمر پر نجونو وي، که په هره تخصصي برخه او د هرې کچې زدکړو باندې وي."
د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې او د اسلامي عالمانو بنسټ دغه مشر همدا راز ویلي، "د حلالو شیانو منع کول له حرامو شیانو حلال ګڼلو لویه ګناه ده. یو محتاط سړی له مسؤلیته د ځان خلاصولو لپاره یو څه باید په بېړني ډول منع یا رد نه کړي."

د عکس سرچینه، Muslim World League
شیخ العیسی همدا راز په ټولنه کې په ځانګړي ډول په طبي زدکړو کې د ښځینهو اهمیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، "ځينې خلک اعتراض کوي چې یو نارینه ډاکټر ولې د ښځینه ناروغې درملنه وکړي، د دوی پر مخ خنډونه ایجادېږي او ښځې په طبي برخو کې له زدکړو منع کېږي. هر څوک چې داسې لاره غوره کوي چې د ریښتیني اسلامي شریعت پلي کولو کې د اسانتیا رامنځته کولو باندې سختي وضع کوي، احتمال لري چې خطرونو کې راګېر شي."
شیخ العیسی د دغه کنفرانس او پکې د شوو "تړونونو" په اړه ویلي چې یوازې "لنډمهاله غږ او تشې اعلامیې یا سمبولیک دریځ" به نه وي، بلکې "اغېزمن" به ثابت شي.
او زیاته کړې یې ده، "دا به دنجونو د زکړو د ملاتړ او په کیفییت کې یې د مثبت بدلون راوستلو استازیتوب وکړي او هرې محرومې نجلۍ او هرې هغې ټولنې ته به سوکالي راوړي چې د خپلو زامنو او لوڼو مساوي ونډې ته سخته اړتیا لري."
د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنه یو نا دولتي بنسټ دی چې مرکز یې د سعودي په مکې ښار کې دی او وړاندې یې هم افغانستان کې د نجونو پر زدکړو محدودیتونه غندلي دي.
یوناما: افغانستان کې د نجونو زدکړو په اړه په "ټولو کچو" خبرو ته اړتیا ده

د عکس سرچینه، UNAMA
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي چې په افغانستان کې د ښځينهو زدکړو مسئلې باندې "په ټولو کچو خبرو" ته اړتیا ده.
یوناما پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې اغلې اوتنبایوا دا څرګندونې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د نجونو زدکړو په اړه کنفرانس ته د وینا پر مهال کړې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
اغلې اوتنبایوا ویلي چې، "په افغانستان کې زدکړو ته د نجونو او ښځو د لاسرسي ډاډمنولو ستونزه یو اړخیزه نه ده" او په وینا یې، په دې اړه "په ټولو کچو خبرو ته اړتیا ده."
په دغه دوه ورځني کنفرانس کې چې تېره ورځ پای ته ورسېد، په افغانستان کې د ښځو پر تعلیم د بندیزونو لګولو له کبله د طالبانو پر حکومت د نوبل جایزې پښتنې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په ګډون ګڼو ویناوالو نیوکې کړې دي، په خپله د طالبانو حکومت کوم استازي پکې ګډون نه و کړی.
ملاله یوسفزۍ: طالبانو ته "مشروعیت" ور نه کړئ

