ملاله: ما هېڅ فکر نه و کړی چې دومره ژر به ښځې خپل حقونه وبایلي

Malala Yousafzai, posing for the camera while wearing traditional clothing in a pale pink colour with matching headscarf.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۱۲ کال کې تر برید وروسته ملاله د ښځو د حقونو او برابرۍ لپاره مبارزه کوي.
    • Author, امبر ساندو او کلثوم حفيظي
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوزبيټ
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

هغه ملاله یوسفزۍ چې د ټوپک مرمۍ هم غلې نه شوه کړای، اوس افغان مېرمنو لپاره غږ اوچتوي.

له کله راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي دي، له ښځو یې حقونه تر دې بريده اخیستي چې ان سندرې ویل لا منع دي.

ملاله په خپله هم د طالبانو له لوري تر ډيورېنډ کرښې هغې غاړې ته هغه مهال د برید ښکار شوه چې د سختدریځه اسلامپالې ډلې یوه وسله وال د هغې د ښوونځي پر موټر چې دا پکې وه برید وکړ.

په ۲۰۱۲ کال کې تر هماغه برید وروسته ملاله د ښځو د حقونو او برابرۍ لپاره مبارزه کوي او په افغانستان کې دې چټک بدلون هېښه کړې ده.

د بي بي سي اسیا څانګې سره په خبرو کې ملالې وویل، "هېڅ کله مې ګومان نه و کړی چې د ښځو حقونه به په دومره اسانۍ تر پښو لاندې شي."

د نوبل سولې جایزې دې ۲۷ کلنې ګټونکې همدا راز ویلي، "نجونې په داسې حال کې په ناهیلۍ او خپګان کې ورځې شپې سبا کوي چې له روان حالته د وتو هېڅ لار نه ویني. خپل راتلونکی ډېر تیاره ورته برېښي."

په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو د سپتمبر ۱۱مې تر پېښې او پر افغانستان د امریکا په مشرۍ تر یرغل شاوخوا شل کاله وروسته یو ځل بیا د دغه هېواد واک خپل کړ.

په تېرو درې نیمو کلونو کې چې له دې هېواده بهرني ځواکونه وتلي دي، په افغانستان کې د "اخلاقي قوانینو" په نوم له ښځو ګڼ حقونه اخیستل شوي دي.

بشپړ حجاب پرې جبري شوی او له محرم پرته د سفر اجازه نه ورکول کېږي.

ملاله وايي، "بندیزونه دومره سخت دي چې هېڅ د منلو نه دي."

ملګري ملتونه وايي دا بندیزونه یا قوانین د "جنسيتي اپارتايد" په معنا دي. یعني داسې تګلارې دي چې په ترڅ کې يې له خلکو سره د جنسيت پر بنسټ په اقتصادي او ټولنيزو چارو کې توپيري چلند کېږي. دا هغه څه دي چې د بشري حقونو لپاره کار کوونکی بنسټ د بښنې نړيوال سازمان غواړي چې د نړيوالو قوانینو له مخې باید جرم وګڼل شي.

خو د طالبانو حکومت بیا د خپلو قوانینو دفاع کوي او وايي دا په افغان ټولنه کې منل شوي او له نړيوالې ټولنې غواړي چې باید د "مسلمانو ټولنو اسلامي قوانینو، دودونو او ارزښتونو" ته درناوی وکړي.

هغه فلم چې د درو افغان ښځو پر "کړاو او ستم" راڅرخي

ملاله وايي د افغانستان ښځو "هر څه بایللي دي. طالبان پوهېږي چې که غواړي ځان ته بنسټ جوړ کړي نو له ښځو باید د هغوی حقونه واخلي او پيل یې باید د زدکړې له حقه وکړي."

ملګري ملتونه وايي، له کله راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي تر یو میلیون ډېرې یعني ۸۰ سلنه نجونې له ښوونځيو منع شوې دي او په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا سل زره ښځينه محصلانې هم له پوهنتونونو راګرځول شوې دي.

همدا راز رپوټونه ورکړل شوي چې زدکړو ته د نه لاسرسي له کبله په ماشومتوب کې د ودونو، د میندوارۍ او زېږون پر مهال د مړينې کچه لوړه شوې ده.

