اسلامي ټولنو کې د نجونو پر زدکړو دوه ورځنۍ غونډه: " افغان طالبان له بلنې سره نه دي ورغلي"

د عکس سرچینه، Getty Images
په اسلامي هېوادونو او ټولنو کې د نجونو د زدکړو پر اهمیت نړیواله غونډه نن (شنبه) د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پیل شوه چې دوه ورځې به دوام کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دې ناسته کې د ۴۴ اسلامي هېوادونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو له ۱۵۰ ډېرو استازو ګډون کړی دی.
د پاکستان د پوهنې وزیر ډاکټر خالد مقبول صدیقي پرون (جمعه) یوه خبري غونډه کې وویل "موږ طالبانو ته هم بلنه ورکړې او هیله لرو چې استازی یې غونډه کې ګډون وکړي." خو رسنۍ وايي "طالبانو په دې ناسته کې له ګډونه ډډه کړې او کوم پلاوی یې نه دی ورلېږلی."
د پاکستان د پوهنې وزیر ښاغي صدیقي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي "موږ افغانستان ته بلنه ورکړې وه خو د افغانستان سرپرست حکومت هېڅ چارواکي په کنفرانس کې ګډون نه درلود."
بي بي سي هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت روښانه دریځ ولري، خو څو ویاندویانو یې یا له خبرو ډډه وکړه او یا وايي "په دې اړه سملاسي څه نشي ویلی."
دا په دې بڼه لومړۍ غونډه ده چې په ښکاره یې افغانستان کې په یوه بل پسې د نجونو پر زدکړو او کار د سختو محدودیتونو له لګولو وروسته تابیا شوې.
طالبانو له دې مخکې په ډېرو نړیوالو غونډو کې د خپل ګډون غوښتنه کړې خو ډېر کله ځینو غونډو ته نه دي بلل شوي.
په اسلامي ټولنو کې د نجونو پر زدکړو د دغې نړیوالې غونډې وړاندیز د اسلامي اړیکو مشر محد بن عبدالکریم عیسی کړی و، هغه او د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر ډاکټر حسین ابراهیم طه د دې ناستې مهم ګډونوال هم بلل کېږي.
یاد کنفرانس "اسلامي ټولنو کې د نجونو زدکړې، ننګونې او فرصتونو" تر شعار لاندې جوړېږي او موخه یې په اسلامي هېوادونو او ټولنو کې د نجونو د زکړو پر وړاندې شته ننګونو ته رسېدنه بلل شوې.
افغانستان او پاکستان دوه ډېر زیانمن هېوادونه

د عکس سرچینه، Getty Images
په نړۍ او اسلامي هېوادونو کې افغانستان یوازینۍ هېواد دی چې د نجونو د زدکړو او کار پر وړاندې یې سختې تګلارې خپلې کړي او پرې نېوکي دي چې " له ښځو او نجونو یې ګڼ منل شوې حقونه اخیستي دي."
دغه هېواد کې له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر زدکړو بندیز لګول شوی چې په ښکاره یې د اسلامي نړۍ او ګڼو عالمانو اندېښنې هم پارولي.
د ۲۰۲۱ کال د سپټمر پر ۱۷مه د طالبانو مشر د پوهنې چارو وزارت ته لارښوونه کړې وه چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وځنډوي. که څه هم د طالبانو حکومت ګڼ مشران له دغه بندیز سره مخالف دي، خو بیا هم تړلې دي.
په دې اړه د طالب چارواکو تر منځ ان کله د درېځ په سر د خبرو پر مهال د نظر اختلاف جوت دی.
د نجونو پر زدکړه له بندیزه شاوخوا درې کاله تېرېږي، طالبانو پخوا دا چاره تر امر ثاني ځنډولې بلله خو د کالونو په تېرېدو یې هم د کوم څرک نه ښکاره کېدو اندېښنې لا ډېرې کړې.
له افغانستان وروسته پاکستان هغه هېواد بلل کېږي چې په ليرې پرتو سیمو کې یې خلک په ځانګړې ډول نجونې له زدکړو سختې محرومې دي.
په دغه هېواد کې که څه هم حکومت د نجونو پر زدکړو او کار ټينګار کوي خو کمزوري اقتصادي او ځینو نورو ننګونو یې مزل ټکنی کړی دی.
د رسمي شمېرو له مخې، د پاکستان د نفوس له نیمایې ډېره برخه ښځې جوړوي او د ښځو د بې سوادۍ کچه پکې ۴۹ سلنه ده.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف چې اسلام اباد کې د یاد کنفرانس مشري هم پر غاړه لري نن پرانيستې غونډې ته وویل " پاکستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه داسې نجونې چې عمرونه یې ۱۶ کالو ته رسېږي له زدکړو محرومې دي."
غونډې ته په پرانېستونکې وینا کې ښاغلي شریف وویل " له زدکړو د نجونو محرومول اصلا له روښانه راتلونکي محرومیت دی."
" د طالبانو بندیزونه د اسلامي او افغاني کلتور خلاف دي"