د عکس سرچینه، AFP
په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د زدکړو په تړاو اسلام اباد کې د نړیوالې غونډې پر دویمه او وروستۍ ورځ د نورو ویناوالو په خوا کې د نوبل جایزې ګټونکې او د پوهنیزو چارو فعالې ملالې یوسفزۍ هم وینا وکړه.
ملالې پر طالبانو تندې نیوکې وکړې چې ګواکې له ښځو سره ناوړه چلند کوي" که ساده یې ووایم، طالبان ښځو ته د انسان په سترګه نه ګوري." او "هغوی دغه جرم د کولتور او دین جامه کې پټوي." ملالې په دغه کنفرانس کې له بیلابیلو هیوادونو ورغلو دیني عالمانو ته وویل چې د زدکړو په برخه کې د افغان نجونو ملاتړ وکړي."د دې وخت رارسېدلی چې د مسلمانانو د مشرانو په توګه خپل غږ اوچت کړئ، خپل ځواک وکاروئ. تاسو د مشرۍ ریښتینې بڼه ښکاره کولی شئ. تاسو حقیقي اسلام ښودلی شئ." هغې د طالبانو حکومت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو لګول شویو محدودیتونو ته د اسلامي نړۍ د مشرانو د ټینګ دریځ غوښتنه درلوده." د طالبانو حکومت ته مشروعیت مه ورکوئ او پر ښځو اونجونو د هغوی لګول شویو محدودیتونو سره په مخالفت کې خپله واقعي مشري څرګنده کړئ."

د عکس سرچینه، PTV
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دې ناسته کې د ۴۴ اسلامي هېوادونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو له ۱۵۰ ډېرو استازو ګډون کړی دی.
د پاکستان د پوهنې وزیر ډاکټر خالد مقبول صدیقي د (جمعې) پر ورځ یوه خبري غونډه کې وویل "موږ طالبانو ته هم بلنه ورکړې او هیله لرو چې استازی یې غونډه کې ګډون وکړي." خو خبریالان وايي "طالبانو په دې ناسته کې له ګډونه ډډه کړې او کوم پلاوی یې نه دی ورلېږلی."
د پاکستان د پوهنې وزیر ښاغلي صدیقي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي "موږ افغانستان ته بلنه ورکړې وه خو د افغانستان سرپرست حکومت هېڅ چارواکي په کنفرانس کې ګډون نه درلود."
د طالبانو د حکومت یوه ویاند بي بي سي ته وویل "په دې تړاو څه ویل نه غواړي."
له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو پر وړاندې د دا ډول غونډو اغېز ته غبرګون کې ځیني افغانې فعالانې وايي، په هغه هیواد کې چې د افغان مېرمنو د کډوالۍ حقونه او د زدکړو پر وړاندې خنډونه لوی ننګونې دي د داسې غونډو رابلل بې اغېزې دي.
پېښور کې د افغانستان د پوهنې وزارت پخوانۍ پوهنیزه استازې (اتشه) یلدا بازوان وايي " زه دا ناسته ځکه اغېزناکه نه بولم چې دې کې د افغانو مېرمنو هېڅ استازې ګډون نه لري او بیا په یوه داسې ځای کې دا غونډه کې کېږي چې افغانې مېرمنې په کې زندانونو ته بیول کېږي، په لارو کې ځورول کېږي او له نورو ستونزو سره مخ دي." مېرمن بازوان وايي، نړۍ باید پر طالبانو له نورو اړخونو فشار راوړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي او دا چې اسلامي نړۍ هم باید غلې پاتې نشي.
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا اسلام اباد کې روانه غونډه د طالبانو پر وړاندې یوه " تبلیغاتي هڅه" بللې.
هغه په خپله اېکس پاڼه لیکلي "د دغې ناستې موخه افغانستان دی تر څو د طالبانو مشر چې د نجونو پر زدکړو یې سخت بندیز لګولی وشرموي."
هغه ویلي داسې ښکاري چې دا ناسته د افغان ښځو د حقونو په اړه د صادقانه اندیښنې له کبله نه بلکې د طالبانو پر وړاندې د رواني جګړې په موخه جوړېږي.
زلمی خلیلزاد چې له طالبانو سره یې د امریکا په استازولۍ د سولې هوکړه بشپړه او لاسلیک کړي " د طالبانو بندیزونه د ټولو بشري حقونو خلاف او د هېواد د ملي ګټو په زیان" بللي دي. هغه همدا راز ویلي " د طالبانو بندیزونه د اسلامي او افغاني کلتور خلاف دي"





