A still from Bread & Roses where an Afghan woman holds her right hand to her face, on which she's written #StandWithWomenInAfghanistan. She wears a silver ring on her right ring finger and covers her hair with a patterned scarf.

د عکس سرچینه، Apple TV+

د عکس تشریح، ملاله اوس د طالبانو په واکمنۍ کې د درو افغان ښځو پر ژوند د یوه راڅرخېدونکي مستند فلم 'برېډ انډ روزېز' اجرایوي پروډيوسره ده.

ملاله وايي "افغان مېرمنې اوسمهال په توره تیاره کې ژوند کوي خو بیا هم مقاومت او مبارزه روانه ساتي."

په پاکستان کې زېږېدلې دا فعاله او د سولې نوبل جایزې تر ټولو ځوانه ښځينه ګټونکې اوس د طالبانو په واکمنۍ کې د درو افغان ښځو پر ژوند د یوه راڅرخېدونکي مستند فلم 'برېډ انډ روزېز' یا 'ډوډۍ او ګلابونه' اجرایوي پروډيوسره هم ده.

په دغه مستند فلم کې د زهرا په نوم د غاښونو د یوې ډاکټرې ژوند ته کتنه شوې چې څنګه له خپل کاره راګرځول کېږي: د ترنم په نوم د یوې فعالې کیسه پکې ځای شوې چې له افغانستانه په تېښته ده او د جمهوري حکومت د یوې مامورې شریفې ژوند انځوروي چې څنګه یې تر سقوط وروسته خپله دنده او خپلواکي له لاسه ورکړه.

خو ملاله وايي چې دا فلم یوازې د درو مېرمنو نه بلکې "د شل میلیونه افغان نجونو او ښځو په اړه دی چې ښايي د هغو ټولې کیسې زموږ د سینما له پردې پاتې وي."

'ډوډۍ او ګلابونه' افغان فلم جوړوونکې صحرا ماني جوړ کړی او امریکایۍ فلمي ستورې جېنېفر لارېنس یې وړاندې کوونکې ده.

صحرا ماني د بي بي سي اسیا څانګې ته په مرکه کې وویل غوښتل یې "د طالبانو تر دېکتاتورۍ لاندې د یوه ملت د ژوند کیسه وکړي او وښيي چې څنګه ورو ورو ټول حقونه ترې واخیستل شول."

فلم جوړوونکې صحرا ماني د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته له افغانستانه ووتله. خو په دغه هېواد کې دننه له ښځو سره په اړیکه کې وه چې دې ته به یې ويډيوګانې ورلېږلې او اغلې ماني به له ځانه سره خوندي کولې.

A still from Bread & Roses showing three women sitting together on the floor. The woman in the middle writes on the hand of the woman sitting to her left while the third woman looks at sheets of paper spread on the carpet.

د عکس سرچینه، Apple TV+

صحرا ماني وايي، "ډېره سخته وه چې ځوانې، عصري او لوستې مېرمنې پيدا کړم چې مهارت ولري او خپلې ټولنې ته یو څه وکړي."

صحرا زیاتوي، " ښځو غوښتل چې خپل هېواد جوړ کړي خو اوس پر کورونو کېنول شوې دي او نږدې هېڅ کار نه کوي."

دا فلم تر اوسه نندارې ته نه دی وړاندې شوی او صحرا په دې باور ده چې اوسمهال د افغانستان وضعیت دومره خراب شوی چې که همدا نن یې د دغه فلم پر جوړولو کار پيل کړی وای نو چمتو کول به یې ورته ناشوني وو.

صحرا وايي، "هغه مهال لا هم ښځو احتجاجونه کولای شول. خو اوس ان سندرو ته هم نه پرېښودل کېږي او حالات ورته نور هم په سختېدو دي."

A still from Bread & Roses of a women's march. A long line of women walk along a path in Kabul holding placards while a woman dressed in a black dress and headscarf in the right-hand corner of the image takes a selfie. The city seems wintry, with no leaves on the trees and many of the protesters dressed in warm coats.