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې په نجونو له شپږمو ټولګیو په پورته زدکړو بندیز په پراخه کچه غندل شوی او په کور د ننه او بهر یې بیا بیا پر وړاندې غږ پورته شوی دی.
ګڼو لورو د طالبانو بندیزونه د بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د اسلام خلاف کړنلاره بللې.
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا اسلام اباد کې روانه غونډه د طالبانو پر وړاندې یوه " تبلیغاتي هڅه" بللې.
هغه په خپله اېکس پاڼه لیکلي "د دغې ناستې موخه افغانستان دی تر څو د طالبانو مشر چې د نجونو پر زدکړو یې سخت بندیز لګولی وشرموي."
هغه ویلي داسې ښکاري چې دا ناسته د افغان ښځو د حقونو په اړه د صادقانه اندیښنې له کبله نه بلکې د طالبانو پر وړاندې د رواني جګړې په موخه جوړېږي.
زلمی خلیلزاد چې له طالبانو سره یې د امریکا په استازولۍ د سولې هوکړه بشپړه او لاسلیک کړي " د طالبانو بندیزونه د ټولو بشري حقونو خلاف او د هېواد د ملي ګټو په زیان" بللي دي. هغه همدا راز ویلي " د طالبانو بندیزونه د اسلامي او افغاني کلتور خلاف دي"
طالبانو د هغه د څرګندونو او د دغې ناستې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.
ملاله یوسفزۍ: "د نړۍ مشران باید د نجونو پر زدکړو د بندیز له کبله طالبان مسول وبولي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د نجونو پر زدکړو د خبرو دې نړیواله غونډه کې د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم ګډون کړی دی.
ملاله یوسفزۍ چې په نړیواله کچه د نجونو د حقونو یوه مبارزه بلل کېږي شاوخوا دوه کاله وروسته پاکستان ته تللې، او په ۲۰۱۲م کال کې په سوات کې پر نوموړې له بریده وروسته دا دریم ځل دی چې پاکستان ته سفر کوي.
نوموړې پخپلې اېکس پاڼې لېکلې "خوښه یم چې د اسلامي نړۍ له ځینو مشرانو سره د نجونو د زکړو په اړه په یوه مهم کنفرانس کې ګډون کوم، زه به په دې اړه هم وغږېږم چې د نورې نړۍ مشران باید ولې د نجونو او ښځو په حق کې د کېدونکو ظلمونو له کبله له طالبانو سره حساب وکړي."
ملاله په خپله هم د طالبانو له لوري تر ډيورينډ کرښې هغې غاړې ته هغه مهال د برید ښکار شوه چې د سختدریځه اسلامپالې ډلې یوه وسله وال د هغې د ښوونځي پر موټر چې دا پکې وه برید وکړ.
۱۵ کاله وړاندې تر هغه برید وروسته ملاله د ښځو د حقونو او برابرۍ لپاره مبارزه کوي خو وايي په افغانستان کې پر زدکړو او کار پرلپسې بندیزونو هېښه کړې ده.
په پام کې ده چې ملاله یوسفزۍ به د نجونو د زدکړو په اړه د دغې کنفرانس په دویمه ورځ ( یکشنبه) غونډې ته وینا وکړي.






