د عکس سرچینه، Apple TV+

د عکس تشریح، 'ډوډۍ او ګلابونه' افغان فلم جوړوونکې صحرا ماني جوړ کړی او امریکایۍ فلمي ستورې جېنېفر لارېنس یې وړاندې کوونکې ده.

د دغه مستند لپاره په راټولو کړو ویډيوګانو کې ښکاري چې ښځې احتجاج کوي، کامرې یې هغه شېبې هم ثبت کړې دي چې دوی د طالبانو له لوري نيول کېږي.

صحرا وايي، د دې پروژې بشپړول تر ورځې بلې ته ورته سختېدل، ځکه چې د وخت په تېرېدو سره له ښځو ګڼ نور حقونه هم واخیستل شول خو "دا ډېر د ویاړ ځای دی چې دغو ښځو پر موږ باور وکړ چې د دوی کیسې له نورو سره شریکې کړو او موږ ته د هغوی خونديتوب او امنیت لومړیتوب درلود."

ملاله وايي، په افغانستان کې ښځو لپاره "سرغړونه ډېره ننګوونکې چاره ده. خو له دې ټولو خطرونو سره سره هغوی بیا هم واټونو ته راووتلې، خپل ژوند یې په دې تمه له خطر سره مخامخ کړ چې ځان ته یوه ښه نړۍ رامنځته کړای شي."

"موږ باید د افغان ښځو ملاتړ وکړو"

په دغه فلم کې چې د کومو درو مېرمنو کیسې راخیستل شوې، اوس له افغانستانه وتلې دي او صحرا او ملاله هیله منې دي چې دا فلم به په دغه هېواد کې د پاتې ښځينه وو له حالته خلک خبر کړي.

ملاله وايي، "هغوی د خپلو حقونو او غږ اوچتولو لپاره هر هغه څه کوي چې کولای یې شي. ډېر خطر ته غاړه ږدي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې موږ د دوی خویندې شو او ملاتړ یې وکړو."

ملاله هيله منه ده چې دا مستند فلم به پر طالبانو د لا ډېر نړيوال فشار لامل شي چې ښځو ته بېرته خپل حقونه ورکړي.

هغه وايي، "موږ باید دا پوښتنه وکړو چې په افغانستان او نورو ځایونو کې مو د ښځو حقونو د تضمين په برخه کې څه ډول سيسټمونه پلي کړي دي."

Malala Yousafzai and Sahra Mani on stage at an event in New York. Malala holds a microphone as she addresses the audience. She wears a pale grey dress and headscarf, embellished with gems. Sahra sits to her left and looks at her as she speaks. Sahra wears a black top and blazer with an elaborate blue necklace.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په عکس کې صحرا ماني له ملالې یوسفزۍ سره لیدل کېږي.

څومره چې 'برېډ انډ روزېز' فلم د کړاو او ستم کیسه کوي، همدومره د هيلې او مبارزې په اړه هم دی.

ملاله وايي، "د دغو افغان ښځو له زړورتیا او جرات موږ ډېر څه زده کولای شو. دوی چې نه ډارېږي او د طالبانو پر وړاندې د مبارزې جرات کوي نو موږ هم له دوی درس اخیستلی شو چې ملاتړ یې وکړو."

د فلم نوم هم د افغانستان له یوه متله اخیستل شوی دی.

صحرا وايي، "ډوډۍ (برېډ) د خپلواکۍ سمبول دی، د تنخوا لرل او د کورنۍ ساتل دي. موږ یو متل لرو چې څوک ډوډۍ درکوي هماغه امر هم درباندې کوي."

نو د صحرا په وینا، "که ته خپله ډوډۍ په خپله پيدا کوی شې نو معنا يې دا ده چې ته د خپلواک او د خپل ځان مشر یې."

صحرا افغان ښځو ته هم همدا تمه لري او باوري ده چې یوه ورځ به هغوی خپلو ارمانونو ته ورسېږي.

صحرا وايي، "په افغانستان کې ښځې خپل تاکتيکونه بدلوي رابدلوي، هغوی نورې لارې چارې پيدا کوي چې خپله مبارزه روانه وساتي."